لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د عمران خان لانګ مارچ ډي چوک پله روان دی، په رېډ زون کې پوځ په ځای کړی شوی


د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ/ لاريون چې اسلام اباد ته رسېدلی، دا وخت د زيارت/ پنجشنبې په سهار د اسلام اباد ډي چوک پله روان دی، بل لور ته حکومت د اسلام اباد په رېډ زون/ حساسه سيمه کې د امنيت دپاره پوځ په ځای کړی دی.

د پاکستان د ځايي ميډیا ترمخه د تحریک انصاف غړي ډي چوک ته رسېدلي خو ويل کيږي عمران خان چې په کوم کنټېنر ګاډي سور دی هغه لا نه دی رسېدلی.

په مطبوعاتو د خپرې شوې کورنيو چارو د وزارت د اعلاميې ترمخه حکومت د ايين د (245) مادې لاندې په رېډ زون کې پوځ په ځای کړی چرته چې سپريم کورټ، پارلیمنټ هاوس، صدارتي ماڼۍ، د وزيراعظم کور او دفتر، د پي ټي وي دفتر، پاکستان سيکرټريټ او ډيپلومېټک انکليو او سرکاري ودانۍ موقعيت لري.

سهار په پينځه نیمې بجې د تحریک انصاف فواد چودري په ټویټر ویلي وو عمران خان به لږه شېبه وروسته په سېنټورس پُل لومړۍ وېنا کوي. خو تراوسه دغه وېنا نه ده شوې.

بل لور ته د تحريک انصاف د لاريون اسلام اباد په رسېدو د لاريون کوونکو د مخې نيولو دپاره اوښکې بهيونکي ګېسونه هم کارول شوي خو ويل کيږي د تحريک انصاف غړو او پوليس ترمنځ ځای په ځای نښتې شوي او لاريون مخ په وړاندې تېر شوی دی.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، سپريم کورټ تحريک انصاف ته په (H9) علاقه کې د جلسې کولو مشروط اجازه ورکړی خو عمران خان د فېصلې سرغړونه کړې او کارکنانو ته یې ډي چوک ته د رسېدو ويلي دي.

هغه ویلي، په بليو ايريا کې شرخوشو ونو ته اُور اچولی، تاوان يې اړولی، په پوليسو يې حملې کړي دي. د شپې په لس بجې کړي ټويټ کې رانا ثناالله ويلي، پوليسو د خلکو په شا کولو دپاره اوښکې بهيونکی ګېس کارولی، او د امنیت په خاطر ډي چوک سيل/ بند کړی شوی دی.

د اسلام اباد پوليسو مشر (ايي جي) اکبر ناصر خان ويلي، رېډ زون ته داخلېدل به ونه زغمي شي مظاهرينو او مشرانو ته یې خواست دی چې د عدالت حکم ومني او رېډ زون ته د تلو څخه ډډه وکړي.

پوليسو ویلي، د مظاهرينو د ګټو/ ډبرو په ګوزارونو کې 27 افسران او ځوانان ژوبل شوي دي.

عمران خان پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (25 مې) د پېښور نه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی او په موټر وی د لاريون په وړاندې خنډان اېښودی شوي خو لاريون کوونکو لرې کړي او اسلام اباد ته پله تللي دي.

عمران خان چې د تېر اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحريک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، وايي په ملک کې دې زر تر زره انتخابات اعلان شي.

خو حکومت ویلي انتخابات به په خپل وخت کيږي.

تيره ورځ حکومتي وزيرانو ویلي وو د عمران خان لاريون ناکامه شوی دی.

په ځايي مطبوعاتو تېره شپه داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ خبرې شوي خو بيا ويل شوي دغه خبرې ناکامه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG