لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیپال کې یوه طیاره چې ۲۲ کسان په کې سپاره و، لادرکه شوې


رائټرز - په نېپال کې د اتوار/یکشنبې په ورځ یوه وړه مسافر وړونکې طیاره چې دوه ویشت (۲۲) تنه په کې سپاره و، په د ورېځو ډکه هوا کې ورکه شوه او تر اوسه یې پته نده لګېدلې.

چارواکي وایي چې د ماښام د تیارې په خورېدو سره یې په مشکله خطه کې د لټون چارې هم ځنډولي دي.

د پولیسو ویاند بېشو کمار د رائټرز خبري ادارې ته ویلي: "د نن دپاره د لټون عملیات د تیارې په وجه وځنډېدل. مونږ کوم پرمختګ ونشو کولی. سبا سهار وختي به لټون بیا پیل شي."

د نېپال چارواکي وایي، خرابه فضا او کوهستاني علاقې، د لوېدلي جهاز پیدا کولو کې د دوی کوششونه تر اوسه ناکام کړي دي. لوېدلی جهاز، د تارا ائیر کمپنۍ پورې تعلق لري.

حکومت ویلي، دا جهاز د اتوار/یکشنبې په سهار د یو لنډ پرواز په خاطر چې شل (۲۰) مېنټه یې وخت اخیست، له ائیرپورټه جګ شو مګر پنځه مېنټه مخکې تر دې چې خپل مقصد ته ورسیږي، د کنټرول ټاور سره یې رابطه ختمه شوه.

دا طیاره د سرښار کتمندو نه لویدیځ پلو ۱۲۵ کلومټره لېرې د پوکهارا ښارګوټی نه چې د سېلګرو د تللو ځای دی، په هوا شوې وه او اتیا کلومټره لېرې د جومسوم ائیرپورټ ته په لاره وه. جومسوم هم د زیارت کوونکو او سېلګرانو ځای ګڼل کیږي.
د نېپال سرکاري ټلوېژن ویلي چې د تبت سرحد ته نږدې د هېمالیه مناپتي غره په لمن کې ځایي کلیوالو، طیاره لېدلې چې په فضا کې یې اور اخېستی دی.

د تارا ائیر کمپنۍ ترجمان رائټرز ته ویلي چې د لټون ټیمونه کوشش کوي د هماغې سیمې خوا ته ځانونه ورسوي. هغه ویلي تر اوسه معلومه نده چې لادرکه شوي جهاز رښتیا اور اخېستی او که کلیوالو کوم بل څه لیدلي دي.

تارا ائیرلاین ویلي چې په لادرکه شوي جهاز کې څلور تنه هندیان، دوه جرمنان، او د درې عملې په شمول، شپاړس نیپالیان سپاره و.

نیپال یو کوهستاني یا غره ایز ملک دی چې د نړۍ څوارلس جګ غرونه هلته شته او د دې امله هلته ډېرې سانحې مخې ته راغلي دي.

د ۲۰۱۸ کال په سر کې د یو اېس-بنګلا ائیرلاین یو جهاز چې د ډهاکه نه کتمندو ته روان و، ائیرپورټ کې د ناستې په وخت اور واخېست او یو پنځوس (۵۱) تنان په کې مړه شول.

په ۱۹۹۲ کې د پي آئي اې یو جهاز چې غوښتل یې په کتمندو کې راښکته شي، په یو غر ولګېد او ټول ۱۶۷ تنه چې په کې سپاره و، مړه شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG