لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول:په چینایي وګړو برید کوونکي به دانصاف محکمې ته راکش کوؤ


د پاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بھٹو زرداري د اپریل په 26مه نېټه کراچۍ کې په چينايي وګړو د شوي برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې په چينايي وګړو برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راکاږي.

د پاکستان خارجه چارو وزیر بلاول بھٹو زرداري دا مهال د چين په دوه ورځني سفر دی او څېړونکي د پاکستان د اقتصادي ،سیاسي صورتحال او په نړيواله کچه د روانو بدلونونو په تناظر کې دهغه دا سفر مهم ګرځوي.

د اتوار په ورځ د چين سرښار بيجنګ کې د خپل چينايي هم منصب وانګ ژي سره ګډ خبري کانفرانس ته د وېنا په مهال بلاول بھٹو زرداري ویلي چې د چين سره یې په سياست، دفاع او سټراټيجکي اړيکو خبرې شوې دي.

د پاکستان د سرکاري رېډيو ترمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بھٹو زرداري د اتوار په ورځ د خپل چينايي هم منصب وانګ ژي سره ليدل کتل کړي او دواړو مشرانو د اړونده خوښۍ په چارو او دوه اړخیزه تعلقاتو خبرې کړې دي.

اخوا په بيجينګ کې د چين د خارجه وزارت وياند يو خبري کانفرانس ته وېلي، چين هيله لري چې ددې دورې له کبله به د پاکستان او چين روايتي ملګرتيا پرمخ لاړه شي او د بلاول بھٹو زرداري دا دوره به د خپل مينځي سټراټيجکي اعتماد د پياوړتيا او شراکت دارۍ د لا نورې پیاوړتیا فرصت ثابت شي.

وروسته د خپل چينايي سيال سره ګډې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري وویل چې د چين سره په خبرو کې مونږ د خپل مينځي ګټو په ټولو چارو خبرې وکړې او په نړيوالو مسلو مو هم د خيالاتو تبادله کړې ده.

هغه وايي چې ده د خپل چينايي هم منصب سره د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژو په رفتار هم خبرې کړي او زياته کړې یې ده چې سى پېک د پاکستان د ټولنیز اقتصاد او د عام تن په ژوند کې د بدلون په راوستو کې مهم رول لوبولې دی.

بلاول بھٹو زرداري ویلي چې هغه د پاکستان د حکومت له لوري دا باور ورکوي چې پاکستان به چينايي وګړو، ادارو او منصوبو ته مهم ځاې ورکوي او د هغې حفاظت به باوري کوي.

نوموړي وويل مونږ به چاته هم د پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو د خرابولو اجازه ورنکړو.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بھٹو زرداري د چين دا سفر په داسې وخت کې کوي چې په دې ورستیو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو او په سي پېک منصوبه کار کوونکو چينايي کارمندانو دترهګرو او په ځانګړي ډول د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو خونړۍ حملې سېوا شوي چې له کبله یې د داوړو هېوادونو په اړیکو کې تناو راغلی دی.

که څه هم ځنې څېړونکي د خارجه وزیر بلال بهټو لمړۍ امریکا او دا اوس چين ته تګ د پاکستان لخوا د غټو نړيوالو طاقتونو سره په اړيکو کې د تولې پېدا کولو هڅه بولي خو ځينې دا بيا په نړيوال کچ د بلال بوټو د سياست لپاره د پېژندګلو يو کوښش ګرځوي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید د بلاول بھٹو چين ته دا سفر د روایت تسلسل ګرځوى.

هغه وايي که د بلاول او چينايي خارجه وزیر د خبرو جاج واخستل شي نو په دې کې کومه نوې خبره نشته. چين هم زړې خبرې تکرار کړي او پاکستان هم د چين په حواله زوړ دريځ وړاندې کړی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل بلاول په کراچۍ کې د وژل شويو چينايي وګړو د قتل غندنه کړې او دې پېښه کې د ککړو تنانو عدالت ته د راښکلو خبره یې کړې ده.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بھٹو له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن سره هم ملاقات کړې ؤ.

بلنکن بلاول ته د غذايي قلت د اندېښنو په اړه نړیوال کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

که څه هم د بلاول امریکا ته دغه دوره دوه اړخیزه نه وه خو د پاکستان او امریکا په اړيکو کې د راغلي کړکېچ په تناظر کې مهمه ګرځول کيده.

د پاکستان د پوځ پخواني افسر ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي بلاول بھٹو چې د هېواد د خارجه تګلارې په لړ کې کومه لاره خپله کړې، هغه د تېر حکومت نه بدله او غوره ده.

طلعت مسعود وايي پاکستان د امریکا سره هم ښې او غوره اړېکې لرل غواړي خو ددې مطلب دا نه دی چې ګواکې پاکستان به د چين سره خپلو سټراټيجکي تعلقاتو کې کمی راولي.

د اتوار په ورځ د خپل چينايي هم منصب سره د ګډ خبري اژانس کانفرنس په مهال بلاول بھٹو زرداري د افغانستان په صورتحال هم خبرې کړې دي.

هغه وايي پاکستان خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې امن او ثبات غواړي او باید چې د افغانستان ستونزه د زور په ځاې د خبرو د لارې هواره کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG