لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف ګوادر کې پر وخت د سیپېک پروژو په نه تر سره کېدو اندېښنې ښودلې


پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ګوادر کې دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ د بېلا بېلو پروژو پر وخت سرته په نه رسیدو خفګان ښکاره کړی اؤ وایي دګوادر هوایي میدان پروژه دچین صدر پاکستان ته د ډالۍ په توګه ورکړې وه "خو له بده مرغه دا پروژه مونږ تر اوسه سرته ونه رسولی شوه"

تیره ورځ په ګوادر کې دایسټ بی ایکسپریس وی دپرانستې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي د چين حکومت په مرسته جوړيدونکي د ګوادر هوايې ميدان باندي له تيرو پنځوؤ کالو راهيسې کار روان دی خو لا هم نه دی پشپړ شوی، کوم چې د انديښنې وړ خبره ده۔

هغه ووبل په ګوادر کې د پاکو ابو او بجلۍ اسانتیاوې نشته او نه هم دې اړخ ته پوره پام شوی دی،

شهباز شريف زياته کړه چې وفاقي وزير احسن اقبال ته يې امر کړی چې د روانو پروژو وخت وټاکي تر څو ژر تر ژره پائ ته ورسيږي،

هغه وویل د ګوادر بندر ژور والی کم شوی ځکه اوس هلته غټ سمندري جهازونه نشي ورتلی۔

شهباز شريف وويل، ګوادر بندر د نړی له ژورو سمندري بندرونو څخه يو دی خو له تېرې څه مودې راهيسې دې ساحل ته د سمندري جهازونو د نه ورتګ او سمندر د صفايۍ يا د خاورې نه را ايستل کیدو له امله هغه ډک شوی دی.

" بدقسمتي وګوره چې يو خو په دې وخت کې زيات تجارت نه دی شوی، سمندري جهازونه نه دي راغلي، او د هغې خپل وجوهات دي ،موږ پر هغه هم خبره کړې ده، خو دساحل صفايي نه ده شوې ،هلته خاوره جمع شوې ده، او ژور والی يې کم شوی دی،غټ جهازونه تر هغې نشي راتللی تر څو چې صفايي ونه شي او دا بيرته ژور نه شي"

ښاغلي شهباز شريف د سفر په ترڅ کې د بېلا بېلو پروژو د پرانيستو تر څنګ په ګوادر کې د سي پېک د روانو پروژو کتنه هم کړې ده۔

په دغه مهال راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې هغه ویلي "زه به دا ووايم چې د ګوادر پر ترقۍ د کار رفتار د تسلی وړ نه دی، د مثال په توګه تر اوسه پورې ګوادر ايرپورټ نه دی مکمل شوی، زما ياد دي چې په 2017-18 کې ددې بنياد اېښول شوی دی، او تر اوسه لا پر دې کار لګيا دی، که څه هم دا د چين د صدر له لوري موږ ته په تحفه کې راکول شوی او موږ هغه هم بشپړ نه کړو"

وزير اعظم شهباز شريف سره په غونډه کې د چين د سفارت غړو او په سېمه کې په بېلا بېلو پروژو کې چينايي کارکونکو هم شرکت درلود۔

شهباز شريف وويل د بلوچستان حکومت او د امنتي ادارو شکريه ادا کوي چې د چيني وګړو پوره حفاظت کوي۔

شهباز شريف د ګوادر او کراچۍ تر ميان د چين په مالي مرسته دجوړیدونکي لويې سړک ايسټ بې ايکسپريس وی پرانيسته وکړه، او وئ ويل چين په پاکستان کې د ښې پايي موټروېز جوړې کړې دي او دا سړک به هم د ګوادر او کراچۍ تر ميان د سامان په وړلو راوړلو کې زياته ګټه وکړي۔

پرانيست غونډې ته د بلوچستان ايالت وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو وويل د بلوچستان ايالت بلوڅ ميشتو سېمو په خاصه توګه د ګوادر ښار اوسيدنکي د اوبو، بجلۍ، له ايران سره پر سرحدي پوله تجارت، د نا امنۍ ، او د تجارتي موادو وړل راوړلو کې له زياتو ستونزو سره مخ دي،

هغه له وفاقي حکومت څخه د يادو ستونځو د حل غوښتنه وکړه

شهباز شريف د ځايې خلکو د بجلۍ دستونزې د حل په اړه وويل له تيرو څو کالو راهسيې له ايران سره د بجلۍ منصوبه ځنډېدلې ده، هغه زياته کړه که له ايران څخه د ګوادر د بجلۍ ترتيب وشي دا به زياته ښه وي،

په دې موقعه هغه د چين له لوري د ګوادر ښار 3200 کورنيو لپاره د بجلۍ د ستونزو د حل په موخه شمسي يا سولر پينل ورکولو اعلان هم وکړو.

وزير اعظم د ګوادر 2000 ماهي نيوونکو ته د ښکار دځانګړږ کشتيو د انجنونو ورکولو او د ګوادر يونيورسټۍ دمالي مرستې اعلان هم وکړ۔

ګوادرد د نړۍ ژور ساحل يا بندر لرونکی ښار دی، چې ابادي يې تر دریوؤ لکو پوﺭې ګڼل کېږي۔

په کال 2016 کې د چين او پاکستان تر ميان د “پاکستان چين اکنامک کوﺭېډوﺭ “په نامه د اﺭبونو ﺭوپو اقتصادي پروژه پېل شوې،

د پاکستان او چين حکومتي چاﺭواکو په وار وار ويلي چې دا پروژہ يوازي دا نه چې د ګوادر ښار او بلوچستان ايالت د ترقي او پرمختګ سبب ګرځیدلی شي بلکې ددې له امله به ټوله خطه په معاشي توګه پیاوړې شي او پر مخ تګ به وکړي۔

خو د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو تنظيمونو لخوا د چين او پاکستان تر ميان ددې پروژې مخالفت کېږي او وخت ناوخته پر چيي وګړو وسلوال او ځانمرګي بريدونه هم ددې پروژې د مخ نيوي په موخه تر سره شوي دي۔

د پاکستان حکومت دغه وسلوال تنظيمونه د پاکستان د دښمنو قوتونو ملګري او د پاکستان دښمن بللي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG