لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: وزيراعظم د عامه افسرانو د تقررۍ په وخت د مالوماتو ترلاسه کولو واک ايي اېس ايي ته ورکړی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د ملک استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) ته واک ورکړی چې په سرکاري عامه څوکو افسران ګمارل/ بهرتي کيږي او بيا ورته ترقي ورکولی شي، له دې وړاندې به ايي اېس ايي د دغو افسرانو ارزونه يا د مالوماتو رپوټ ورکوي چې دوی څوک دي؟، خو د وزيراعظم په دغه ګام سختې نيوکې شوي..

د جون په دوېمه نېټه د اسټبلشمنټ ډويژن په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي، چې د پاکستان وزيراعظم استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) ته د ارزونې/ تفتيش ځانګړی اختيار ورکړی، چې د عامه دفتر د سرکاري افسرانو [پبلک افس هولډرز] د ګومارولو/ بهرتۍ، په خاصو څوکیو لګولو او بيا د ترقۍ دپاره د دوی تصديق او مالومات وکړي.

په اعلاميه کې ویل شوي وزیراعظم ته دغه اختيار په ايين کې ترلاسه دی، کوم چې هغه کارولی او ايي اېس ايي ته يې دغه دنده سپارلې ده.

ډان ورځپاڼې په خپل يو خبر کې د اسټبلشمنټ ډويژن د يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، چې ايي اېس ايي او بلې استخباراتي ادارې (انېټېلجنس بېورو/ايي بي) به وړاندې هم دغه ډول رپوټونه ورکول، خو هغه ويلي اوس چې وزیراعظم دغه اختيار ورکړو نو ايي اېس ايي ته قانوني تحفظ ترلاسه شو.

هغه ويلي دغه رپوټونه به اوس په عدالتونو کې د جايز قانوني اسنادو په توګه کارول کېدی شي.

د وزیراعظم لخوا ايي اېس ايي ته په اختیار ورکولو په ټولنيزو رسنيو نيوکې شوي دي.

څيړونکي اسامه خلجي په ټویټر ويلي،

"وزيراعظم شهباز شریف ډېره خطرناکه فېصله کړې، او د ټولو ملکي ادارو افسران ګمارل يې ايي اېس ايي ته په لاس ورکړل، ايي اېس ايي د سياستوالو، ججانو او ملکي چارواکو د بدنامولو/ بلېک مېل کولو دپاره پېژندل کيږي، نور واک ورته ولې ورکړی شو؟ د دې مطلب دا شو چې مونږ د مارشل لا لاندې يو".

بل جرنلسټ طلعت حسېن ويلي،

"دا ناوړه کار دی چې کيږي. او دا په حقيقت کې هغه کار کيږي چې ملکي او سياسي ادارې په خپله وايي چې دوی کمتره ګڼل کيږي او بيا شکايت کوي چې د دوی واک چېلنج کيږي".

او بل جرنلسټ اسد علي تور ویلي،

"دا د ملکي ادارو د سرلوړۍ د هڅو دپاره تاريخي ورځ ده، چې وزيراعظم د عامه ادارو ټول واک اختيار ايي اېس ايي ته ورکړو او هغه دغه ادارې ته تسليم شو. او د دغه لارې يې عامه چارواکي د اثر لاندې راوسته".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG