لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شماریاتو محکمه وایي د پاکستان تجارتي خساره 43 اربو ډالرو نه اوښتې ده


د پاکستان د شمارياتو محکمې ویلي چې د روان مالي کال 2021_22 د لومړو 11مياشو په مهال د هېواد تجارتي خساره تر ټولو لوړې کچې 43 ارب ډالرو نه اوړېدلې ده. دا د تېر مالي کال د لومړو 11 مياشتو په مقابله کې 58 فيصدي زياته ده.

د شمارياتو د محکمې ترمخه په نړيواله کچه د خوراکي موادو په نرخونو کې د راغلې زياتوالي له کبله د پاکستان په درامداتو کې غېر معمولى اضافه شوې ده چې ورسره تجارتي خساره هم سېوا کېږي.

اقتصاد پوهان وايي دا وخت د پاکستان اقتصاد په يوه پښه ولاړ دی او هغه يوه پښه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د قرض پروګرام د بيا بحالېدو اميد دی.

ځینې څېړونکي وايي که څه هم حکومت په دې وروستیو کې مخ په زياتېدونکې تجارتي خساره باندې د قابو موندلو لپاره د غېر ضروري شېانو په درامد بندېز لګولی دی خو دا به هم ډېره مرسته ونه کړی شي.

د شمارياتو د محکمې لخوا دا شمېرې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې مرکزي بانک وايي د هېواد د زرمبادلې مجموعي ذخيره هم 15 ارب، 77 کروړه ډالره پاتې شوې او سرکاري شمېرې ښيي چې د بجټ خساره هم 13.8 بېيلنه ډالرو ته رسېدلې ده چې تر ټولو لوړه کچه ده.

ورځپاڼه ډان ليکي چې د شمارياتو محکمې له شمېرو ښکاري چې د روان مالي کال د لومړیو 11مياشتو دا تجارتي خساره د مالي کال 2018 د 37 ارب ډالرو د پوره کال د خسارې نه هم سېوا ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا ډيوه سره د پاکستان د اوسني اقتصادي وضعیت په اړه وايي دا مهال د هېواد اقتصاد په يوه پښه ولاړ دی.

هغه وایي دا يوه پښه هغه اميد دی چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د قرض پروګرام پرځاې کيدو سره تړلی دی.

هغه وايي حکومت دې لړ کې سخت ګامونه اخستي دي. د لېټر په سر یې د تېلو په نرخ کې 60 روپۍ اضافه کړې او دا شان یې دبجلۍ د يونټ په نرخ کې هم 8 روپۍ اضافه اعلان کړې.

نوموړی وايي دا غوره ګام دی او چې کله د ايي اېم اېف سره د قرض پروګرام بحال شي نو ورسره به ورو ورو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.

د پاکستان حکومت دې لنډه موده کې د تېلو په نرخ تر 60 روپو اضافه کړې چې داسې د ځنډ ښکار د ايي اېم اېف سره د کال 2019م د قرض پروګرام بيا پرځاي کړي.

د شمارياتو د محکمې لخوا په جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د روان مالي کال د لومړیو 11مياشتو په مهال په مجموعي توګه د 28 اربو، 84 کروړه او 80 لکو ډالرو برامدات کړي خو ددې په مقابله کې یې د درامداتو حجم 72 ارب، 18 کروړه او 20 لکه ډالرو ته رسېدلی دی.

دا راز د روان مالي کال د لومړيو 11 مياشتو په مهال د هېواد تجارتي خساره 43 ارب، 33کروړه او 40 لکه ډالرو ته رسېدلې ده چې د تېر مالي کال په مقابله کې 58 فيصدى زياته ده.

تېر کال هم دې موده کې دا تجارتي خساره 27 اربه، 45 کروړه او 20 لکه ډالره وه.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي ددې لويه وجه د هېواد د توانايۍ استعمال دی او دا د تجارتي خسارې 20 فيصدى برخه جوړېږي او د توانايې ضرورت په تېزې سره سېوا کېږي.

وايي دا سمه ده چې د پاکستان برامدات زيات شوي دي خو ددې په مقابله کې درامدات هم له حده زیات شوي دي.

نوموړی وايي که د مياشتې په حساب وکتل شي نو د اپریل په مقابله کې د مئ په میاشت کې په برامداتو کې 10.22 فيصدى کمی راغلی. برامدات د اپریل په میاشت کې 2.897 ارب ډالره وؤ چې په مئ کې 2.6 ارب
ډالرو ته راکم شو.

وايي که څه هم حکومت په تجارتي خساره د قابو موندلو لپاره تېره میاشت د غېر ضروري شيانو په درامد بندېز لګولی خو وايي دا هم ددې ستونزې حل نه دې.

حکومت وايي چې ددې څخه به 257 مېلنه ډالر بچت وشي.

دی وايي اصل مسله د انرجي کمپوننټ ده هغه ډېر زيات دی. او ددې له کبله د پاکستان درامدي بل سېوا کېږي.

طاهر امين وايي په جاري لګښتونو قابو موندل، سرکاري ملازمینو له اجرتونو او پنشنز کې کټوتى کول هغه ګامونه دي چې حکومت یې دلارې لګښتونو کمولی شي او په تجارتي خساره قابو موندلی شي.

اخوا د نړیوال اقتصاد د درجه بندۍ ادارې موډيز انويسټرز د پاکستان اقتصادي منظر نامه د مستحکم نه منفي کړې ده او ددې علت ې د هېواد د بهرنیو اداېګيانو خراب وضعیت او د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره د قرض پروگرام په بيا پرځاې کيدو ځنډ ښودلې.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل په ټوېټر جارى کړي بيان کې ويلي دي چې چين د پاکستان 2 اربه او 30 کروړه قرض په ري فنانس کولو رضا شوي خو د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د خزانې پخواني وزير شوکت ترین ویلي باېد چى پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره روان پاتې شي ګني سعودي عرب او چين به د پاکستان هېڅ مرسته ملاتړ ونه کړې شي.

XS
SM
MD
LG