لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا وزیراعلا محمودخان د وزیراعظم اؤ داخله وزیر پرضد د قتل د مقدمو درج کولو اعلان کړی


دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا محمود خان اعلان کړی دی چې دتحریک انصاف لانګ مارچ کې دخپل ګوند د وژل شوؤ دوؤ فعالینو د وژنې مقدمه به دهیواد وزیراعظم شهباز شریف اؤ دکورنیو چارو دمرکزي وزیر رانا ثناء الله پرضد درج کوي.

هغه دا اعلان وروسته له هغې کړی چې اوړمه ورځ دپاکستان پنجاب صوبه کې د وزیراعلا محمود خان اؤ دپي ټي ایي دنورو مشرانو پرضد دلانګ مارچ په مهال داړي ګړي جوړولو دتورونو پراساس مقدمې درج شوې.

دسوات ضلعې په کالام سیمه کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعلا محمود خان ویلي چې اسلام اباد ته زمونږ دګوند د لانګ مارچ په مهال زمونږ په کارکنانو دتاریخ بدترین تشدد شوی دی چې دا به په هیڅ توګه نه بخښل کیږي.

هغه ویلي دتحریک انصاف کوم دوه فعالین چې په لانګ مارچ کې وژل شوي مقدمې به یې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله پرضد درج کولی شي.

مرکزي حکومت لا دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا دې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو دوه ورځې وړاندې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دمرکزي حکومت پرضد دتحریک انصاف ګوند لانګ مارچ کې په برخې اخستو دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا محمود خان پرضد د کارروایۍ اشاره کړې وه.

رانا ثناء الله د تویټر دلارې په وزیراعلا محمود خان تور لګولی ؤ چې دمسلح پولیس افسرانو سره یې په وفاق حمله کړې ده اؤ خپله عهده یې په غیراییني توګه کارولې ده.

هغه ویلي وؤ مرکزي حکومت د وزیراعلا محمود خان ددې اییني اقدام پرضد دقانوني ګامونو اخستو پرېکړه کړې ده اؤ په دې لړ کې یې دقانون د وزارت نه رایې هم غوښتې ده.

اوړمه ورځ داسلام اباد ترنول پولیس تاڼه کې د وزیراعلا محمود خان پرضد یوه مقدمه هم درج کړل شوې ده چې په هغه پکې دلانګ مارچ په مهال داړي ګړي جوړولو تورونه لګول شوي دي.

دغه مقدمې ته خپل غبرګون کې وزیراعلا محمود خان ویلي هغه دمقدمو نه نه ویریږي اؤ د کورنیو چارو د وزیر په قلم کې چې څومره زور وي دهغه پرضد دې یې وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې مرکز او پنجاب صوبه کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند د اسلام اباد او پنجاب صوبې بيلا بيلو ښارونو کې د عمران خان او د هغه دګوند دمرکزي ليډرانو او پلويانو په ضد اوړمه ورځ ١١ نورې مقدمى درج کړي .

دې مقدمو کې دتحریک انصاف ګوند په مشرانو سرکاري ودانیو ته د زيان رسولو، په پوليس چارواکو دحملو او دتګ راتګ دلارو دتړلو په سر دفعات لګول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG