لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي‌ ټي پي‌ سره مذاکراتو لپاره کابل ته تللې جرګه بیرته پاکستان ته ستنه شوې ده


د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکراتو لپاره افغانستان تللې دپاکستان جرګه نن د جمعې په ورځ بیرته هیواد ته راګرځېدلې ده.

دجرګې غړو ډيوه ته ويلي دتحريک طالبان پاکستان سره يې په ګډه يوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې د ډز بندۍ غځولو او د مذاکراتو په دوام ټینګار شوی دی.

خو څيړونکي وايي کابل ته ددي جرګې تګ يو علامتي عمل ؤ او اصل مذاکرات د افغان طالبانو په مينځګړيتوب دپاکستاني طالبانو او د پاکستاني چارواکو ترمېنځ دي، چې پکې به غوڅه پريکړه کيږي۔

د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن نزدې پنځوس کسيزه جرګه چې د چارشنبې په ورځ افغانستان ته د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکراتو د پاره تللې وه نن د جمعې په ورځ بیرته هیواد ته راستنه شوې ده ۔

د زيارت په ورځ ماسخوتن ناوخته د جرګې دریوؤ غړو ډيوه ته ويلي د دوؤ ورځو له خبرو وروسته جرګه ختمه شوې ده اؤ په دې خبرو کې دواړو خواؤ(جرګې اؤ پاکستاني طالبانو )په خبرو جاري ساتلو، د ډزبندۍ په غځولو او د مذاکراتو دعمل مخ په وړاندې بوتلو د پاره په نورو ناستو اتفاق کړی دی۔

دغه خبرې د پاکستاني طالبانو لخوا جاري شوې يوه خبر پاڼه کې هم شوي دي.
د جرګې يو مهم غړې ډيوه ته ويلي دغه خبر پاڼه پاکستاني طالبانو او د جرګې غړو په شريکه ليکلې او دغې کې د دواړو دریځ شامل دی۔

په جرګه کې شامل پخواني سنېټر حافظ رشيد احمد ډيوه ته ويل "خبرې ډيرې خوشګوار ماحول کې وشوې، مونږ د فاټا دانضمام تر څنګ په يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې"

د جرګې غړو دا ونه ويل چې د ټي ټي پي کومو مشرانو سره يې خبرې شوې دي خو د طالبانو سرچينو ډيوه ته وويل د تحريک طالبان پاکستان د لوري د مذاکراتو کميټۍ مشر عمر خالد خراساني او د هغه ملګرو سره يې خبرې شوې دي۔

د طالبانو سرچينو ډيوه ته وويل د جرګې غړو سره د ډز بندۍ غځولو نه ترڅنګ کومې مهمې پريکړي ته نه دي رسيدلي.

دطالبانو لخوا غوښتنه وه چې د فاټا زوړ حېثيت دې بحال کړي شي او د دوي د تنظيمي ډهانچې سره دې واپسي باوري کړی شي خو جرګې ورته په دغه اړه کوم کوټلی باور نه دی ورکړی.

دطالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي د دوي په نظر دا جرګه بې اختياره وه او دوي دهغه مذاکراتو د نتيجې په تمه دي کوم چي د پاکستان پوځ سره روان دي۔

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې خبرې تايد نه دی کړی چې ګنې دوي طالبانو سره مذاکرات کوي، او جرګه کې د وفاقي او صوبایي حکومت د وزيرانو د تلو باوجو هم د صوبې يا وفاق لخوا د دې مذاکراتو په اړه په پاکستان کې څه نه دي ويلي شوي۔

د ملي جمهوري غورځنګ يو مشر سياستوال افراسياب خټک وايي په کابل کې روانې خبرې د پاکستان استخباراتي ادارو پېل کړې دي.

د ډيوه هېلو وي او ای پروګرام کې دخبرو په مهال افراسیاب خټک ويلي په دې مذاکراتو کې له پارليمان سره هيڅ سلا مشوره نه ده شوې۔

څيړونکي او خبريال رفعت اورکزی وايي په جرګه کې د پارليمان او سينیټ اوسني او پخواني غړي شامل دي خو بيا هم پرې د ځینو ګوندونو لخوا نيوکې کيږي.

"په دې جرګه دجماعت اسلامي او دعوامي نېشنل ګوند لخوا نيوکې شوي چې پارليمان په اعتماد کې نه دی اخستل شوی خو د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان پيپلز پارټۍ غړي پکې شامل دي"

د پاکستان او افغان طالبانو د روانو مذاکراتو په اړه وخت په وخت بيانونه مخې ته راځي او افغان طالبانو منلې ده چې مذاکرات روان دي، خو د پاکستاني فوځ او حکومتي چارواکو پرې لا څه نه دي ويلي ۔

د جرګې غړو ډيوه ته ويلي وؤ په اوله ورځ ورسره د افغان طالبانو د داخله چارو وزير سراج الدين حقاني هم ملاقات کړی ډ او د مذاکراتو د کاميابۍ هيله يې څرګنده کړې وه۔

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو واک کې له راتلو وروسته څو وارې دعوه کړې وه چې دپاکستاني طالبانو لخوا پرې د پولې پورې غاړې نه بريدونه کيږي،پاکستان يې په ځواب کې په خوست کې پولې ته نزدې د افغانستان په پوله هوايي بمبار هم کړی ؤ چې افغان طالبانو پرې نيوکې کړي وې ،

ځايي خلکو ويلي وؤ دغه بمبار کې د وزيرستان کډوال وژل شوي وو۔
د بمبار وروسته د مذاکراتو لړۍ پېل شوه او پاکستاني طالبانو د ډز بندۍ اعلان وکړو چې تېره ورځ يې تر نامعلومې مودې پورې دغه ډزبندي وغځوله.

دطالبانو سرچينو ويلي ډز بندي به تر هغې روانه وي تر څو چې روان مذاکرات ختم شوي نه وي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG