لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمردان سیداحمد جان خپل ژوند دپي ټي ایي لاریون کې وبایلو خو ګوندي مشران یې جنازې ته نه دي ورغلي


د تحریک انصاف ګوند فعال سید احمد جان تیره ورځ اسلام اباد ته دلاریون په مهال د اټک پل نه لاندې غورځېدلی او مړ شوی ؤ چې نن یې جنازه په مردان کې شوې ده خو کورنۍ یې وایي چې دتحریک انصاف مرکزي مشران یې جنازې ته نه دي ورغلي.

دهغه دکورنۍ په وینا سیداحمد جان نه پنځه ماشومان یتیمان پاتې شوي چې درې پکې هلکان او دوه جینکۍ دي.

دنوموړي تن دکورنۍ په وینا لاریون کې مړ شوی سیدا حمد جان یو بې وزله تن ؤ چې دکباړ په روزګار یې خپله ټوله کورنۍ پاله بلکې هغه دخپل کور د ګټې وټې یوازینی وسیله وه.

دخیبر پښتونخوا مردان 30کلن سید احمد جان دی تیره ورځ د خیبر پښتونخوا نه اسلام اباد پله د تحریک انصاف د لاریون په مهال د اټک پل څخه ښکته غورځېدلی اؤ مړ شوی ؤ.

دهغه مشر ورور محمود جان وي او ای ډیوه ته وایي د ورور نه یې پېنځه ماشومان یتیمان پاتی شوي دي.

دهغه په وینا سید احمد جان د کباړ کار کولو او دخپل کور دګټې وټې یوازینی بنیادم ؤ.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مردان کې دسید احمد جان جنازه شوې ده خو دهغه خپلوانو او ځایي خلک وایي په دې جنازه کی د تحریک انصاف ګوند کوم مرکزي غړی ګډون نه دی کړی .

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د سوشل میډیا د لارې ویلي هغه د سید احمد شاه په مړینه غمژن دی او د کورنۍ په غم کې شریک دی.

وزیراعلا په ټویټر خپل پېغام کې دا هم ویلي چې دسید احمد جان کورنۍ به یوازې نه پرېږدي.

ډیوه سره خبرو کې د سید احمد جان ورور محمود جان وایي "سیاسی ورکر ځان وژني، څومره هلې ځلې چې کوي نو ورکر یې کوي او پکار ده چې د هغې ورکز تپوس هم بیا وشي او که د ورکر تپوس ونه شي نو بل ورکر به بیا ځان ساتي"

تیره ورځ د مرکزي حکومت په ضد د تحریک انصاف ګوند په لاریون کې تر ټولو زیات ځوانان د خیبر پښتونخوا صوبې دبیلابیلو سیمو څخه تلي وؤ.

په سوشل میډیا لیدل کیږي چې د پي‌ ټي ایي فعالینو داټک پل نه لویدلی ځوان احمد جان په لاسونو کې اخستی او د هغه د بچ کولو هڅې کوي خو هغه خپل ژوند په دغه لاریون کې وبایللو.

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر حیدر خان هوتي دتحریک انصاف ګوند په لاریون کې د سېاسي فعالینو او سرکاري ملازمینو په مرګ ژوبله غم او خفګان ښکاره کړی او وایي د پاکستان سیاست کې چې عدم برداشت او تاؤ تریخوالي کومه وده کړې ده دا په ټول هیواد کې سېاست او جمهوریت ته نقصان رسوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په دی لاریون کې تر ټولو زیات پښتنو ځوانانو ګډون کړی او داسې احتجاج نه دی پکار چې خلکو ته نقصان ورسوي.

دحیدر هوتي په وینا "پرون چې کوم مارچ شوی نو اکثریت پکې د پښتونخوا نه خلک تلي وؤ، د پښتونخوا سرکاری وسایل هم استعمال شوي او بیا یې د سپریم کورټ د حکم سرغړونه کړې ده، داسې احتجاج چې پکې د خلکو ژوند ته نقصان رسي، ډډه ورڅخه پکار ده"

دپاکستان مرکزي حکومت ویلي تیره ورځ د پاکستان سپریم کورټ تحریک انصاف ته د جلسې اجازه ورکړې وه خو دغه ګوند دسپریم کورټ د فيصلې نه سرغړونه کړې او کارکنان یې ډی چوک ته رسولي وؤ.

حکومت دا تور هم لګوي چې د تحریک انصاف کارکنانو په اسلام اباد کې سرکاری او غیر سرکاري ودانیو ته نقصان رسولی دی .

د پنجاب پولیس وایي دپي ټي ایي په لاریو کې شاملو کسانو کارکنانو 27 افسران او ځوانان ژوبل کړي دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان اسلام اباد ته دخپل ګوند دپلویانو رسولو نه وروسته نن د زیارت په ورځ دخپل احتجاج ختمولو اعلان کړی خو په سوشل میډیا نیوکې کیږي چې هرکله دعمران خان هیڅ یوه غوښتنه هم ونه منل شوه نو هغه دا لاریون ولې وکړو؟ اؤ زیاتوي ددې لاریون زیانونونه خو څرګند دي خو ګټه یې هیڅ په نظر نه راځي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان ویلي که حکومت په شپږو ورځو کې دننه دنوؤ انتخاباتو اعلان ونه کړو نو دی به یو وارې بیا دخپل ګوند دپلویانو سره اسلام اباد ته لاریون وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG