لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: اسټیبلشمنټ به پښتونخوا کې د هغه ګوند ملاتړ کوي چې افغانستان کې یې په ګټه تمامیږي


په خېبر پښتونخوا کې دسياسي او امنيتي چارو پوهان وايي که دپاکستان پوځي اسټېبلشمنټ په خېبر پښتونخوا کې د سياسي ګوندونو ملاتړ کوي نو هغه به يو داسې سياسي جماعت وي چې د افغانستان موجوده حالاتو سره موافقت لري چې په دې توګه پوځ په افغانستان خپل تسلط پځائ وساتل شي۔

څېړونکي وايي چې په خېبر پښتونخوا کې پاکستان تحريک انصاف ګوند پرله پسې په دوېم ځل حکومت کوي او دا قومي امکان موجود دی چې په دريم ځل هم د صوبې حکومت ترلاسه کړي۔

دوی وايي په پېښور کې د عمران خان دموجودیت موخه د ګوند نورو مشرانو او (په مبينه توګه )په پوځ کې د نوموړي ملاتړو افسرانو سره په اسانه توګه سلا او مشورې کول او خپل پلويان د سياسي هلو ځلو او راتلونکو ټاکنو لپاره چمتو کول دي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف او ای ډيوه ته وايي د عمران خان په پېښور کې د موجودیت مقصد په راتلونکو ټاکنو کې د کاميابۍ لپاره سياسې هلې ځلې په اسانۍ سره ترسره کول دي۔

" نه یوازې خپلو ملګرو سره يا حکومتي خلکو سره صلاح مشوره کول اسانه ده بلکې عمران خان باندې چې کوم تور لګي چې د هغه سرپرستي په پوځ کې دننه خلک کوي هغه هم په پېښور کې د هغوی موجودګۍ سره ورته اسانه ده چې هغوی سره رابطه وکړي"

نوموړي زياته کړه مخکې چې کومې ټاکنې کېږي نو د عمران خان دا فکر دی چې په خېبر پښتونخوا کې يو ځل بيا حکومت جوړکړي۔

نوموړي زياته په سيمه او افغانستان کې د روانو سياسي او امنيتي حالاتو له کبله قوي امکان دی چې په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په دريم ځل هم حکومت ترلاسه کړي۔

" په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف دحکومت راتلو ډير زيات امکانات دي، که پوځي اسټېبلشمنټ د عمران خان نه ډډه کوي چې په مرکزي اختيار کې یې نه روالي خو په خېبر پښتونخوا کې د عمران خان د پارټۍ موجودګي ډېره ضروري ده ولې چې دا هغه کارونه کوي کوم چې د پوځي اسټېبلشمنټ په حق کې وي"

ډاکټر عرفان اشرف دا هم وويل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی نو په داسې حالاتو کې پوځي اسټېبلشمنټ ته ترقي پسند يا قام پرسته حکومت نه دی پکار۔

څېړونکي او دسياسي چارو پوهان وايي چې پاکستان کې يوازې په کال 1970 کې انتخابات په سمه توګه شوي وو، ولې د هغې وروسته چې کومې ټاکنې شوي هغه په مرموزه توګه د رياستي ادارو د مداخلت ښکار شوي دي۔

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف دوه وارې پرله پسې حکومت کال 2013 او کال 2018 کې جوړ شوی خو دسياسي چارو پوهان په دې نظر دي چې په دغه ټاکنو کې ياد سياسي ګوند ته د ځينو طاقتونو مرستې ترلاسه وې۔

په دې هکله په اسلام اباد کې مېشت د پارلېماني چارو ماهر قرېش خټک وي او ای ډيوه ته وايي" په دې کې څه شک نشته چې انتخابات هم متنازعه وو خو بل طرف ته ددې حقيقت نه هم سړی سترګې نه شي پټولی چې عمران خان يو مقبول ليډر دی خو د هغه مقبوليت دومره نه دی چې څومره ورته سيټونه مېلاو شوي، دا هرچاته مالومه ده چې په دې دواړو انتخاباتو کې د هغوی سره د نه ليدونکو طاقتونو امداد ورسره ؤ او د هغوی په وجه يې ډېره کاميابي ترلاسه کړې"

که څه هم د پاکستان په پوځ او رياستي ادارو دا تورونه لګي چې د هېواد په سياست کې لاس وهنه کوي خو د پاکستان پوځ وار په وار دا تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې بايد دپوځ په سياست کې د رالړلو څخه ډډه وکړل شي۔

عمران خان د روانې مياشتې په 23مه پېښور ته راغلی او د خبري غونډو ترڅنګ په خېبر پښتونخوا کې يې سياسې هلې ځلې پېل کړي دي۔

د اپريل دمياشتې په نهمه نېټه د هغه وخت مخالفه ګوندونو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرکزي حکومت دبې باورۍ دتحريک د لارې ختم کړی ؤ۔

د تير وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باروۍ دتحريک کاميابېدو وروسته نوموړي د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د موجوده مرکزي حکومت پرضد احتجاجونه پېل کړي دي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG