لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پي ټي ايي لاریون: عمران خان د پېښور نه په هيلي کاپټر کې روان شوی، لاهور کې نښتې شوي


پاکستان تحریک انصاف ګوند چې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (25 مې) اسلام اباد ته لاريون/ لانګ مارچ کوي، عمران خان د پېښور نه د هيلي کاپټر د لارې روان شوی او ویلي يې دي د اسلام اباد/ پېښور ولي انټرچېنج نه به د لاريون مشري کوي.

ولي انټرچېنج د پېښور نه خواوشا 60 کلوميټره اسلام اباد پله دی.

بل لورته د ځايي ميډيا ترمخه په لاهور کې د تحریک انصاف د غړو او پوليسو ترمنځ نښتې شوي، خو د مرګ ژوبلو په اړه پکې تراوسه پورې چارواکو څه نه دي ويلي.

ويل شوي په لاهور کې پوليسو لارې بندې کړې، او د تحریک انصاف پلويانو د لارو ازادولو هڅې کړي او په دغه مهال نښتې شوي دي.

د ډیوه خبريال ارشد مومند وايي، د پېښور نه د پاکستان تحريک انصاف قافلې په موټر وی اسلام اباد ته روانې شوي دي او د نورو ځايونو نه هم ورسره خلک يو ځای کيږي.

خو د خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبې ترمنځ په پوله موجود ازاد خبریال وقاص بونيري وي او اې ډيوه ته ويلي، موټر وی د د داړو غاړو نه په کنټېنرو بنده کړی شوې ده.

د خبريالانو په وېنا په جي ټي روډ د اټک په پُل هم لاره تړل شوې ده.

د پي ټي ايي مشرانو دا نه دي ويلي چې د صوابۍ نه وړاندې به د عمران خان په مشرۍ لاريون اسلام اباد پله څنګه ځي؟.

د راپورونو ترمخه پوليسو د لاهور د راوي درياب په پُل کنټېنرې اېښودي د کوم له امله چې د لاهور نه بهر تلونکې لاره بنده کړی شوې ده او د تحریک انصاف غړي هڅه کوي چې د خنډانو نه تېر شي.

د حکومت د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ویلي، نن چې په ملک کې څه روان دي، زمه وار يې عمران خان دی.

هغې ویلي په لاهور کې د تحریک انصاف د غړو د کورونو څخه وسلې ترلاسه شوي او د دغه لارې د عمران خان ارادې په ډاګه شوي دي.

مريم اورنګزېب تور لګولی، عمران خان په ملک کې خانه جنګي جوړول او د وسلې په زور په اسلام اباد قبضه کول غواړي.

عمران خان له دې وړاندې ویلي چې هر څنګه وي اسلام اباد ته به ځان رسوي.

خو حکومتي وزيرانو پرون په ښکاره په خبري غونډه کې ويلي دغه لاريون ته به اسلام اباد ته د راتلو اجازه ور نه کړي، وزيرانو عمران خان ته فتنه ويلي او زیاته کړې يې ده دغه لاريون نه بلکې ګډ وډی جوړول دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تحریک انصاف ګوند د لاریون په مهال د څه رقم بدې پېښې د مخنیوي لپاره داسلام اباد د ریډزون د امنیت لپاره پوځ رابللی دی او د وزیراعظم د ماڼۍ، د ایوان صدر او سپریم کورټ د ودانیو حفاظت باندې به پوځ مامور وي.

نن په سپريم کې د تحریک انصاف د لاريون په اړه اورېدنه هم روانه ده. د ځايي ميډیا ترمخه عدالت د اسلام اباد پوليسو مشر او تحریک انصاف د استازو نه تفصيل غوښتی دی.

عمران خان وايي د لاريون د لارې غوښتنه کوي چې په ملک کې دې زر تر زره انتخابات اعلان شي خو حکومت وزیران وايي، حکومت به خپله ټاکلې موده پوره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG