لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: وسله والو سره نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي


افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې بيا دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو دا بریدونه په داسې حال کیږي چې تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د خبرو په مهال ډز بندي د مې میاشتې تر اخره غځولې ده.

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) شپې ناوخته (23 مې) ويلي، ترهګرو د شمالي وزيرستان میر علي تحصیل سیمه کې په امنیتي عسکرو بريد کړی دی.

د پوځ په بیان کې ويل شوي پوځ د ترهګرو برید ته کلک ځواب ویل شوی، خو په نښته کې د کوز دیر سیمې 20 کلن سپاهي ظهور خان او د ایبټ اباد سیمې 23 کلن سپاهي رحیم ګل وژل شوي دي.

د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې. خو د اپریل په میاشته کې تحریک طالبان پاکستان یوازې شمالي وزیرستان کې د دیارلسو بریدونو زمه واري منلې وه چې پکې په 14 اپریل 7 پاکستاني عسکر او بیا 24 اپریل یو بل برید کې درې پاکستاني عسکرو وژل هم شامل وو.

د ځایي سرچینو په وینا نښته د میرعلي په مچي خېل سیمه کې شوې او تر بريد وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي.

په 14 مې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی وو..

پوځ په دغه پېښه کې د درې پوځيانو او درې ماشومانو د وژل کېدو ويلي وو.

هم په دې ورځ د شمالي وزیرستان میرانشاه درپه خېل سیمه کې په یوې هدفي برید کې پینځه کسان وژل وو.

د دغه ځانمرګي او هدفي بريد زمه واري چا نه وه منلې..

خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ترګرو پرضد په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړې چې پکې د دغه د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي.

د علاقې پولیس وایي حالت په قابو کې دی او کله نه چې دا سیمې په صوبه کې ورګډې کړې شوې حالت نور پکې ښه شوي دي.

په دا تیره یوه اونۍ کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې شپږ پاکستان د پوځ عسکر، بنو جاني خېل کې یو دملیشاه ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وو..

دا پیښې په داسې حال شوې چې لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مې میاشتې په پیل کې کړې ډز بندي د مې تر اخره غځولې،

او په رسمي توګه منلي چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه مزاکرات روان دي.

ټي ټي پي دغه بيان ته د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د مذاکراتو منځګړتوب کړی او وایي دغه مذاکرات کامیابه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان د حکومت استازیتوب چا کاوه.

د اعلی درجې سرچینو وي او اې ته ویلي وو چې د پاکستان د پوځ د یو اعلی کمانډر او د استخباراتي ادارې ای ایس ای د مخکیني مشر لیفټینینټ جنرل فیض حمید په مشرۍ ډلې تیره اوونۍ د ټي ټي پي له استازو سره ناستې کړې دي.

د وي او اې د رپوټ له مخې په کابل کې دغه ورځنۍ خبرې اترې پټې ساتل شوې دي. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ټي ټي پي د خبرو تایید کړی دی.

له دغو مذاکراتو څخه له نیژدې خبرې د ټي ټي پي او د پاکستان د امنیتي ادارو سرچینې ویلي د دغو خبرو په نتیجه کې د پاکستان له زندانونو د ټي ټي پي په درځنونو بندیان خوشي کړل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان په دغو بندیانو کې د دوی دوه مهم قومندانان مسلم خان محمود خان هم شامل دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG