لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د علي وزیر خلاف بله مقدمه را ښکاره کړی شوې ده


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر چې د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، پرضد يې يوه بله مقدمه عدالت ته وړاندې کړی شوې ده، نوموړي ته په دوه مقدمو کې عدالتونو ضمانتونه ورکړي، پرون يې پرضد په يوه مقدمه کې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې خو اوس پرې دا بله مقدمه راښکاره شوې ده.

د علي وزير وکیل قادرخان اېډوکېټ وايي، اوس چې کومه مقدمه راښکاره کړی شوې ده او د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت ته لېږل شوې، دا د کال 2018 مقدمه ده، او په دې کې د علي وزیر سره نور کسان هم نومول شوي دي.

"دا مقدمه د کراچۍ د بوټ بېسن په تاڼه کې درج شوې، دا د سهراب ګوټ د جلسې دپاره يو ميټینګ وو، په مقدمه کې د علي وزير پرضد دعوه شوې چې هغه د پوځ او ملکي ادارو پرضد خبرې کړي، دا مقدمه بيا چالان شوې،او درې، څلور ورځې مخکې دا عدالت ته وړاندې کړی شوی دی، نن پکې د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت جېل ته پروډکشن ارډر ولېږو، سبا يا بله ورځ به پکې زه د ضمانت درخواست ولګوم".

د يادې مقدمې کاپي چې وي او اې ډیوه ته ترلاسه شوې، دا مقدمه په 7 مې کال 2018 کې درج شوې ده. ياده مقدمه د پي ټي اېم د کراچۍ د کال 2018 د جلسې دپاره د روان کمپاين په مهال جوړه کړی شوې وه، او د پي ټي اېم د يو پروګرام حواله پکې ورکړی شوې چې علي وزیر ورته په وېنا کې د رياست پرضد خبرې کړې وې.

خو د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي، دغه مقدمه چې اوس ښکاره کړی شوه، هغه دعوه کوي په بوټ بېسن کې هيڅ پروګرام نه وو شوی.

"علي وزير يواځې چای څښلو ته بوټ بېسن ته د يو پښتانه دېرې ته تللی وو، هيڅ تقرير نه دی شوی او نه پروګرام شوی او نه وېناګانې شوي دي، دا مقدمه د چای څښلو پرضد جوړه شوې ده".

د نوموړي په وېنا د علي وزیر پرضد په کراچۍ کې ښکاره نورې مقدمې نشته خو که پټې مقدمې وي چې د چای ډوډۍ کولو په بنياد جوړې شوي وي دوی پرې ناخبره دي.

په کال 2018 کې د پي ټي اېم د جلسې د کمپاين په مهال په یوه بله مقدمه کې هم د علي وزیر نوم وو، دغه مقدمه د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې چلېدلې، د فرورۍ په میاشت کې ياد عدالت د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړی وو.

خو بيا د تيرې میاشتې مې په 11م نېټه د سيند هايکورټ په دغه مقدمه کې د علي وزیرضمانت منظور کړی وو.

د نوموړي پرضد د کال 2019 د سهراب ګوټ په تاڼه کې جوړه مقدمه کې پرون د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې او د قادر خان اېډوکېټ په وېنا په 23 جون به دغه فېصله اورول کيږي.

د نومبر په میاشت کې سپريم کورټ په بله مقدمه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی وو، دغه مقدمه په کال 2020 کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج شوې او علي وزير پکې بيا په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته راوستل شوی وو.

علي وزير هم د کال 2020 د دسمبر د میاشتې راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG