لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوم تکبیر:څېړونکي وایي خپل ځپلي اقتصاد ته په کتلو به پاکستان ته خپلو دفاعي لګښتونو ته بیا کتنه کول وي


په داسې حال کې چې پاکستان نن په ۲۸مه مئ دخپلو ایټمي ازموینو ۲۴مه کلیزه د "یوم تکبیر" په نوم نمانځي څیړونکي وایي که چرې پاکستان ته خپله اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دې لپاره ورته اړینه ده چې پخپله دفاع کیدونکو لګښتونو ته بیا دسره کتنه وکړي.

دهند داټومې ازموینو په جواب کې پاکستان په ۲۸مئ کال ۱۹۹۸ کې دپینځوؤ اټومې چاودنو سره دخپل اټوم بریالۍ ازموینه کړې وه خو دهغې راپدیخوا په جوهري وسلو نظر لرونکې نړيوالې ادارې سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټیټیوټ د کال 2020م د پخپل رپورټ کې ویلي‌ چې پاکستان او هندوستان په تېرو لسو کلونو کې د خپلو جوهري وسلو په شمېره کې دوه چنده اضافه کړې ده.

دپاکستان ددفاعي چارو پوهان وايي دپاکستان تل د هندوستان سره حالات کړکيچن پاتې شوي دي او پاکستان هم بيا په داسې حالاتو کې په دې منطقه کې دتوازن ساتنې او د خپلې ژغورنې او بل ويرولو د پاره اټومي وسلې ساتلي دي۔

"د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو دمطالعاتو دڅانګې استاذ ډاکتر جميل احمد چترالي وي او اې ډيوه ته وايي اوس د وسلو په ځائ دټيکنالوجۍ او عقل په بنیاد جګړې کیږي او ډېر داسې څيزونه دي چې اوس په هغې کې پاکستان له اصلاحات کول پکاري دي۔

نوموړي وويل که چيرې اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دا هرڅه به هلته کېږي "چې کله مونږ په امنيت کیدونکو خرچو ته بيا کتنه وکړو"

هغه زياته کړه د پاکستان په امنيت سازباز نه دی پکار خو په اوسني وخت کې دې ته بيا کتنه پکار ده.

په نړيوال کچه د څيړنې د ادارې (ايس ايي پي ار ايي) د شمېرو ترمخه، په کال ۲۰۲۱ کې پاکستان د جي ډي پي ۸۔۳ فيصده يعنې ۳۔۱۱ بيلنه ډالر په دفعه يا په پوځ لګولي دي۔

دغه اداره زياتوي پاکستان په هغو ۴۰ هيوادونو کې شامل دی چې په کال ۲۰۲۱م کې يې په پوځ ډېرې پيسې لګولي دي۔

څيړونکي وايي په دې وخت کې پاکستان سره ايټمې وسلې شته او بيا په دوديزې يا روايتي وسلې جوړولو بايد دومره ډېرې پيسې ونه لګولئ شي۔

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي پخپله مني چې اقتصاد یې دسقوط حالت ته رسیدلی دی اؤ خپل ضرورتونه دنورو هیوادونو اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو نه په سود دپورونو ترلاسه کولو دلارې پوره کوي.

خو څېړونکي وایي اوس دنړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې دپاکستان بد اقتصادي حالت اؤ سیاسي ناقرارۍ ته په کتلو پاکستان ته له پورونو ورکولو هم ډډه کوي.

"د امنيتي چارو کارپوهه اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر بريګډير ريټائرډ سعد محمد وي او اې ديوه ته وايي دپاکستان دننه د ترهګرو ډلو له لوري او په کشمير کې چې څه روان دي نو دې د پاره خو ايټمي وسلې نه شي کارول کېدای ولې روايتي وسلې به کاروي۔

نوموړي د يوې پښتنې په ځواب کې وويل که يو هېواد وجود نه وي نو بيا په ښو اقتصادي حالاتو به څوک څه وکړي او پاکستان دا وخت په دفاع يا پوځ د خپلې جي ډي پي دوه نيم فيصده برخه مصرفوي کوي۔

هغه وويل د بل هېواد سره دې حد ته رسېدل نه دي پکار چې د ايټمي وسلې کارولو سره يې وجود ختم شي.

د ايس ايي پي ار ايي د ويب پانړې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه، پاکستان د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ مياشتې پورې ۱۶۵ واړه او غټ ايټمي بمونه لرل چې په نړۍ کې په زياتېدونکو وسلو کې شمارل کېږي۔

څيړونکي وايي ايمټي پروګرام نه ګټې هم ترلاسه کېدای شي او مثبت کارونو د پاره هم کارول کېدای شي خو له بده مرغه په پاکستان کې تراوسه دې نه خلکو ته ګټه نه ده ترلاسه شوې۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي هندوستان سره دپاکستان يو دوديز يا روايتي جنګ روان دی او په دې کې ايټمې وسلو ته هیڅ حاجت نشته.

ډیوه سره خبرو کې هغه "وويل زه دا ګڼم چې پاکستان له د دوؤ سوؤ پورې ايټم بمونه ساتل نه دي پکار ولې چې دې باندې د قامي خزانې نه ډېرې پيسې لګي"

هغه زياته کړه دايټمي بمونو په ساتنه او ژغورنه ډېرې پيسې لګي او تر اوسه ددې پيسو حساب کتاب هم نشته چې دا څنګه لګي او کوم ځائ نه راځي"

سټاکهوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ یا سیپري ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې پاکستان له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې اټومي وسلې چې په الوتکو او د ځمکنیو توغندیو باندې لېږدول کېدای شي.

ډاکتر ای اېچ نير چې د فزکس استاد هم پاتې شوی او په جوهري چارو نظر لري په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستان دا وخت په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې دنړیوال معیار نه هم زياته برخه ده.

دی وايي چې کله يو هيواد دخپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دایټمي وسلو دا زغل په داسې حال کې روان دی چې مطبوعاتي رپورټونه وایي په دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر خلک دغربت دلیکې نه هم ښکته ژوند کوي اؤ دخوراک،علاج اؤ تعلیم په څېر بنیادي اسانیو نه هم محرومه دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG