لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړانګه: د ارمان لوڼي په مقدمه کې ورته عدالتونو انصاف ور نه کړو


د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ ويلي، د عدالتونو نه ورته انصاف ترلاسه نه شو، اوس دوی دغه مقدمه د پښتنو او وخت عدالت ته وړاندې کړه.

وړانګې لوڼۍ او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (31 مې) په اسلام اباد پرېس کلب کې خبري غونډې ته د ارمان لوڼي د مقدمې په اړه احوال وړاندې کړی دی.

وړانګې لوڼۍ وويل، د ارمان لوڼي د کېس نه دوی ته مالوميږي چې په دې ملک کې د انصاف تصور نشته.

هغې زیاته کړه، " دوی د عدالتونو څخه مايوسه شوي خو که بیا هم دوی ته يو ځای مالوميږي چې د هلته نه به ورته انصاف ترلاسه شي دوی به هغې دروازې له هم ځي".

هغې وويل، "دوی د هر څه باوجود عدالتونو ته تللي، خو د دوی (پښتنو) سره تل امتيازي سلوک شوی دی".

او منظور پشتين وویل، "په دوېمه فرورۍ 2019 ارمان لوڼي وژل شوی وو، بيا مقدمه نه درج کول کېده، او چې د مقدمې دپاره پي ټي اېم احتجاجونه کول، بيا په هغو احتجاجونو مقدمې درج شوې، بيا د ډېر احتجاج وروسته مقدمه درج شوه، په ملزمانو د قتل تور وو، فرد جرم پرې ولګول شو خو جېل ته وا نه چول، بیا چې د ګرفتارۍ دپاره خواست کيږي ملزمانو ته ضمانت ورکول کيږي".

وړانګې لوڼۍ او منظور پشتين دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د روان کال مارچ په مياشت کې د بلوچستان صوبې د لورالايي سېشن کورټ د ارمان لوڼي په وژنه تورن ډي ايس پي عطاالرحمان او د هغه څلور پينځه نورو پولیس ملګرو د نه نيولو ضمانت ورکړی وو.

منظور پشتين خبريالانو ته وويل، "مونږ پوښتنه کوو چې رياست خپل عدالتي نظام دومره کمزوری ولې جوړ کړی دی، چې د خلکو د وژنې مقدمه به نه درج کول کيږي".

نوموړي د نقيب مسيد په مقدمه کې د راو انوار د نه ګرفتارولو او بيا د علي وزير او پي ټي اېم د نورو بنديوانو پرضد د جوړو مقدمو يادګېرنه وکړه چې په دې رياست کې ښکاره امتيازي سلوک کيږي.

هغه وویل، "نن مونږ مجبوره شو چې د ارمان لوڼي د کېس په اړه مطبوعات خبرو کړو چې مونږ په دغه مقدمه کې د عدالت نه مايوسه شوي يو، عدالت ورته انصاف ور نه کړو ".

هغه دا هم وويل اوسنی حکومت د جمهوريت دعوه کوي، نو ثابته دې کړي چې د ارمان لوڼي او پي ټي اېم د نورو غړو په مقدمو کې ناانصافي کيږي، انصاف دې وکړي.

د پي ټي ايم مشرتابه او د ارمان لوڼي کورنۍ د هغه د مرګ تور د لورالايي په پوليسو لګولی وو، چې ارمان د پي ټي اېم د احتجاج وروسته د پوليسو په تشدد وژل شوی وو.

خو هغه وخت د بلوچستان ايالتي حکومت ويلي وو چې ارمان لوڼی وژل شوی نه بلکې د زړه د دورې له کبله مړ شوی دی، د ارمان کورنۍ او پي ټي ايم د حکومت دغه ادعا ردوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG