لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپلټنو مرکزي ادارې عدالت نه دوزیراعظم شهباز شریف اؤ دپنجاب د وزیراعلا دنیولو غوښتنه کړې


PM Shahbaz Sharif
PM Shahbaz Sharif

دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای هیواد نه د16 اربو روپو په ناقانونه ډول بهر ته د ویستلو په قضیه کې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ دپنجاب د وزیراعلا حمزه شهباز دنیولو غوښتنه کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف اؤ دپنجاب وزیراعلا حمزه شهباز دمني لانډرنګ یا په ناقانونه ډول هیواد نه دپیسو ویستلو په قضیه کې دلنډ مهاله ضمانت لپاره د خالي په ورځ عدالت ته وړاندې شوي اؤ عدالت د دواړو چارواکو ضمانت کې تر۱۱م جون پراختیا کړې ده.

دلاهور اسپیشل کورټ سینټرل کې د قضیې اوریدنې په وخت جج اعجاز اعوان دپلټنو دمرکزي ادارې (ایف ایي ای) دوکیل نه پوښتنه کړې ده چې ایا تاسې په دې قضیه کې دشهباز شریف اؤ حمزه شریف نیولو ته اړتیا لرئ؟

چې دعدالت په دغه پوښتنه دایف ایي وکیل ويلي دواړه ملزمان تر اوسه پلټنو کې نه دي شریک شوي ځکه نو عدالت دې د دواړو ضمانتونه خارج کړي ترڅو پولیس یې ونیسي اؤ‌ پلټنې ترې وکړي.

دایف ایي ای د وکیل په جواب دشهباز شریف اؤ حمزه شهباز وکیل امجد پرویز ایډوکیټ محکمې ته دلایل ورکړي چې شهباز شریف اؤ حمزه شهباز په پلټنو کې شامل پاتې شوي دي اؤ د ایف ایي ای د وکیل خبره سمه نه ده.

امجد پرویز ایډوکیټ ویلي تیر حکومت یوازې یوه ایجنډا لرله اؤ هغه دا وه چې په څه نا څه ډول شهباز شریف اؤ حمزه شهباز ونیسي اؤ زندان ته یې واچوي اؤ دا قضیه هم په بدنیتۍ ولاړه ده.

هغه ویلي چې ایف ایي ای تر یو نیم کال د شهباز شریف اؤ حمزه شهباز نه پلټنې کړي دي خو د دواړو پرضد یې هیڅ رقم شواهد نه دي راجمع کړي.

ایف ایي ای په دسمبر کال 2021l کې د16اربو روپو دمني لانډرنګ قضیې چالان عدالت کې جمع کړی ؤ.

عدالت کې دجمع کړل شوي رپورټ ترمخه ملزمان دکال 2008 نه 2018 پورې دبیلابیلو بې نومه بینکي اکاونټونو دلارې 16 اربه اؤ 30 کروړه روپۍ په ناقانونه ډول له هیواده ویستلي دي.

ایف ایي ای تور لګولی چې چې دا پیسې د ملزمانو دچینو دملونو د روزکار سره هیڅ تړاؤ نه لري بلکې دا رقم دشهباز شریف د ملازمانو په بینکي اکاونټونو کې جمع شوی اؤ بیا ترې د هنډۍ دلارې له هیواده بهر ویستل شوی دی خو وزیراعظم شهباز شریف اؤ دهغه زوئ حمزه شهباز ددې تورونو پرله پسې رد کوي اؤ وایي دا مقدمې پرې دسیاسي انتقام اخستنې پر اساس جوړې کړل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG