لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان کې دانټرنیټي ځورونې11000 نه زیات شکایتونه ترلاسه شوي


پاکستان کې د انټرنټ د صارفينو د حقونو لپاره کارکوونکې يوې غېر دولتي ادارې ډيجيټل رایټس فاونډیشن پخپل يو تازه راپور کې ويلي چې تېرو پنځوؤ کالونو کې دوئ ته د سایبر يا د انلاین ځورونو په اړه د 11000 نه زیات شکايتونه ترلاسه شوي دي.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې کال 2021م کې دتر ټولو زياتو 4441 پېښو په اړه شکايتونه درج کړل شوي چې د پینځه کلنې ډېټا 38 فيصده برخه جورېږي او دغه شمېرې په داسې ډول پېښو کې چټک زياتوالی ښايي۔

د انټرنېټ کاروونکو د حقونو فعالان وايي، چې د وخت په تېرېدو سره ډیجیټل الاتو او انټرنېټ ته د خلکو د لاسرسي له امله انلاین ځورونې مخ په زیاتېدو دي ځکه چې د انټرنټ زياتره صارفين په دې نه پوهيږي چې د انلاین ځورونو څخه ځانونو خوندي کولو لپاره کومې لارې خپلې کړي۔

د انټرنټ صارفينو د حقونو لپاره دکار کوونکې غېر دولتي ادارې ډيجيټل رایټس فاونډېشن وروستی رپورټ ښايي چې په دغو شکايتونو کې 68 فيصده د مېرمنو او 30 فيصده د سړو شکايتونه مخې ته راغلي۔

د يادې ادارې مشره نګهت داد وي او ای ډيوه ته وايي چې د انلاین ځورونې پېښې ورځ تربلې ځکه سېوا کيږي چې د ډيجيټل الاتو، سوشل ميډيا او انټرنټ استعمال کې زياتوالی راځي خو زياتره صارفين په دې نه دي خبر چې د ځورونې نه ځانونو خوندي کولو لپاره کومې لارې خپلې کړي۔

"ټېکنالوجۍ ته د خلکو رسايي اسانه شوې ده، انټرنټ هر ځای ته رسېدل سېوا شوي دي، موبايل فون ته هم رسايي اسانه شوې ده، خو ډېرو خلکو ته د ډيجيټل لېټريسي يا د ډيجيټل الاتو د سم استعمال مالومات نشته چې دوی کله دا ټول شيان کاروي نو د دوئ څه اخلاقي او قانوني زمه وارۍ هم دي۔ نو د ډيجيټل لېټرېسي يا د پوهې چې کوم کمی دی د هغې وجه هم ده او کوم خلک چې بل څوک انلاین ځوروي يا يې بلېک مېل کوي نو هغوی ته دا پته هم نه وي چې دا يو جرم دی"

د رپورټ ترمخه په کال 2021م کې د انټرنیټ دلارې دځورونې 4441 شکايتونه درج کړل شوي کوم چې د تېرو پنځوؤ کالونو 38 فيصده برخه جوړېږي اؤدې نه دا مالومېږي چې دځورونو په پېښو کې ورځ تربلې زياتوالی راځي۔

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د انلاين ځورونو لپاره تر ټولو زيات واټس اپ او بيا فېس بک کارل شوی دي۔

د کال 2021م په مهال د وټس اپ د لارې د ځورونو 1258 او د فېسبک د لارې 1014 د ځورونو پېښو په اړه شکايتونه درج کړل شوي دي۔

د پېښور هايي کورټ ښځينه وکيلا اېډوکېټ ساره علي خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د انټرنټ د لارې د خلکو د ځورونو د مخنيوي او ککړو تنانو ته سزا ورکولو لپاره قامي اسمبلۍ قانون منظور کړی.

هغه وايي چې د داسې ډول پېښو مخينوي لپاره په خلکو او په خاصه توګه جينکو کې د قانون او خپل ځان خوندي ساتلو په اړه پوهه راوستل مهم دي۔

نوموړي زياته کړه چې د دې مخنيوي لپاره په تعليمي ادارو او دکار په ځايونو کې جينکو او مېرمنو ته د سایبر حراسمنټ یا انټرنیټي ځورونې يا په اړه مالومات او پوهه ورکول پکار دي چې هغوی ته دا مالومه وي چې کله يې کوم يو تن ځوروي چې دوی به د شکايت جمع کولو لپاره چرته ځي او کومه لاره به خپلوي۔

د غېر دولتي ادارې د هیلپ لاین لخوا ترلاسه شوؤ شکایتونو څخه، يوازې په کال 2021 کې 893 د بلېک میل کولو او 727 د غیر متفقه عکسونو شریکولو په اړه دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG