لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو د کمیشن رپورټ: دپاکستان سرکاري ملازمتونو کې دلږکیو نیمایي چوکۍ تشې پاتې کیږي


پاکستان کې د بشري حقونو قامي کمېشن په خپل رپورټ کې ويلي چې سرکاري ملازمتونو کې د مذهبي لږکیو لپاره نزدې نيمايي چوکۍ خالي پاتې کېږي او چې په کومو چوکیو ملازمت ورکړی شي نو بیا هم 80 فيصدي غېر مسلم داسې دي چې هغوئ ته د خپل کار پوره معاوضه یا اجرت نه ورکړی کېږي.

د بشري حقونو قامي کمېشن پخپل رپورټ کې د لږکيو د کار د خطرناکو حالاتو، ناکافي حفاظتي سامان او د ملازمت د حفاظت د کمي په چارو رڼا اچولې ده او ددې صورتحال د مخنیوي لپاره یې حکومت ته ځنې وړانديزونه هم کړې دي.

د ورځپاڼې ډان ترمخه د بشري حقونو د قامي کمېشن لخوا د يورپي يونين په مرسته جوړ کړی شوي دې رپورټ ته د غېر مساوي شهري : د لږکیو پرضد د نظامي امتیاز د خاتمې نوم ورکړې شوې دی.

دې رپورټ کې د سنېټري ورکرانو او صفايۍ کوونکو هغه ورکرانو په اړه په دړدونکو کيسو رڼا اچول شوې ده کوم چې د ټولنیزې بېدخلۍ، بدنظمۍ، توپيري چلند او په خطرناکو مېن هولونو کې د مرګ سره مخامخ کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو د سرکاري قامي کمېشن په دې رپورټ کې ويل شوي چې په سرکاري ملازمتوتو کې دمذهبي اقليتونو لپاره ځانګړې شوې نزدې نيمايي چوکۍ تشې پاتې کېږي او په کومو چوکیو چې بهرتۍ شوي نو بیا هم 80 فيصدي غېر مسلم داسې کارونه کوي د کوم لپاره چې هغوي ته پوره اجرت یا معاوضه هم نه ورکول کېږي.

په دې رپورټ ډيوه سره خبرو کې د پاکستان د بشري حقونو دکمېشن داقليتي څانګې غړي منظور مسيح وویل چې دوي په دغه رپورټ کې د لږکيو درې مهمې ستونزې په ګوته کړي دي.

وايي يو دا چې د لږکیو د ملازمتوتو په اړه په ورځپاڼو کې د امتیازي اشتهاراتو د چاپ کېدو، دوېمه په سرکاري ملازمتوتو کې د لږکیو لپاره په ځانګړې شوې کوټه عمل نه کېدل او دريمه ستونزه د لږکيو د ملازمت د تحفظ نيشتوالی دی.

هغه وويل چې اکثر اقليتي ملازمین د ګټرو او مېن هولونو د صفایۍ لپاره د مزکې 35 فټه لاندې کوزېږي او داسې هم کېږي چې پکې زياتره کارکوونکي مړه شوي دي.

دی وايي په ټوله نړۍ کې دا کار د مشينرۍ په ذريعه کولی شې خو پاکستان يوازینی هېواد دی چرته چې اوس هم دا کار په لاسونو او غېر محفوظ حالاتو کې کولی شي.

ښاغلي منظور مسيح وايي په پاکستان کې د کال 2009 راهیسې د لږکيو دپاره په سرکاري ملازمتوتو کې 5 فيصدي کوټه ځانګړې شوې ده خو زياتوي چې په دې لا هم پوره عمل نه کېږي.

ددې صورتحال د سمولو لپاره قامي کمېشن په خپل رپورټ کې ځنې وړاندېزونه هم کړي چې پکې د لاسى کار پرځاې د مشين استعمال او د کار په مهال د مرګ ژوبلې په ترڅ کې د سماجي تحفظ او روغتیایي اسانتیا وړاندېزونه شامل دي.

قامي کمېشن دا وړاندیز هم کړی چې د ملازمتوتو په کوټه کې د لږکيو سره توپيري چلند ختمېدل پکار دي او وايي باید چې په امتيازى اشتهاراتو هم سملاسي بندېز ولګول شي.

په دې اړه تېره ورځ اسلام اباد کې شوې دستورې ته د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسین پيرزاده ویلي چې د لږکیو سره توپيري چلند د بشري حقونو وړومبۍ ستونزه ده او دا پاملرنۍ ته اړتیا لري.

هغه وايي د بشري حقونو د قامي کمېشن لخوا د استول شوي خط په بنياد د بشري حقونو وزارت سملاسي اقدام پورته کړی او د هرې صوبې چيف سکرټري ته یې امر کړی چې لږکيو ته دې د دستوري ضمانتونو او د نړیوالو ذمه وارو مطابق تحفظ ورکړی شي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د غېر دولتي خپلواکه تنظیم ايچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ډيوه ته وايي دې اړخ ته ډېره کمه پاملرنه کېږي او په دې د قامي کمېشن ستاېنه کوي.

هغه وايي په پاکستان کې د سنېټري او ګټرو د پاکونې کار اکثر غېر مسلمو وګړو ته ورکړی کېږي او سنېټري ورکران زياتره عيسایان دي او دوي د کار په مهال د حادثاتو ښکار کېږي او ځنو په کې ژوند هم د لاسه ورکړی دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG