لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دګاډو کاروباریان وایي دتیلو بیعو لوړیدو سره به دهغوئ دکورونو دانغرو اور مړ شي


خیبر پښتونخوا مردان ښار کې د ګاډو کاروبار کوونکي وایې د تیلو په بیعو کې زیاتوالی به روزګارونه اغیزمن او د هغوئ د انغرو اورونه به مړه کړي.

په مردان ښار کې د ټرانسپورټرانو اتحادیه وایي په حکومت کی ناستو سیاسي مشرانو به وړاندې د ګرانۍ په ضد احتجاجونه کول خو اوس دوئ په خلکو دګرانۍ نور بوج زیات کړی.

د اتحادیې مشر والد میر وی او ای ډیوه ته وایي په سلګونو خلک دګاډو د روزګار سره تړلې دي او دهغوئ د بچو ژوند به سخت اغیزمن شي.

دهغه په وینا "چې ټرانسپوړټ روان وي نو دی سره هر سړی په روزګار دی مستري، ټایرونو واله ، پرزو واله په روزګار دی، ددې ګاډو سره زمونږ د بچو رزق تړلی دی او د تیلو زیاتو بیعو سره به هر څه په ځائ اودریږي"

مرکزی حکومت د نن نه د پټرولو او ډیزلو په بیعو کی 30 روپی لیټر اضافه کړې او دې نوؤ بیعو سره دیو لیټر پټرولو بيعه 180روپو ته رسیدلې ده،همداشان دډیزل بیعه175، د لایټ ډیزلو 149 او د خاورو دتیلو بيعه 155 روپو ته زیاته شوې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر وایي روانه میاشت په وړومبیو 15 ورځو کې حکومت په تیلو 55 اربه روپۍ رعایتونه ورکړي او هم ددې له وجې د پټرولو استعمال زیات شوی او په بهرني اکاونټ هم فشار دی.

مفتاح اسماعیل د ټویټر د لاری وایي غیرملکي زرمبادله په تیزۍ سره کمیږي او دمالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه د پور اخستو دپاره یوازینۍ لاره داده چې په تیلو د تیر حکومت له خوا ورکړی شوي رعایتونه ختم کړل شي.

د تیلو کاروبار کوونکي وایي د تیلو د ګرانیدو وړاندې دکمپنو له لوري هغوئ ته سپلایي هم کمه شوې او د تیلو د کمي له امله هم کاروبارونه اغیزمن شوي دي.

په مردان ښار کې د ځایې پټرول پمپ منیجر بابر خان وایي هغوی نه شی کولی چی تنخاګانې ورکړي.

دهغه وینا ده د تیلو ګرانۍ سره به په ملکي کچه ګراني نوره هم زیاته شي.

"د کوم ګاډي چې به د 20زرو روپو تیل لګیدل هغه به اوس 30 زره روپو ته ورسې او کوم خوراکي شیان او سبزیانې چې د بل ځائ نه راځي د هغی نرخونه به نیم په نیمه سېوا شي"

رویټرز خبري شبکه وایي په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې نورې هم زیاتې شوي او په دې کې د 3 نه تر 4فیصدو پوری اضافه شوې ده.

د خبر تر مخه دبرینټ کروډ ایل یو بیرل بيعه 117 ډالره او د ډبلیو ټي ایي بیعه 114 ډالرو ته رسیدلې او د پاکستان د تیلو زیاته برخه د بهرنیو هیوادونو نه درامد کیږي .

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG