لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اډيو ټېپ: عمران خان د اصف زرداري سره روغه جوړه کول غوښته؟


پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو یو اډيو ټېپ/ يا د ټيلیفون ريکارډ شوې خبرې مخې ته راغلي چې پکې په مبيينه توګه د پاکستان يو کاروباري شتمن تن ملک رياض د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشراو پخواني صدر اصف علي زرداري ته وايي، عمران خان ته ورته ویلي چې د زرداري سره ورله روغه جوړه وکړي.

وزیراعظم شهباز شريف ويلي، دغه اډيو ټېپ د عمران خان اصليت او د هغه د دوه مخي معيار څرګندونه کوي.

خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند ځينو مشرانو دغه خبره رد کړې چې عمران خان ملک رياض ته د زرداري سره د روغې دپاره پېغام لېږلی دی.

دغه مبيينه اډیو ټېپ چې پکې ملک رياض د اصف علي زرداري سره خبرې کوي، دغه اډيو ټېپ جرنلسټ عمر چيمه هم په ټويټر خپور کړی دی.

ملک رياض سلام کوي او بيا وايي، "سر تاسو ته مې وړاندې هم د خبرو کولو ویلي وو، دا مې ويل غوښته چې تاسو خبر کړم چې د خان (عمران خان) د طرفه راته ډېر پېغامونه راغلي چې زمونږ روغه جوړه وکړه، نن يې راته ډېر پېغامونه رالېږلي".

په ځواب کې ورته اصف علي زرداري وايي، "اوس خو ناممکنه ده"، او ملک رياض بيا وايي، "سمه ده ما یواځې تاسو خبرولئ".

پيپلز ګوند يا د ملک ریاض لخوا په دغه اړوند کوم بيان مخې ته نه دی راغلی، او د ياد ا‌ډيو ټېپ په اړه نه دي ویل شوي چې دغه خبرې کله شوي دي خو دغه مبيينه اډیو ټېپ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د اپرېل په مياشت کې عمران خان په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د تحريک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی دی.

عمران خان تور لګوي چې هغه د امریکايي سازش لاندې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او په پاکستان کې يې په مخالفه ګوندونو مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند او نورو تورونه لګولي چې هغوی د دغه سازش برخه وو.

خو امريکې او د پاکستان اوسني حکومت د عمران خان دغه تورونه رد کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو چې په دغو ټيليفوني خبرو بحث روان دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي،

"په وروستیو کې مخې ته راغلی اډيو ټېپ د عمران خان اصليت او دوه مخی معيار بې پردې کوي. د خپلو دعوو برعکس، هغه د خپل ځان او خپل حکومت بچ کولو دپاره اېن ار او غوښته، د ټولو کوششونو ناکامه کېدو وروسته يې د غېر ملکي سازش جعلي کيسه جوړه کړه، د هغه دروغ په ډاګه شوي دي".

د اډیو ټېپ په اړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو غړي وزير شهباز ګِل ويلي،

"يو کاروباري تن او د عمران خان يو سياسي مخالف خبرې کوي، په کومو کې چې د عمران خان په اړه څه ويل شوي هغه حقيقت نه دي. عمران خان ته د اېن ار او ضرورت نشته بلکې ټولو خلکو د خان نه اېن ار او غوښته چې ور نه کړی شوه. دا کيسه دروغ ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG