لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنسټي انټرنیشنل وایي تیرکال پاکستان اؤ دنړۍ نورو هیوادونو کې دتېزندۍ سزا کې اضافه لیدل شوې


دبخښنې دنړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشل د کال ۲۰۲۱م د يو راپور تر مخه په ټوله نړۍ کې د عدالتونو فیصلې ښایي چې د مرګ په سزا کې زياتوالی په نظر راغلی دی.

داېمنسټي انټرنېشنل د تېر کال ددغه کلیز راپور تر مخه پاکستان کې هم د مرګ سزاګانو ورکولو کې زياتوالی راغلی دی او ۱۲۹ نوؤ داسې مقدمو کې مجرمانو ته د مرګ سزا مجرمانو ته اورول شوې ده چې دا د کال ۲۰۲۰م د ۴۹ کسانو دتیزندۍ دسزا په پرتله ډېره سېوا ده.

د راپور تر مخه دنړۍ په شلو هېوادونو کې اېمنسټي انټرنېشل په دمرګ په سزاګانو کې ۲۰ فيصدي اضافه کتلې ده اؤ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې تېر کال څه ۵۷۹ کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي چې په دې کې تر ټولو زیاتې دمرګ سزاګانې په ايران کې ورکړل شوي دي.

په نړيواله کچه او پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د مرګ سزا یا تیزندۍ ته په ښه نظر نه ګوري.

پېښور کې يو وکيل علي ګوهر دراني وي او ای ډیوه ته وايي هغه د مرګ يا دتیزندۍ د سزا په حق کې نه دی، ځکه چې وختونه بدل شوي دي.

هغه وایي کلونه مخکې به د مرګ سزا د جرم نه منعې کولو او يا د يو دفاع کوونکي اقدام په توګه پکار راوستل کیده ، اوس هم په ډېرو هېوادونو کې دغه سزا په قانون کې شته. خو هغه وايي هغه پخپله ددې سزا په حق کې نه دی.

علي ګوهر دراني وايي"که د قانون يا انساني حقونو په نظر کې ورته مونږ وګورو نو نن د سترګې په بدل کې د سترګې ويستلو زمانه نه ده. اوس که مونږ وګورو نو دمړي يا مرګ کولو په بدل کې د مرګ سزا ته ډېر په ښه نظر نه کتل کيږي"

داسې اسلامي ملکونه چرته چې اوس هم د تیزندۍ سزا په قانون کې شته سعودي عرب هم پکې شامل دی

د اېمنسټي انټرنېشنل د تېر کال د راپور تر مخه پروسکال په سعودي عرب کې د مارچ په مياشت کې په يوه ورځ ۸۰ کسانو ته دتیزندۍ سزا ورکړل شوې ده، او تېر کال په سعودي عرب کې هم په داسې سزاګانو کې يو په دوه زياتوالی په نظر راغلی دی.

مدني فعال او وکيل طارق افغان وايي پاکستان کې هم د وژنې يا د مذهب سپکاوي، ترهګرۍ او د جنسي تېریو مجرمانو لپاره د مرګ سزا په قانون کې شته خو هغه وايي دانساني حقونو دیو فعال په توګه هغه دا مني چې په دې ډول سزاګانو ددې جرمونو مخ نيوی نه شي کېدلی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي پکار ده چې د زندان په نظام کې داسې اصلاحات وشي چې په سنګینو جرمونو کې دککړو خلکو اصلاح وشي اؤ هغوي يو ځل بيا د ټولنې ښه وګړي جوړ شي.

دطارق افغان په وینا په پرمختللې نړۍ کې جېلونه د خلکو د لارښوونې او د هغوي ژوند بدلولو لپاره کارولی کيږي. نو دا نظام دلته هم ښه کول پکار دي.

هغه وایي "که مونږ د تیزندۍ سزا ختمول غواړو نو د هغې لپاره مهمه دا ده چې د جېلونو حالات دې ښه کړو. پکار ده چې په هغې کې سهوليات وي. که چرې يو تن په غلطۍ سره يو جرم وکړي او دی جېل ته لاړ شي نو چې دده نه لویې مجرم جوړ نه شي بلکې هغه د جېل نه يو ښه انسان را اوځي"

داېمنسټي انټرنېشنل د تېر کال ددغه کلیز راپور تر مخه پاکستان کې هم د مرګ سزاګانو ورکولو کې زياتوالی راغلی دی او ۱۲۹ نوؤ داسې مقدمو کې د مرګ سزا مجرمانو ته اورول شوې ده چې دا د کال ۲۰۲۰م د ۴۹ کسانو دتیزندۍ دسزا په پرتله ډېره سېوا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG