لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آئی پي اېل: ګجرات کپ وګاټه - راشد خان وایي خوشحاله دی چې د خپل هېواد استازیتوب یې وکړ


واشنګټن - د هند د کرکټ پرېميئر لیګ (آئی پي اېل) کپ، د ګجرات ټایټنز لوبډلې وګاټه کوم کې چې د افغانستان مشهوره لوبغاړی راشد خان هم شامل و.

د آئی پي اېل فاینل لوبه د راجسټهان رایلز ټیم په وړاندې وه چې د یکشنبې/اتوار په ورځ په احمدآباد ښار کې ترسره شوه او ګجرات ټایټنز وکړی شول په اوو وېکټو رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړي او د آئی پي اېل کپ وګټي. دا اول ځل دی چې ګجرات ټایټنز د آئی پي اېل کپ ګټي.

د ګجرات ټایټنز ټیم نایب کپټان راشد خان د هند په پرېميئر لیګ کې د خپلې لوبډلې مبارکي ورکړې او په فېسبوک یې خپلو مینه والو ته په پښتو ژبه لیکلي چې خوشحاله دی په آئی پي اېل کې یې د خپل هېواد افغانستان استازیتوب هم کړی دی.

راشد خان که څه هم په فاینل لوبه کې یې یوازې یوه وېکټه واخیسته، مګر د آئی پي اېل په دې سیزن کې یې د ګجرات ټیم ته ډېرې بریاوې په برخه کړې او فاینل ته یې د دې لوبډلې په رسولو کې اهم کردار ادا کړ.

د فاینل لوبې ټاس راجسټهان رایلز وګټه او اول یې بېټنګ غوره کړ، مګر د نهو وېکټو په سوځېدو یې اېله ۱۳۰ رنزونه وکړل چې په کې تر ټولو ډېرې منډې د بټلر وې.

د بالېنګ په برخه کې د گجرات ټایټنز کپټان هرډیک پانډې درې وېکټې واخېستې او په بټینګ کې یې هم ۳۴ منډې جوړې کړې چې ټیم ته یې ډېر قوت ورکړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم د آئی پی اېل فاینل لوبې ته بلل شوی و. هغه پخپل فېسبوک کې لیکلي چې کوشش کوي هند ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې، د موقع نه ګټه واخلي او د نورو کرکټ بورډونو له استازو سره ملاقاتونه وکړي.

طالبانو په سر کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشران دوه ځله بدل کړل، او اوس یې میرویس اشرف چې پخپله د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی دی، د کرکټ بورډ مشر ټاکلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG