لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شيراني اوسيدونکي: په ځنګل کې لوګی ليده شي، ډي سي وايي سکروټې سړول کيږي


کېسه غر/ کوه سلېمان
کېسه غر/ کوه سلېمان

د بلوچستان د شيراني ضلعې اوسېدونکې وايي، د کېسې غره/ کوه سلېمان د زڼغوزې/ چلغوزې په ځنګل کې لګېدلی اُور قابو شوی خو نن هم لوګي ليدل کيږي، خو بل لور ته د شيراني ډپټي کمشنر وايي، په ځنګل کې د سکروټو په سړولو کار روان دی امدادي کارونه دوام لري.

د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبې ترمنځ د کېسې په غره/ کوه سلېمان د لګيدلي اُور په اړوند پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (24 مې) د شيراني ضلعې ډپټي کمشنر اعجاز احمد جعفر وي او اې ډيوه ته ويلي وو، اُور مړ کړی شوی دی.

خو نن ځايي خلکو ويلي د شرغلي په غره کې لوګي ليدل کيږي.

ملک عبدالستار شيراني چې ځان د سورلکۍ يونين کونسل څخه معرفي کوي، وايي، اُور قابو شوی خو پرون ماښام لمبې ليدل شوي او نن لوګي ليده کيږي او که هوا راغله دوی ویره لري چې اُور بيا تازه نه شي، ونه لګي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل نن سهار يې احتجاج کړی او غوښتنه کوي چې څو پورې دا اُور په بشپړ ډول نه وي ختم شوی، تر هغې دې امدادي کارونه روان وي.

او ډپټي کمشنر اعجاز احمد جعفر وايي، امدادي کارونه روان دي ټيمونه په موقع موجود دي.

د لوګي ليدو په اړوند وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دومره ډېر اُور لګېدلی وو، سکروټې يې لا پرتې او په دوه درې ځايونو کې لوګی خيژي او دوی دغلته اوس هم امدادي کار کوونکي ليږي چې دغه سکروټې هم سړې کړي.

هغه زياته کړه نن سهار يې د هيلي کاپټر د لارې په خپله ځنګل کتلی دی.

هغه وويل د ايران څخه د اُور مړولو دپاره راغلی جهاز لا موجود دی او نن به هم دغه جهاز په اُور اوبه پاشي او هيلي کاپټرې او ټول امدادي ټيمونه موجود دي، تر هغې به موجود وي څو پورې ځنګل د اُوره پاک کړی شوی نه وي.

د چارواکو په وېنا د کېسې د شيراني په غره کې په 26000 هېکټره (يو هېکټر دوه نيم اېکړه وي) باندې د زڼغوزې/ چلغوزې ځنګل دی او د ملګرو ملتونو د ادارې د سروی ترمخه په يو هېکټر کې 1500 ونې وې، د دې ځنګل څخه د کال په سر يواځې د شيراني ضلعې دوه نيم اربه روپۍ کاروبار کېدو، ګټه ترلاسه کېده، او د دې سره به يو ارب روپۍ اړونده په نورو مدنو کې لکه د لرګي، ټرانسپورټ او د مزدور په برخه کې ترلاسه کېدې.

د مرستيال کمشنر په خبره شیراني ضلعې پله په ځنګل اُور په 18 مې لګېدلی او بيا خور شوی خو ځايي خلک دعوه کوي چې دغه اُور د ډېره اسماعيل خان لخوا د کېسې غره په سلسله کې د مغل کوټ په غره کې په نهمه مې لګېدلی او بيا خور شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اُور نوټس اخستی او اړونده ادارو ته يې د اُور د مړولو لارښوونه کړې وه.
(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډیوه خبریال حفيظ الله شیراني شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG