لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داحتساب اؤ الیکشن قواننیو کې دبدلون قانوني مسودې دسینیټ نه هم منظورې کړی شوې


له قامي اسمبلۍ وروسته د پاکستان سینیټ کې هم د تحریک انصاف د سخت احتجاج سربیره د احتساب او انتخاباتو ایکټ کې دبدلونونو قانوني مسودې منطور کړل شوي دي.

دجمعې په ورځ دسینیټ دچیرمین صادق سنحرانې په مشرۍ دسینیټ غونډه کې د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ د نیب او مرتضا جاوید عباسي د الیکشن ایکټ کې دبدلونونو قانوني مسودې وړاندې کړې دي-

د قانون د منظورۍ په مهال د پي ټي ایي سینیټر شهزاد وسیم وویل بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیان د ووټ د حق څخه محرومه نه شي پاتې کیدلې او د رایو دشمیر دبرقي مشن په استعمال به هم ساز باز نه کوي-

د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ په دې مهال وویل بهرنیو هیوادونو کې دمیشت پاکستانیانو د ووټ حق به نه ختموې البته دغه واک الیکشن کمیشن ته ورکړی شوی دی او هڅې به کیږي چې د یو پایلټ پروجیکټ د لارې شورو کړی شي-

هغه د نیب قانون کې د بدلون څخه هم دفاع وکړه او وئ ویل د نیب قوانین پخواني امر معارفي کړي وؤ چې د سیاسې انتقام د پاره کارول شوي دي-

بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیانو ته د ووټ د حق په اړه قانون کې د ترمیم وروسته پر ټولنیزو رسنیو سخت عکس العمل مخې ته را روان دی-

په لندن کې میشت پاکستانی وګړی احتشام الحق وایي بهرنې هیوادونو کې اوسیدونکې پاکستانیان هم ټاکنو کې ووټ کارول غواړې، هغه یوازې د پیسې رالیږلو مشینان نه دي-

دټولنیزو رسنیو یوه بله فعاله ډاکټره فاطمه لیکي " بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیان دې هیواد ته دپیسو لیږلو عمل ودروي- دا د ووټ ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده"

یو بل فعال ډاکټر جمیل الرحمان لیکي "ډالر غواړي خو سیاسې نظام کې زمونږ برخه نه"

ذکر شوي دواړه قوانین تیره ورځ قامۍ اسمبلې څخه په اکثریت منظور شوی وو-

د نیب ارډیننس کال ۱۹۹۹ کې دتجویز کړل شوي بدلون تر مخه دنیب چیرمین چې خپله درې کلنه دماموریت موده سرته ورسوي نو له هغې وروسته به بیا دنیب چیرمین نه شي جوړیدی.

د قانون تر مخه که وزیراعظم او مخالف ګوندونه پر دې اتفاق ونه لري نو معامله به پارلیماني کمیټې ته لیږل کیږي او پارلیماني کمیټه به په ۳۰ ورځو کې د نیب د چیرمین نوم ټاکي-

د نیب په قانون کې دمرکزي او صوبایې مالیې راغونډولو معاملې د نیب څخه اخستل شوي او نیب به نیول شوی یو تورن تن په ۲۴ ساعتو کې عدالت ته د وړاندې کولو پابند وي-

قانوني مسوده کې د نیب له اړه د ریمانډ موده د ۹۰ ورځو څخه ۱۴ ورځو ته راښکته کړی شوې ده-

دقانون تر مخه د وفاقي او صوبایي کابینو پر پریکړو، د پرمختیایي پروژو کې دغبن په تورونو او د یوې ریګولیټري ادارې پر پریکړو به نیب کارروایي نه شي کولی-

دپاکستان موجوده حکومت د تحریک انصاف پر پخواني حکومت تورونه لګوي چې داحتساب ملي اداره یې د دوئ پرضد سیاسي انتقام لپاره کاروله او د نیب چیرمین دتحریک انصاف د خوښې په اساس پرېکړې کولې.

د نیب د اوسني چیرمین د ماموریت موده د راتلونکي جون په دویمه نیټه سرته سیدونکې ده او د نوي چیرمین د پاره د حکومت او مخالفو ګوندونو تر منځ سلا مشوره روانه ده-

بل ارخ ته د تحریک انصاف د مشرانو وینا ده چې اوسنی ایتلافي حکومت د خپلو مشرانو په ضد دغبن روانو مقدمو کې دهغوئ دبچ کولو لپاره دغه پرېکړې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG