لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په ځنګلونو اور لګیدلی،د دریوؤ ښځو په ګډون پکې څلور تنه مړه شوي


دخیبر پښتونخوا دشانګلې ضلعې په غرونو کې په ځنګل اور لګیدلی چې له امله یې د درېوؤ ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي اؤ یو شمیر نور په اور دسوځېدو له امله زخمیان شوي دي.

دمرستندویه ادارې 1122 له مخې دغه اور دشانګلې دچکسیر تحصیل په علي جان کاپړۍ سیمه کې دغرونو په سر په ځنګلونو لګیدلی دی اؤ بیا دغرونو په لمنو کې ودانو کورونو ته هم پراخه شوی دی.

مرستندویه ادارې 1122پخپل بیان کې ویلي چې خپل مرستندویه فعالین اؤ د اور وژنې مامورین یې په سمدستي توګه د اور وژنې لپاره سیمې ته لیږلي دي اؤ د اور وژلو هڅې یې پیل کړې دي.

دغه ادارې منلې ده چې داور لګیدو له امله درې میرمنې اؤ یو سړی مړه شوي اؤ څو کسان نور ژوبل شوي دي چې هغوئ دعلاج لپاره په سمدستي توګه هسپتال ته رسول شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې دشانګلې ترڅنګ دسوات دکبل په سیګرام ،دبريکوټ په ابالا اؤ دچارباغ په کوټ اؤ پټانی سیمو کې هم په غرونو کې په ځنګلونو اور لګیدلی اؤ د وژلو هڅې یې روانې دي.

همدا شان د کوز دیر په ځینو ځنګلونو هم د اور لګیدنې رپورټونه مخې ته راغلي خو جذیات یې لا مخې ته نه دي راغلي.

تر دې وړاندې تیره میاشت د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو په پوله د پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان) اور لکیدلی ؤ چې نزدې په 60 مربعه کلومیټره علاقه د ځڼغوزو، نښترو، زېتون او نور ډول ، ډول ونې یې سوځولي وې.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې د رپورټ ترمخه دا اور د مئ په نهمه نېټه لومړی د خيبر پښتونخوا په مغل کوټ سېمه کې ولګېدو او په 12 مئ د موسا خيل ضلعې د سپين غر نومې سیمې ته داخل شو. په 16م می د زرډوله په نامه سېمه کې دا اور مړ کړی شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG