لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي چا سره یې ساز باز نه دی کړی خو که اسلام اباد کې کېښناستو نو مرګ ژوبله به کیده


دپاکستان پخوانی وزیراعظم وایي چې هغه نه چا سره دسازباز په کولو اسلام اباد کې خپل لانګ مارچ ختم کړی اؤ نه یې دا کمزوري وه خو وایي ویره یې لرله چې که دغلته کښیناستل نو مرګ ژوبله به کیدله.

دجمعې په ورځ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال عمران خان وویل هغه دشپږو ورځو مهلت ورکړی دی اؤ که په دې شپږو ورځو کې دټولټاکنو اعلان ونه کړی شو یا اسمبلۍ ماتې نه کړی شوې نو هغه به بیا را اوځي اؤ دا ځل به دبشپړې تیارۍ سره احتجاج کوي.

خو دواکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وایي چې عمران خان دشرمندګۍ اؤ ناکامۍ پرته په لاس کې هیڅ نه لري اؤ د ۳۰لکو خلکو احتجاج له د راوستو برعکس یې ۲۰زره کسان هم راټول نکړی شول چې په دې ذهني حالت د رحم جوګه شوی دی.

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اوړمه ورځ دخپلو پلویانو سره اسلام اباد ته دپېښور نه لاریون کړی ؤ چې ددغه لاریون په مهال دپولیسو اؤ دتحریک انصاف دپلویانو ترمنځ نښتې هم شوې اؤ دحکومت په وینا ۳۱ پولیس عسکر پکې ژوبل شوي دي.

تحریک انصاف ګوند وایي ددوي دوه فعالین هم په دې احتجاج کې دپولیسو له لوري وژل شوي.

اسلام اباد ته له رسیدو وروسته عمران خان دخپل لانګ مارچ ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ حکومت ته یې دشپږو ورځو په مهلت ورکولو ویلي وؤ که دې شپږو ورځو کې اسمبلۍ ماتې نکړل شوې اؤ دنوؤ انتخاباتو اعلان ونه کړل شو نو دی به بیا دخپلو ۳۰لکو پلویانو سره اسلام اباد ته احتجاج لپاره راځي.

پریس کانفرنس ته خپله وینا کې عمران خان وویل "دسپریم کورټ مشر قاضي ته مې لیک استولی اؤ پوښتنه مې ترې کړې ده چې ایا په جمهوریت کې داحتجاج حق وي که نا؟ که مونږ ته داحتجاج حق هم راکول کیږي بیا راسره کومه لاره پاتې کیږي؟ شپږو ورځو کې به راته معلومه شي چې سپریم کورټ زمونږ حقونه خوندي کوي که نا؟ مونږ ته دعدالت نه خوندیتوب پکار دی چې دا زمونږ حق دی"

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې عمران خان دفتنه خان په نوم یاد کړې اؤ دهغه دڅرګندونو په غبرګون کې یې په ټویټر لیکلي فتنه خان چې کوم سپریم کورټ‌ ته څو ورځې وړاندې پورې کنځلې کوې نن هم دهغه سپریم کورټ تر سیوري خپله دانتشار ایجنډه سرته رسول غواړي.

هغې ویلي سپریم کورټ ته به بیدار پاتې کیدل اؤ ددې سیاسي جګړې نه ځان په ډډه ساتل وي ګنې دجانبدارۍ تاثر به نور هم پیاوړې کیږي اؤ عدلیې لپاره دادارې په توګه دا نقصاني خبره ده

عمران خان وویل دا ځل چې احتجاج ته وتلی ؤ نو څه تیاري یې ورته نه وه خو وایي اوس که یې غوښتنې ونه منل شوې نو دبشپړې تیارۍ سره به میدان ته اوځي.

په سوشل میډیا ګڼو فعالینو دعمران خان دا خبره دهغه دګوند دلانګ مارچ دناکامۍ اعتراف بللی دی اؤ وایي عمران خان سره دهغه ددعوې برعکس کم خلک اسلام اباد ته تللي وؤ ځکه یې خپل لانګ مارچ ختم کړی دی.

عمران خان اسمبلیو کې کیدونکې قانون سازۍ ته هم د ډرامې نوم ورکړی اؤ وایي" زه له عدلیې پوښتنه کوم چې ایا مونږ باید دګډو،بېزو په څېر پورته کیدونکي ګامونه ومنو ،داسې به هیواد کې اړی ګړی خوریږي"

نوموړي هیواد کې دتیلو په بیعه کې دشوې اضافې هم په سختۍ سره غندنه وکړه اؤ وئ ویل حکومت دایي ایم ایف فشار ته په غاړې اېښودو دپټرولو اؤ ډیزلو نرخ کې ۳۰ روپۍ اضافه وکړه چې تر دې وړاندې دومره ستره اضافه کله هم نه وه شوې .

عمران خان وایي بهرني قوتونه نه غواړي چې پاکستان پخپلو پښو ودریږي .

هغه وویل وویل دده په حکومت هم دایي ایم ایم فشار ؤ خو دغو فشارونو ته یې غاړه اېښې وه خو وایي موجوده حکومت پریشر ته ټینګ نه شو اؤ دتیلو بیعې یې سیوا کړې.

خو دهیواد داطلاعاتو مرکزي وزیرې بیا دعمران خان دا دعوه رد کړې چې ګنې عمران خان دایي ایم ایف فشار ته غاړه اېښې وه.

خپل یو بیان کې داطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب ویلي عمران خان ایي ایم ایف سره ژمنه کړې وه چې هره میاشت به د پټرولو نرخ لوړوي خو کله چې ورته معلومه شوه چې دهغه پرضد دبې باورۍ تحریک بریالی کیږي نو په هغه ورځ یې په پټرولو رعایتونه اعلان کړل.

عمران خان وویل روسیې ته یې سفر د ټولو په مشوره کړې ؤ اؤ غوښتل یې د روس نه په ارزان نرخ پټرول واخلي خو په دغه سفر ترې امریکا خفه شوه .

تر دې وړاندې هم عمران خان دعوې کړي چې هغه روسیې نه په کمه بیعه تیل اخستل غوښتل خو څېړونکي وایي کله چې هغه دخپل حکومت په وروستیو کې ماسکو ته سفر کړی ؤ نو په دغه سفر کې روسیې نه په ارزان نرخ دتیلو اخستو هیڅ تړون نه ؤ شوی.

هغه ویلي چې کله به هم موجوده امپورټډ حکومت ونه مني اؤ په ضد به یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي

دعمران خان دې تازه څرګندونو ته خپل غبرګون کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ټویټر لیکلي کوم انقلاب چې دپولیسو په لیدلو سره په منډه شي هغې ته په ګوټ اوبو کې ځان وژل پکار دي.

مریم نواز ویلي چرته د ۳۰لکو کسانو دعوه اؤ چرته ۱۰ زره نندارچیان.

هغې دعمران خان په ذهني وضعیت هم پوښتنه راولاړه کړې اؤ مشوره یې ورکړې ده چې باید په داسې ذهني حالت کې دمیډیا نه ځان په ډډه وساتي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG