لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملت پاله ګوندونه:دبجټ خساره دې ددفاعي لګښتونو په ګنګل کولو پوره کړل شي


د پاکستان مرکزى حکومت د لويې کچې بجټ خسارې د پوره کولو په ترڅ کې د روان مالي کال 2021_22م د ترقياتي منصوبو لپاره د فنډونو جارى کول ودرولي دي خو د هېواد پښتون ملت پاله ګوندونو دا فېصله غندلې ده او وایي باید چې دا خساره د دفاع په څانګه کې د روانو لګښتونو په ګنګل کولو سره پوره کړی شى.

د زيارت په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته خپله وینا کې د منصوبه بندۍ او پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال د پاکستان تحریک انصاف د تېر حکومت په اقتصادي تګلارو ټکونه کړي او وېلي یې دي چې د هېواد په 75 کلن تاريخ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تباهۍ نه د ډکو اقتصادي پالیسيو مثال نه موندل کېږي.

هغه وویل دا پېټی تر دې رارسیدلی چې په لومړي ځل د خزانې وزارت په ريکارډ بجټ خسارې د قابو موندلو په ترڅ کې د روان مالي کال 2021_22م د وروستیو دریوؤ میاشتو کې د ترقياتي پروګرامونو لپاره صفر رقم اېښودلی دی.

د پاکستان د بجټ خساره سږکال 13 بېيلنه ډالرو ته رسېدلې ده او حکومتي شمیرې ښایي چې تجارتي خساره هم 40 ارب ډالرو ته پورته شوې ده.

احسن اقبال وايي چې پاکستان چرته هم د وروستۍ درې میاشتنۍ مودې لپاره د صفر فنډز اجرا نه وه لېدلې او دا شان د 9 کهربه روپو ترقياتي پروګرام یې په 4 کهربه روپو ګنګل کړی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت د مالي کال 2020-21م په بجټ کې د مرکزي ترقياتي کارونو لپاره 900 بېلېنه روپۍ ايښودلې وې چې په تېر کال کې پکې دوه وارې کمی راوستل شوی او دا اوس 400 بېلېنه روپو ته لاندې راغلي دي.

د پاکستان پښتون ملتپالو ګوندونو د اتحادي حکومت دا پرېکړه غندلې ده.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې د ملى جمهوري غورځنګ ګوند د مالي چارو د کمېټې غړې بشرا ګوهر وايي پاکستان دېواليه شوی دی.

هغه وايي هسې هم د هېواد ترقياتي بجت ډېر کم وى خو وايي که وکتل شي نو ددفاع بجټ نه پیسې نه کمیږي او هم دا شان غټ غټ کارپوریشنز یا ادارو او عسکري کاروبارونو ته ټېکسونو بخښل شوي دي او باید چې دا بېرته واخستل شي نو هله به ولس د اقتصادي بد حالې دپېټي تر څه حده پرځان وړولو ته غاړه کېږدي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان هم د بشرا ګوهر د درېځ سره اتفاق کوي او وايي باید چې حکومت د بجټ خسارې په راکمولو کې د وزير اعظم او صدر دماڼیو خرچې ګنګل کړي.

د کال 2021_22م په مالي بجټ کې د دفاع لپاره 1.37 ټرېلين روپۍ ايښودل شوي چې د ټول بجټ 16 فيصدي برخه ده او دا د مالي کال 2020-21 په پرتله 6 فيصدي زياته ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د ایس ډي پي اى اېګزیګټيو ډاېرکټر عابد قيوم سلهري ډيوه ته وايي د کال 2021_22م په مالي بجټ کې چې څومره د لګښتونه اندازه لګول شوې وه هغه له خپله حده اوړېدلې دي او بجټ خساره کې اضافه راغلې ده.

هغه وايي ددې علت د تېلو نرخونو او د هېواد په درامدي بل کې راغلې اضافه ده خو نوموړی وايي دا تاثر سم نه دی چې ګواکې دفاعي بجټ د ترقياتي بجت برخه نه ده.

وايي څنګه چې په نورو لګښتونو د فنډونو د ګنګل کېدو اغېز کېږي هم دا شان د دفاع وزارت لاندې د ددفاع لګښتونه هم ګنګل کېږي.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين وايي په بجټ خساره د قابو موندلو لپاره حکومت دا وخت يوخوا د غېر ضروري څېزونه په درامد بندېز لګولی او درامدي بل کموى نو ورسره یې د تېلو نرخونه هم سېوا کړي او حکومت چې به د تېلو په يو لېټر کوم د 50 روپو رعایت ورکولو نو هغې یې ختم کړو. دا د مېاشتې 120 بېلين روپۍ جوړېږي او دغه شان په بجلۍ ورکړی کېدونکې رعايتونه هم ختموى.

هغه وايي د پاکستان سياسي حکومتونو دا وس نه لري چې د دفاع په بجټ کې کمی راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG