لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره جرګه افغانستان ته ځي


د پاکستان د لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو دپاره د جوړې جرګې غړي وايي، په څو ورځو کې د طالبانو سره خبرو له ځي، او هيله لري چې جوړ جاړی شي.

دا په داسې حال کې چې د ټي ټي پي لخوا د 30م مې پورې د ډز بندۍ نېټه ورکړی شوې وه خو يو پاکستاني چارواکي ويلي د روانو په مهال به د دواړو غاړو نه بريدونه او عملیات نه کيږي، ټي ټي پي په رسمي ډول د ډز بندۍ غځولو څه نه دي خو د طالبانو سرچينو د پاکستاني چارواکي خبره تاييد کړې ده.

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان له لوري د جوړې جرګې یو غړي د خېبرپښتونخوا پخواني ګورنر شوکت الله خان کره شمېره ونه ښودله خو وې ویل په دغه جرګه کې د ملاکنډ نه تر وزیرستان پورې درانه مشران شامل دي او په څو ورځو کې به خبرو له لاړ شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د ټي ټي پي سره د خبرو نه وړاندې يې د پاکستاني چارواکو سره ليدلي او په ټولو حالاتو يې ځان خبر کړی دی.

هغه زياته کړه دوی هيله لري چې د نړۍ مسلمه اصول دي چې ټولې شخړې د خبرو د لارې هواريږي دا مسله به هم د خبرو د لارې هواره شي.

د دې پوښتنې چې د ټي ټي پي سره په خبرو، او په خپله ټي ټي پي تورونه لګي چې دلته په بدامنۍ، وژنو او ترهګرۍ کې يې لاس پاتې شوی، که دغه خلک بيرته راځي، دلته به يې په ځايي کچه د ولسي عکس العمل سره خو نه مخ کيږي؟ نوموړي په ځواب کې وویل،

"کومې خبرې چې پېل کېدې په هغې هم د علاقې خلک متفق وو دا نه ده چې 100 فيصده خلک به دې ته سمې وايي په هر کار کې خلک وايي چې دا سم نه دی، بيا چې دا اختتام ته ورسي د دې دپاره به څه اصول جوړول کيږي، په هغې به کار کيږي هغه به ختم شي".

پاکستاني چارواکي وايي د ټي ټي پي سره تراوسه پورې شوې خبرې د هيلې وړ/ پُرامېده دي، دواړو خواو دا وخت خبرې ودرولي، د دې دپاره چې د خپلو مشرانو سره مشورې وکړي چې په مخکې څنګه لاړ شي.

دغه خبره وي او اې ته يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط کړې ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب د ټي ټي پي او پاکستاني چارواکو خبرې په داسې حال کې شوي، چې ټي ټي پي د ډز بندۍ دپاره کومه نېټه ورکړې هغه پرون په 30م مې سرته رسېدلې خو پاکستاني چارواکي ويلي، که څه هم د ډز بندۍ اعلان ونه شي د دواړو غاړو نه به بریدونه او عمليات نه کيږي.

چارواکي ويلي، د ټي ټي پي سره په ناستو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هم څو ځله ګډون کړی او په دغو خبرو کې د هغه مرکزي کردار دی، او ويلي دي دغه خبرې دې دوامداره وساتل شي.

ټي ټي پي به له دې وړاندې په رسمي ډول د ډز بندۍ ويل خو دې ځل له يې سرچينو وي او اې ډيوه ته ويلي، اعلان يې نه دی کړی خو ډز بندي به تر هغې روانه وي څو پورې چې خبرې روانې وي او که خبرې ودريږي يا ختميږي، ډز بندي به ورسره هم ختميږي.

د جرګې يو بل غړی پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي، دوی افغانستان ته د امن پېغام وړي او هيله لري چې د هلته نه د امن پېغام راوړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، جرګه به دواړه فریقې اوري او هڅه به کوي چې په کومو مسلو اختلاف وي په هغې د خبرو اترو د لارې روغه جوړه راولي.

د پاکستان حکومت يا پوځ په رسمي ډول د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه څه نه دي ويلي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روانې میاشتې مې په نيمايۍ کې دغه خبرې تاييد کړې وې.

د طالبانو سرچینو ويلي، چې د بنديانو په خوشي کولو، د قبايلي ضلعو نه د زیات پوځ په ويستلواو په ملاکنډ ډويژن کې د نظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه فريقه تر ډېره حده سلا شوي او د ټي ټي پي د خپلې تنظیمي ډانچې سره په واپسۍ او د فاټا انظمام ختمولو او د پوځ په مکمله توګه ویستلو باندې لا هم خبرې روانې دي.

حکومتي چارواکو په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه دي ویلي، وي او اې ډیوه د خېبرپښتونخوا د حکومتي چارواکو سره د خبرو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو د خبرو عمل ته نزدې يوې سرچينې وي او اې ته ویلي، اسلام اباد د ټي ټي پي نه غوښتي چې د پاکستان خلاف د وسله والو عملیاتو نه لاس واخلي دغه ډله ختمه کړي او په پرامنه ډول بیرته ملک ته راشي.

او ټي ټي پي بيا په دې غوښتنه ټينګار کوي چې پاکستان دې د افغانستان سره په پوله پرته سيمه پخواني حالت ته راولي.

د افغانستان سره په پوله پرته سيمه چې څلور کاله وړاندې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه شوې، له دغې وړاندې به د فاټا او ايجنسو په نوم يادېده، هلته د اېف سي ار په نوم قانون عملي وو او واک اختيار يې نېغ د مرکزي حکومت سره وو، خو په صوبه کې د شاملېدو وروسته اوس دغه سيمه په قبايلي ضلعو ياديږي او هلته د پاکستان ايين او قانون او ټولې ادارې غځول شوي او دا هر څه په عمل کې راوستل شوي دي.

ویل شوي ټي ټي پي د پخوانۍ فاټا څخه د پاکستان د پوځ ویستلو او هلته د اسلامي عدالتي نظام په ځای کولو غوښتنه هم کوي، خو پاکستاني چارواکي دغه غوښتنې رد کړي او ويلي يې دي دا د قبلېدو وړ نه دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG