لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په 25 مې اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان کړی


د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان اعلان کړی په 25 مې د دې موجوده حکومت پرضد اسلام اباد ته پرامنه لانګ مارچ کوي، او هلته به تر هغې ناست وي څو پورې چې نوي انتخابات نه وي اعلان شوي.

عمران خان دغه اعلان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (22 مې) په پېښور کې د خپل ګوند د نورو غړو سره په شريکه خبري غونډه کې کړی دی.

نوموړی چې د اپرېل په مياشت کې په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د ووټ د لارې وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، د هغې وروسته يې جلسې پېل کړي او په ملک کې بيا د سره نوي انتخابات غواړي.

عمران خان پرون په ادارو او پوځ غږ کړی چې بې طرفه پاتې شي، او دوی به په اسلام اباد کې تر هغې ناست وي څو پورې چې اسمبلۍ نه وي ماتې کړی شوي او نوي انتخابات نه وي اعلان شوي.

د پاکستان مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو د ايتلافي حکومت د اطلاعاتو وزیري مريم اورنګزېب په عمران خان نیوکې کړي چې په ملک کې اړی ګړی جوړول غواړي.

هغې د عمران خان د انتخاباتو کولو غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي د ګواښونو له امله زر انتخابات نه شي کېدی.

بل لور ته د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه د کورنيو چارو وزیر رانا ثنا الله ويلي که په حکومتي ايتلاف کې شامل ګوندونه ورته اجازه ورکړي، د عمران خان د لاریون لاره به ونيسي.

عمران خان په خبري غونډه کې بيا تکرار کړې چې د امریکا په سازش دلته په ملک کې د هغه د حکومت پرضد سازش شوی او لرې کړی شوی دی.

امریکا او دلته په پاکستان کې د عمران خان د وزیراعظمۍ د وخت مخالفه ګوندونو چې اوس په حکومت کې دي د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی دی.

پاکستان چې دا وخت د سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په ملک کې د سياسي اړي ګړي له امله د ونډو بازار ټيټ او د ډالر په مقابله کې روپۍ ورځ تر بلې غورځيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG