لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول او ډيزل نور 30،30 روپۍ ګران کړی شوي، سخت غبرګون ورته ویل شوی


پاکستان کې پټرول او ډیزل نور 30، 30 روپۍ ګران کړی شوي دي، نزدې په يوه اوونۍ کې تيل 60 روپۍ ګران کړی شو، له دې وړاندې په 27 مې هم پټرول او ډيزل 30، 30 روپۍ ګران کړی شوي وو.

د پاکستان مسلم ليګ ن او نورو ګوندونو په اتحادي حکومت او د خزانې په وزير مفتاح اسماعيل سختې نيوکې شوي دي.

په ملک کې د تيلو ګرانولو په اړه تېر د دوېم جون په شپه د خزانې وزیر په خبري غونډه کې وويل پټرول او ډيزل 30، 30 روپۍ ګران کړی شو.

هغه وويل، "پټرول د 179 روپۍ او 86 پېسو نه 209 روپو 86 روپو ته سېوا کړی شو"، د نوموړي په وېنا په وېنا "باوجود د 30 روپو ګرانولو په پټرول بيا هم حکومت ته د يو ليټر په سر د نهه روپو نه سېوا تاوان اوړي".

هغه وويل "ډيزل د 174 روپو 15 پېسو نه 204 روپو 15 پېسو ته سېوا کړی شو"، او زياته يې کړه "په ډيزلو اوس هم د پاکستان حکومت ته 23 روپۍ تاوان اوړي".

"لايټ ډيزل 178 روپۍ 31 روپو او د خاورو تېل 26 روپۍ 38 پېسې د يو لیټر په سر ګران کړی شوي او يو ليټر 181 روپۍ 94 پېسو ته رسېدلي دي".

د مفتاح اسماعيل په خبره، په ډيزلو د ورکړي رعايت له امله حکومت ته په يوه مياشت کې 54 اربه روپۍ تاوان اوړي، او که 37 روپۍ تاوان په يو ليټر پټرولو اوړي نو 37 اربه تاوان کيږي او دا ټول نزدې 91 اربه روپۍ جوړيږي چې په يوه میاشت کې حکومت ته د تيلو په مد کې دغه تاوان رسيږي.

نوموړي وويل، دوی مني چې د تيلو د ګرانۍ سره به ټول خلک د ګرانۍ سره مخ کيږي. خو ورسره یې وويل نور ټول کال به هڅه کوي چې په چینۍ او وړو په سرکاري سټورونو کې رعايتونه ورکړي.

د خزانې وزير وويل، د عمران خان او شوکت ترين د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د کړې لوظنامې لاندې دا ګام اخستل ضروري وو، هغه زياته کړه، د ايي اېم اېف سره روانه میاشت خبرې کوي او هيله لري چې د جون په درېمه اوونۍ کې به د ايي اېم اېف سره د پور پروګرام ترلاسه کړي.

مفتاح اسماعيل وویل په نړيواله منډۍ کې د تيلو قيمتونه هم نور سېوا کيږي.

د تيلو د قيمتونو سېوا کولو په سر په حکومت سختې نيوکې شوي دي.

د عدم اعتماد د لارې لرې کړی شوي مخکني وزیراعظم عمران خان په حکومت نيوکې کړي او په خلکو يې غږ کړی چې "نن د جمعې د نمانځه وروسته د حکومت د ولس دښمنه ګرانۍ پرضد پرامنه احتجاج وکړي".

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شېر پاو په ټويټر ويلي،

"په پټرولو کې په څو ورځو کې د 60 روپو اضافه يوه ظالمانه فېصله ده. د دې ګام سره به د تحریک انصاف د حکومت ځپلی ولس د نورو مشکلاتو سره مخ شي".

جرنلسټ کامران يوسف په ټویټر ویلي،

"د غلطو معاشي پاليسيانو او اصلاحاتو په نوم سزا يواځې ولس ته ورکول نه دي پکار، په دې ملک کې چې اشرافيه ته کله د ټېکس په مد کې او کله د مراعاتو په مد کې په اربونو روپۍ مراعات ورکول کيږي، هغه ټول بيرته اخستل پکار دي.افسرانو او وزيرانو ته چې سرکاري تیل ويړيا ورکول کیږي هغه بندول پکار دي، قرباني دې ټول ورکړي".

دغه ډول جرنلسټ انصار عباسي ويلي،

"پاکستان د ديواليه کېدو څخه بچ کېدو دپاره پټرول ګران کړی شو، اوس به مونږ وګورو چې حکومت خپلې او په غټو غټو افسرانو، ججانو او جرنېلانو وغېره باندې اضافي خرچې څنګه راکموي، ټول بوج دې په ولس وا نه چول شي، ټول دې خپلې خپلې خرچې راکمې کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG