لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: بلدياتي انتخاباتو کې زيات ازاد کونسلران کامياب شوي


بلوچستان کې بلدياتي انتخابات
بلوچستان کې بلدياتي انتخابات

د بلوچستان صوبې په ټولو 34 ضلعو کې چې په 32 ضلعو کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (29 مې) د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی، پکې زیاتې څوکۍ يا کونسلران ازاد کامياب شوي دي. په پرونو انتخاباتو کې د صوبې په بېلابيلو ضلعو کې د بدامنۍ پېښې هم رامنځته شوي چې پکې يو تن وژل شوی او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په صوبه کې پرون په ښاري ميونسپل کارپورېشن او ميونسپل کمېټيانو کې او په کلیوالو علاقو کې په یونين کونسلو کې په وارډونو په ټولو 6259 د کونسلرانو په څوکيو انتخابات ټاکل شوي وو.

په دغو څوکو کې 1584 د وړاندې نه بلا مقابله ټاکل شوي وو.

په صوبه نزدې نهه کاله وروسته بلدیاتي انتخابات د سياسي جماعتونو په بنياد ترسره شو.

د کوټه وايس په نوم وېب پاڼې ترمخه په غېر سرکاري او غېر ختمي نتیجو کې تر ټولو زیات 1487 ازاد کونسلران کامياب شوي، په دوېم نمبر جمعيت علما اسلام ف ګوند 260 کونسلران، بلوچستان عوامي پارټۍ 213، نیشنل پارټۍ 100 او پښتونخوا ملي عوامي ګوند 95 کونسلران ګټلي دي.

له دغې وروسته پاکستان پيپلز پارټۍ 58، بلوچستان نيشنل پارټۍ مېنګل 79، بي اېن پي عوامي 43، عوامي نيشنل پارټۍ 23، جمهوري وطن پارټۍ 18 او د نورو ګوندونو 62 کونسلران کامياب شوي دي.

ويل شوي پاکستان تحريک انصاف ګوند 23 او مسلم ليګ ن 15 کونسلران ګټلي دي.

په بلوچستان کې د ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو د لومړي پړاو وروسته به ښځې، لږکۍ او کسان کونسلران ټاکل کيږي او د هغې وروسته به په ميونسپل کارپورېشن کې مېر، ډپټي مېر، ميونسپل کمېټيانو کې چيرمېن او ډپټي چيرمېن او کليوالو سيمو کې د یونين کونسلو په سر چيرمېن او ډپټي چيرمېن ټاکل کيږي، او د يونين کونسل چيرمېن به د ضلعې چيرمېن ټاکي.

د بدامنۍ پېښې

که څه هم د بلوچستان صوبې چيف سيکرټري عبدالعزيز عقيلي پرون د انتخاباتو وروسته دعوه کړې چې په صوبه کې په پرامنه ډول بلدياتي د انتخاباتو لومړی پړاو په پرامنه ډول ترسره شو، خو په پرونو انتخاباتو کې ځای په ځای د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي.

خو د راپورونو ترمخه په قلات، نوشکي، سبي چاغي، چمن، قلعه عبدالله او لورالايي کې د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي.

ويل شوي په قلات او نوشکي کې بم چاودنې شوي، او په نورو پېښو کې نښتې شوي دي، چې پکې يو تن وژل شوی او د 100 نه د زیاتو ژوبلېدو ویل شوي دي.

پروني انتخابات په کوټه او لسبېله ضلعو کې نه دي ترسره شوي، الېکشن کمېشن د دغو ضلعو د انتخاباتو دپاره نېټه لا نه ده ټاکلې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG