لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که اسټبلشمنټ سمې فېصلې ونه کړې، پوځ به تباه شي او ملک به درې ټوټې شي


د پاکستان مخکني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، دا وخت ملک [پاکستان)] په فېصله کن مُوړ ولاړ دی، که اسټبلشمنټ سمې فېصلې ونه کړې، په خپله به هم تباه شي، پوځ به هم تباه شي، او ملک به درې ټوټې شي.

عمران خان چې د اپرېل په لسمه د عدم اعتماد د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، په ملک کې يې احتجاجونه پېل کړي او د انتخاباتو غوښتنه کوي، خو د شهباز شريف په وزيراعظمۍ حکومت وايي د انتخاباتو پرېکړه به پارلیمان کوي.

د عمران خان نه د پاکستان يو شخصي ټي وي چېنل بول په پروګرام کې پوښتنه شوې چې، "په پاکستان کې دا هم حقيقت دی چې که اسټبلشمنټ دې مرسته نه کوي، مخالفت دې کوي، که څوک هر څومره مشهور ليډر وي، په حکومت کې نه شي راتلی، دغه خبره په پام کې د ساتلو سره د راتلونکې تګلاره به دې څه وي"؟.

هغه په ځواب کې وويل، "دا اوس د پاکستان مسله ده، د اسټبلشمنټ مسله ده، که اسټبلشمنټ سمې فېصلې نه کوي، زه ليکل درکوم، دوی [اسټبلشمنټ] به تباه شي، پوځ به تر ټولو اول تباه شي، ملک به ديواليه شي".

هغه زياته کړه، "دا اوسنی [د شبهاز شريف] حکومت چې راغلی روپۍ او د ونډو بازار غورځيږي، څيزونه ګرانيږي، ملک ديواليه کېدو پله روان دی، که ملک ديواليه شو، تر ټولو غټه اداره پوځ به په هدف کيږي".

هغه وويل، "چې پوځ په نخښه شو، پاکستان به درې ټوټې شي، هندوستان او بهر پلانونه جوړ شوي دي، ملک خودکشۍ پله روان دی".

د عمران خان دغه بیان ته په حکومت کې شاملو ګوندونو سخت غبرګون ویلی دی.

په حکومت کې شامل د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري "د عمران خان د بيان غندنه کړې"، او ويلي يې دي، "څوک هم د پاکستان ټوټې کولو خبره نه شي کولی، دا د پاکستاني نه بلکې د مودي [هند د وزیراعظم] ژبه ده".

هغه عمران خان ته په مخاطب کولو سره ویلي، "نر شه او په خپلو پښو ودرېږه سياست کول زده کړه".

او مرکزي وزير احسن اقبال په ټویټر ويلي، "د سمې فېصلې مطلب، هغه بيرته وزیراعظم جوړول دي. د شرم خبره ده، عمران خان چې واک د لاسه ورکړی په بدل کې يې ذهني توازن او د ملک سره مينه بايللې ده".

عمران خان چې د انتخاباتو غوښتنه کوي، بيا يې دغه خبره تکرار کړې او ویلي يې دي، "که انتخابات ونه شو، په ملک کې به کورنۍ جګړې/ خانه جنګي شورو شي".

عمران خان په 25 مې د انتخاباتو د نېټې اعلانولو د غوښتنې دپاره اسلام اباد ته لاريون کړی او بيا اسلام اباد ته په رسېدو يې اعلان کړی وو حکومت ته شپږ ورځې وخت ورکوي که د انتخاباتو اعلان يې ونه کړو بيا به اسلام اباد ته لاريون کوي.

پرون په لومړي جون چې دغه شپږ ورځې وخت پوره شوی او حکومت د انتخاباتو اعلان نه دی کړی، عمران خان په پېښور کې ویلي، سپريم کورټ ته یې خواست کړی چې حکومت د دوی په راتلونکي لانګ مارچ بريد ونه کړي.

هغه ويلي، "څنګه چې د [سپریم کورټ] فیصله راځي بیا به اعلان کوم او را وځو به، دا ځل به ښه پلان جوړوو تېر وار مو ښه پلاننګ نه وو کړی، ځکه چې موږ په دې غلط فهمي کې وو چې د سپریم کورټ په فیصله به لارې خلاصې وي او موږ به پرېږدي خو خبر نه وو چې هغوی [حکومت] د هیچا پروا ونه کړه".

بل لور ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د مې پر31م په یوه ټویټ کې تحریک انصاف ګوند ته خبرداری ورکړی چې که د حکومت په خلاف یې بیا لانګ مارچ اعلان کړي بیا به یې هم مخه نیسي:

"پرېږده چې دوی راشي او زه به وګورم چې دا څنګه دا ځل دوی بیا تر [حکومتي] خنډونو را تېرېږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG