واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، روسانو د اوکراین په کابو ۲۰ فیصده خاورې باندې یرغل کړی.
د جمعې ورځ د دغې جګړې سلمه ورځ ده چې په ګڼو ځایونو کې اوس هم روانه ده.
زېلینسکي د لوګزامبورک پارلمان ته وویل، "تاسو فکر وکړئ، دوامداره جګړه په مخکینۍ کرښې چې تر زرو کیلومټرو پراخه ده روانه ده."
هغه وویل، د روسانو لخوا چې د اوکراین څومره خاوره نیول شوې دا د ټول هالنډ په اندازه ده.
خو زېلینسکي دا و نه ویل چې روسانو د یرغل د پيل راهیسې د اوکراین څومره خاوره نیولې ده.
ماسکو د اوکراین کرایمیا په ۲۰۱۴ کال کې نیولې وه روس پلوو بیلتون غوښتونکو د ختیځې ډانباس سیمې ځینې برخې نیولې وې چېرې چې اوس سخته جګړه روانه ده.
اوکراین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې ځواکونو یې شل واړه ښارونه او کلي د هېواد په جنوبي برخه خېرسان سیمه کې بېرته نیولې دي.
په ورته وخت کې روسي ځواکونو په سوېرو ډونیڅک کې چې د ختیځې لوهانڅک سیمې وروستی مهم ښار دی خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
د لوهانڅک والي سرهیو هېډې ویلي، روسانو د ښار ۷۰ فیصده برخه نیولې او په سړکونو باندې سخته جګړه روانه ده.
د برتانیې د دفاع وزارت ویلي، چې روس د ښار د اکثرې برخې کنټرول ترلاسه کړی.
وزارت ویلي، اوکرایني ځواکونه د سوېروډونیڅک د اصلي سړک کنټرول لري او روسان په دومداره توګه لاسته راوړنې لري او زیات زور یې خپلې توپخانې ته ورکړی.
د اوکراین یو چارواکی ویلي، چې د کیېف ځواکونه هیله لري چې د هېواد په جنوبي برخو کې هغه سیمې بېرته ونیسي چې د جګړې په پیل کې یې له لاسه ورکړې وې.
د اوکراین د جګړې په اړه دغه ارزونې یوه ورځ وروسته له هاغې شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، امریکا د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نور پرمختللي راکټي سیستمونه او مهمات ورکوي چې له روسانو سره پرې جګړه وکړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې اوکراین ژمنه کړې چې د هېمارس په نامه دغه توغندي به د روس په خاوره باندې نه کاروي.
زېلنسکي ویلي، د هېمارس توغندي د خبر د دریو مهمو برخو څخه یوه برخه ده.
په دوه نورو کې یو د اروپايي ټولنې لخوا په روس باندې د شپږم دور بندیزونو لګول دي چې زېلینسکي ویلي په اصل کې په تېلو باندې دي او بل دا حقیقت چې زیاتو سفارتونه په کیېف کې د خپلو کارونو د بیا پیلېدو ژمنه کړې.
زېلینسکي وویل، نړۍ د روس تېل پرېږي او نور هېوادونه چې غوره او سپک تېل لري تیاری نیسي چې د روس د تېلو تشه ډکه کړي نو ځکه د یرغلګر هېواد لپاره له تېلو څخه لویه ګټه له لاسه ووته.
هغه دا هم وویل، چې روس باید په دې حقیقت پوه شي د ګټې دردونکی کموالی د جګړې ناوړه پایله ده.
زېلینسکي دا هم وویل، چې د اوکراین پلازمېنې کیېف ته د سفارتونو د فعالیتونو بېرته راګرځېدل زمونږ په بریا باور څرګندوي.