لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه :افغان پولې ته نزدې ټي‌ ټي‌ پي4000 وسله وال لري


دملګرو ملتونو دامنیت شورا پخپل یو راپور کې وایي چې دناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان نزدې څلور زره وسله وال دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې سره پیوست په سویل ختیز اؤ ختیزو سیمو کې مشت دي اؤ دغلته یې دبهرنیو جنګیالیو یوه ستره ډله جوړه کړې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼه کې خپور شوي دملګرو ملتونو دامنیت شورا په رپورټ کې دتحریک طالبان پاکستان له لوري دپاکستان امنیت ته دپېښو ګواښونو یادؤنه شوې اؤ خبرداری ورکړل شوی چې پاکستان کې دامن دروانو هڅو دبریالي کیدو امکانات تاریک یا تورتم دي.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وایي دپاکستان دحکومت اؤ تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمېنځ په افغانستان کې دسولې خبرې اتري روانې دي.

د تحريک طالبان پاکستان دوؤ با خبره سرچينو وي او ای ډيوه ته تیره ورځ ويلي پاکستاني چارواکو سره روانو مذاکراتو کې د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ دڅه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې دنظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوي دي.

دملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي چې دپاکستاني طالبانو تحریک دافغان طالبانو سره پیوست دی اؤ تیرکال داشرف غني دحکومت نسکوریدو راپدیخوا تر ټولو زیاته ګټه دې ډلې(ټي ټي پي) ته رسېدلې ده.

رپورټ کې راغلي چې پاکستاني طالبان اوس دنورو ډلو سره هم په تماس کې دي.

رپورټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې "ډله(ټي‌ ټي پي) دپاکستاني ریاست پرضد داوږدې مودې په مهم بوخته ده اؤ د ډزبندۍ دتړونونو دکامیابیدو امکانات محدود دي"

رپورټ کې په دې خبره په ځانګړې توګه غور شوی دی چې ټي ټي‌ پي په دې وروستیو کې د ویشل شوؤ ۱۷ؤ ډلو په بیا رایو ځائ کولو خپل ځان بیا فعال کړی دی اؤ دغه ډله په دې باور ده چې دپاکستان حکومت سره خبرو کې په سخت دریځ خپلولو به ددوئ په لیکو کې دیووالي پځائ پاتې کیدو کې مرسته وشي.

پېښور کې میشت د دي نیوز ورځپاڼې خبریال ښاغلي مشتاق یوسفزي تیره ورځ ډیوه ته ویلي وؤ افغانستان کې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ روانو خبرو اترو کې پرمختګ شوی اؤ د پاکستان دپوځي چارواکو لخوا به ورځ دوه کې د قبائيلي ضلعو او د ملاګنډ ډويژن نه د مشرانو جرګه افغانستان ته ځي، چې هلته به طالبانو سره خبرې کوي کومو ته چې به د پاکستان دپوځ ملاتړ ترلاسه وي.

د پاکستان پوځ او حکومت دا خبرې پټې ساتلي، پوځ په دې اړه ميډيا ته کوم بيان نه دی جاري کړی، او نه په دې د مرکزي او صوبایي حکومت لخوا کومې تفصيلي خبرې شوي دي خو په افغانستان کې د روانو خبرو تايد افغان طالبانو هم کړی او ويلي یې دي دا خبرې د دوي په مينځګړتوب روانې دي.

د تېر کال اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا واک ته د رسیدو وروسته پاکستاني طالبانو د نومبر په مياشت کې د يوې مياشتې، بيا د تېر وړوکي اختر په مهال او له هغې وروسته تر ديرشم مئ پورې د ډز بندۍ اعلانونه کړې دي.

دپېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پوليټيکل سائينس د څانګې استاذ فياض مشال وايي که چرته د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې په دغه لور روانې وي نو امکان دی چې په پښتنه سيمه او په ځانګړې توګه په قبايلي ضلعو کې د وسله والو اثر رسوخ بيا زيات شي،

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دوي وړاندې هم کتلي چې دغسې معاهدو سره وسله وال پیاوړي شوي او زياتو علاقو ته يې خپل اثر رسوخ غځولی دی۔

شاه نواز مشال وایي چې د ټي ټي پي سره د کومې معاهدې په صورت کې نورې مذهبي وسله والې ډلې ډاډمنې کيدای شي او په راتلونکي کې دا دپاکستان د رياست په ګټه نه تماميږي۔

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمېځه وړاندې هم نزدې تر شپاړسو ځلو پورې خبرې اترې شوې دي،

د دې ترڅنګ وخت په وخت د دواړو خواؤ ترمنځ دسولې معاهدې لاس ليک شوي خو هغه بيا ختمي شوي او دواړه فريقه يو بل سره په جګړه بوخت شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG