لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوداګر: د سود دکچې په لوړېدو اندېښمن یوو


د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه 1.5فیصدي نوره زیاته کړې خو سوداګر اندیښمن دي او وایي دې سره به کاروبارونو ته نقصان ورسي،سرمایه کاري به کمه شي او بې روزګارې به زیاته شي.

اقتصادي پوهان وایي په ملکي کچه ګراني زیاته ده، د پرمختیا شرحه سیوا شوې او د هغې له وجې د پاکستان په بهرني اکاونټ فشار زیات دی او دا چې نړیواله مالیاتي اداره هم غواړي چې اقتصاد په قلاره شي نو دې سره به په ملکي کچه اقتصادي ثبات وده مومي.

دمرکزي بینک د زرعي پالیسۍ کمیټې د ګل په ورځ د سود شرحه 1.5فیصدي زیاته کړې او دې سره دسود مجموعي کچه 13.75 فیصدي ته رسېدلې.

بینک وایي دی سره به په ملکي کچه په ګرانۍ کنټرول ترلاسه شي او په بهرني اکاونټ به فشار راکم شي خو د خیبر پښتونخوا پخوانی د چیمبر آف کامرس او انډسټری مشر زاهد شنواری وي او ای ډیوه ته وایي د سود زیاته شرحه به په ملکي کچه سرمایه کارۍ او اقتصادي پرمختیا ته نقصان ورسوي .

"په ملک کې چې کومه اقتصادي پرمختیا روانه وه د هغې دپاره دا یو خطرناک عمل دی، د سود شرحه به نزدې 18% ته ورسي ،په یو کاروبار کې هم د لس فیصده نه زیاته ګټه نشته ،کومو کارخانه دارو چې په 8% قرضې اخستي او بیا دومره زیات سود بینکونو ته واپس کول ګران دي، کاروبارونه به ودریږې او بې روزګاري به هم سیوا شي"

مرکزي بینک د سود شرحه په داسې وخت کې زیاته کړې چې د پاکستان دحکومت نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره په قطر کې مذاکرات روان دي.

تیره ورځ د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل هیله ښکاره کړې وه چی د ایي ایم ایف نه به په پور ترلاسه کولو کی کامیاب شي.

هغه ویلي وؤ چې په پټرولو او ډیزلو رعایتونو ختمولو سره به په ولس بوج سیوا شې خو په ملکي کچه د مخ په زیاتیدونکې اقتصادي پرمختیا له امله د روانو کهاتو خساره زیاتیږي او ددې دمخنیوی دپاره به د سود په شرحه کې اضافه کول وي.

مرکزي بینک وایي د روان مالي کال د پرمختیا شرحه د هدف نه زیاته ده د بهرني او ملکي اثراتو له وجې ګراني زیاته ده او دې نوې پالیسې سره به د پاکستان په بهرنیو اداییګیو بوج راکم شي .

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي د اقتصادي پرمختیا له امله د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره زیاته ده او په ګرانې د قابو ساتلو دپاره داسې قسمه ګامونه اخستل وي.

"دمانیټري پالیسۍ د شرحې د زیاتوالي مقصد هم دا وي چې مخ په زیاتي اقتصاد په قلاره شي روان کال اقتصادي پرمختیا 5.97فیصدي ده او دپاکستان غټه مسله هم داده چې پرمختیا کیږي نو کرنټ اکاونټ او بجټ خساره زیاتیږي او بله دا چې دې سره ګراني هم کميږي"

په سوشل ميډيا هم د مرکزي بینک مانیټري پالیسۍ ته غبرګون ویلی شوی، اقتصادي کارپوهه ډاکټر قیصر بنګالي د ټویټر د لارې وایي د سود په شرحه کې زیاتوالي سره به د غوښتنې په سر ګراني راکمه شې خو کومه ګراني چې د سپلایي سره تړاو لري په هغې کې به کمی رانه شي، دی سره به کاروباري خرڅونه او قرضې زیاتې شي.

مرکزی بینک وایي سږکال په تیلو د ورکړی شوؤ رعایتونو له وجې د روپۍ بيعه هم زیاته شوې او د روس اؤ د اوکراین جګړې او په چین کې د کرونا وبا له امله هم ګراني زیاته شوې او په کال 2023م کې به هم ګراني زیاته وي .

دا وخت په پاکستان کې مجموعي ګراني 13.4فیصدي ته رسیدلې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG