لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: حکومت دې په شپږو ورځو کې د انتخاباتو اعلان وکړي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر مخکني وزیراعظم عمران خان اعلان وکړو، حکومت ته شپږ ورځې وخت ورکوي چې د انتخاباتو اعلان وکړي او اسمبليانې ماتې کړي. بل لور ته مسلم ليګ ن ګوند وايي، "مېدان يې پرېښود او وتښتېدو".

د عمران خان په مشرۍ لاريون چې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (25 مې) د پېښور نه پېل شوی، نن سهار اسلام اباد ته ورسېداو په نهمه اېوېنیو ډي چوک ته د رسېدو نه وړاندې عمران خان د لاريون ګډون والو ته وېنا وکړه.

هغه وويل، "که حکومت په شپږو ورځو کې د انتخاباتو اعلان ونه کړو بيا به خلک راټولوي او اسلام اباد ته به راځي".

هغه زياته کړه، "پرېکړه يې کړې وه چې د اسمبليانو ماتولو او انتخاباتو د اعلان پورې به پرلت وهي خو په تيرو 24 ساعتونو کې هغه وليدل، چې حکومت اړی ګړی جوړول غوښته، خلک او پوليس يې یو بل ته مخامخ کول".

هغه په حکومت نيوکې وکړې چې د لاريون په وړاندې يې خنډان جوړ کړه خو سپريم کورټ ورته اجازه ورکړه.

خو د عمران خان د اعلان وروسته مسلم ليګ ن وويل، "مېدان يې پرېښود او وتښتېدو".

له دې وړاندې عمران خان ويلي وو تر هغې به په اسلام اباد کې کښېني څو پورې چې د انتخاباتو اعلان نه وي شوی.

تيره ورځ ناوخته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، سپريم کورټ تحريک انصاف ته په (H9) علاقه کې د جلسې کولو مشروط اجازه ورکړی خو عمران خان د فېصلې سرغړونه کړې او کارکنانو ته یې ډي چوک ته د رسېدو ويلي دي.

هغه ویلي وو، په بليو ايريا کې شرخوشو ونو ته اُور اچولی، تاوان يې اړولی، په پوليسو يې حملې کړي دي. د شپې په لس بجې کړي ټويټ کې رانا ثناالله ويلي، پوليسو د خلکو په شا کولو دپاره اوښکې بهيونکی ګېس کارولی، او د امنیت په خاطر ډي چوک سيل/ بند کړی شوی دی.

د ځايي ميډیا ترمخه د لاریون په مهال په اسلام اباد کې یو مېټرو سټېشن هم سوځول شوی دی.

د اسلام اباد پوليسو مشر (ايي جي) اکبر ناصر خان ويلي وو، رېډ زون ته داخلېدل به ونه زغمي شي مظاهرينو او مشرانو ته یې خواست دی چې د عدالت حکم ومني او رېډ زون ته د تلو څخه ډډه وکړي.

پوليسو ویلي، د مظاهرينو د ګټو/ ډبرو په ګوزارونو کې 27 افسران او ځوانان ژوبل شوي دي.

د تحریک انصاف د لاريون اسلام اباد ته رسېدو په مهال د کورنيو چارو د وزارت اعلاميه خپره کړې وه چې پکې ويل شوي وو، حکومت د ايين د (245) مادې لاندې په رېډ زون کې پوځ په ځای کړی چرته چې سپريم کورټ، پارلیمنټ هاوس، صدارتي ماڼۍ، د وزيراعظم کور او دفتر، د پي ټي وي دفتر، پاکستان سيکرټريټ او ډيپلومېټک انکليو او سرکاري ودانۍ موقعيت لري.

پرون چې د پاکستان تحريک انصاف لاريون د خېبرپښتونخوا او پنجاب څخه اسلام اباد ته تلو په لاره کې ورته کنټېنرې اېښودی شوې خو لاريون کوونکو لرې کړې او په دغه مهال ځای په ځای پوليسو په احتجاج کوونکو اوښکې بهيونکی ګېس هم ويشتی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG