لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرستیال کمشنر: د کېسې په غره لګېدلی اُور نه دی قابو کړی شوی


د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو په پوله د پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان) لګېدلی اُور لا هم بليږي، د شيراني ضلعې مرستيال کمشنر وايي اُور لا نه دی قابو شوی،د مړولو هڅې يې روانې دي.

د بلوچستان د شيراني ضلعې مرستيال کمشنر (ډي سي) اعجاز احمد جعفر نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (23 مې) وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، اُور لا بلیږي، د مړولو هڅې يې روانې دي، اشر تنظیم او ځايي خلک هم لګيا دي چې اُور مړ کړي خو اُور لا نه دی قابو کړی شوی.

نوموړي زیاته کړه، دوه هيلي کاپټرې هم د اُور په مړولو بوخت دي، او د ايران څخه د اُور مړولو دپاره د الوتکې په اړه يې وويل دغه الوتکه تراوسه نه ده راغلې.

مرستیال کمشنر وايي، اُور د ابادۍ نه لرې دی خو که سېوا کيږي، ابادۍ ته رسېدی شي.

په 21 مې نوموړي وي او اې ډيوه ته ويلي وو، شيرانې پله دغه اُور په 18 مې لګېدلی او زياته کړې يې وه اُور 30 کلوميټره چاپېره خور شوی دی.

او ځايي خلکو ویلي وو دغه اُور په نهمه مې د کېسې غره د ډېره اسماعيل خان ضلعې په مغل کوټ غره کې لګېدلی وو.

تراوسه پورې د دغه اُور له امله درې تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

محمد يحيی موساخېل چې په بلوچستان صوبه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکيلي ادارې لخوا د چلغوزې یا ځنغوزې پروژې مشري کوي، وايي د دوی اداره، د ځنګلاتو محمکه او ځايي خلک لګيا دي د اُور نور غځېدو مخنيوی کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د شرغلي په سيمه کې يې اُور ته مخه نيولې، اُور لږ نور خور شوی، خو وايي بدمرغي دا ده چې هواګانې چلیږي نو اُور خوري.

هغه زیاته کړه بره اُور بليږي او لاندې يې د مخنیوي دپاره هڅې کيږي.

دوه ورځې وړاندې نوموړي ويلي وو، "د شيراني په غره کې په 26000 هېکټره (يو هېکټر دوه نيم اېکړه وي) باندې ځنګل دی او د دوی د سروی ترمخه په يو هېکټر کې 1500 ونې وې، د دې ځنګل څخه د کال په سر يواځې د شيراني ضلعې دوه نيم اربه روپۍ کاروبار کېدو، ګټه ترلاسه کېده، او د دې سره به يو ارب روپۍ اړونده په نورو مدنو کې لکه د لرګي، ټرانسپورټ او د مزدور په برخه کې ترلاسه کېدې، د اُور له امله نزدې 35 فيصده دا ځنګل تباه شو، او که مخنيوی يې ونه شو، دا به ټول تباه شي".

بل لور ته د خېبرپښتونخوا د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 هم ويلي، د دوی کارمندان هم د خېبرپښتونخوا له خوا ورغلي او د اُور مړولو هڅې کوي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف دفتر پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (22 مې) ناوخته ويلي، وزیراعظم ته د بلوچستان په ځنګلونو کې د اُور قابو کولو په اړوند احوال وړاندې کړی شوی، او هغه د اُور قابو کولو د عملياتو نورو چټکولو لار ښوونه کړې ده.

ويل شوي، د شرغلي، زرغون ژور، تور غر او تکۍ علاقو کې د ځنګلاتو د محکمې لخوا د 300 نه زيات کسان په عملياتو کې برخه اخلي.

بل لور ته پرون په بنو کې د شمالي وزيرستان سره په پوله هم اُور لګېدلی، او په بنو کې د رېسکيو 1122 مشر فهيم وي او اې ډیوه ته ویلي، د اُور مړولو دپاره یې کارکوونکي علاقې ته تللي خو دغه ځای ډېر لرې دی د کار کوونکو سره يې رابطه نه کيږي، او چې څنګه مالومات ترلاسه کړي، د مطبوعاتو سره به يې شريک کړي.

تيره ورځ ناوخته په قبايلي ضلع مومندو کې هم اُور لګېدلی خو د مومندو مرستيال کمشنر (ډي سي) عارف الله نن وي او اې ډيوه ته وويل، بېګاه د بايزو تحصيل کې د افغانستان سره په پوله او بل ځای په پړانګ غار کې اُور لګېدلی وو، خو دغه اُور قابو کړی شوی او هيڅ ډول مالي او زاني تاوان يې نه دی اړولی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG