لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: د یرغل د پیل راهیسې مو څه کم ۳۰۰۰۰ روسي‌ سرتیري‌ وژلي دي


واشنګټن - د خارکیېف په شمال او ختیځ کې توده جګړه روانه ده، روسانو د لیمن ښار نیولی دی

رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو ادعا کړې چې د جمعې په ورځ یې د جګړې په ډګر کې د لېمن مهم ښار نیولی دی او داسې ښکاري چې اوکراین منلې ده.

دا په داسې حال کې چې ماسکو د اونیو راهیسې دغلته په خپل پوځي پرمختګ باندې زور اچولی.

بل پلو روسي ځواکونه په شمال ختیځ کې چې لا له مخکې څخه د روس پولو ته په شا تمبول شوي وو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ داسې ښکارېدل چې غواړي نوي ځوابي عملیات پیل کړي.

د لویدیځ چارواکي وايي‌، داسې نه ښکاري په اوکراین دې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د روس روان یرغل پای ته ورسېږي.

د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیېف کې چارواکي وايي، د روسانو په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه اوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي او ددغه ښار په شمال او ختیځ کې درنه جګړه روانه ده.

په خارکیېف کې عیني شاهدانو هم د درنو چاودنو خبر ورکړ، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه کوښښ کوي د ښار په شمالي برخو کې خپلې مورچلې ځواکمنې کړي.

له خارکیېف څخه د دې میاشتې په سر کې روسي ځواکونه په شا تمبول شوي ‌وو خو اوس داسې ښکاري چې ماسکو غواړي بېرته پر مخ ولاړ شي.

روسي ځواکونو له خارکیېف سره نېږدې د جګړې د پرمختګونو په اړه لا څه نه دي‌ ویلي، خو د روس د پوځ لخوا په ټولینزو رسنیو باندې د اوکرایني ځواکونو پرضد د پرمختګونو خبرونه ورکول کېږي چې په هغو کې د ډانباس سیمه هم شامله ده.

د امریکا ددفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، که څه هم د خارکیېف شاخوا د جګړې راپورونه زیات شوي خو بیا هم تر اوسه د جګړې په ډګر باندې کوم ستر بدلون نه دی راغلی.

هغه د خپل نوم د نه شودلو په شرط ویلي، "مونږ اوس داسې ارزوو چې اوکرایني ځواکونو روسي ځواکونه په شا تمبولي او اوس د روس د پولې په لس کیلومټرۍ کې پراته دي.

د دې ترڅنګ د اوکراین په ختیځ کې روسانو د پام وړ لاس ته راونې لرلي چې په هغو کې په سوېرو ډونیڅک کې د پپوسنا ښار هم شامل دی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي ويلي، "مونږ باور لرو چې روسي ځواکونه په دې توانېدلي چې په شمال ختیځ کې د سوېرو ډونیڅک اکثره سیمې ونیسي. خو دوی په دې نه دې توانیدلي چې په بشپړه توګه یې ترلاسه کړي ځکه اوکرایني ځواکونه لا تر اوسه هم هلته جګړه کوي."

د اوکراین چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ منلې ده چې روسانو په ختیځ کې د دوی د سرتېرو د کلابند کولو هڅه وکړه او په سوېرو ډونیڅک او او لسېچنسک ښارونو کې یې پرمختګ کړی.

د اوکراین پوځي چارواکو رویټرز ته ویلي، "روس پرمختګ کړی خو مونږ ټول هغه څه کوو چې امکان ولري."

الجزیرې د سېوېرو ډونیڅک د پخواني ښاروال له خوړلې خبر ورکړی چې د اوکراین په دغه ختیځ ښار کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اوکراین په جګړه کې دوه اړخیز زیانونه:

بل پلو د اوکراین پوځ دعوه کړې چې دوی تر اوسه د یرغل له پيل راهیسې ۲۹۶۰۰ روسي سرتېري وژلي دي.

امریکایانو اټکل کړی، چې روسانو په دغه جګړه کې کابو یو زر ټانکونه، ۴۰ الوتکې، تر ۵۰ زیاتې هیلې کوپټرې او ۳۵۰ توغندي له لاسه ورکړي.

خو امریکايي چارواکو د روسي سرتېرو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

روس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، د دوی ځواکونو تر اوسه د اوکراین ۱۷۹ الوتکې، ۱۲۷ هیلې کوپټرې، تر زرو زیات ډرونونه، په سلګونو د الوتکو ضد توغندي‌ او تر ۱۶۰۰ زیات د توغندیو سیستمونه ویجاړ کړي دي.

بي بي سي د اوکراین د ماليې د پخواني‌ وزیر له خولې ویلي، چې هېواد یې د روس له یرغل وروسته بیارغونې ته ۷۵۷ بیلینه ډالرو ته اړتیا لري.

سي ان ان د یو حقوقي راپور پر بنسټ خبر ورکړی چې تر ۳۰ زیات پوهانو روس په اوکراین کې په ټول وژنې یا قتل عام باندې تورن کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG