لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي د لاهور انارکلۍ بازار چاودنه کې ککړ دوه ترهګر د نورو ترهګرو په ډزو وژل شوي


دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیس وایي د روان کال په پیل کې دلاهور په انارکلۍ بازار کې دشوې بمي چاودنې په تړاؤ نیول شوي دوه ترهګر دپولیسو ولکه کې دهغوئ دنورو ترهګرو ملګرو په ډزو وژل شوي دي.

دخالي په ورځ دترهګرۍ محکمې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي دانارکلۍ بازار بمي چاودنه کې ککړ دوه ترهګر چې تعلق یې دیوې ناقانونه وسله والې ډلې سره ؤ هغه مهال دخپلو ملګرو په ډزو وژل شوي کله چې پولیسو دوئ د وسلو اؤ چاودیدونکو موادو دترلاسه کولو لپاره کهوکر پنډ سیمې ته بوتلل.

بیان کې راغلي چې کله پولیس دترهګرو ځالې ته ورسیدل نو دغلته پرې څلورو ترهګرو ډزې وکړې چې پکې دعبدالرزاق اؤ ثناء الله په نومونو دانارکلۍ بازار دبمي چاودنې په تور نیول شوي دوه ترهګر ووژلی شول.

دلاهور انارکلۍ بازار کې سږکال دجنورۍ په میاشت کې یوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي اؤ ۲۶ نور ژوبل شوي وؤ.

ددې چاودنې ذمه واري بلوچ بیلتون خوښې ډلې بلوچ نیشنل ارمي پغاړه اخستې وه.

پاکستان کې زیاتره مهال پولیس اؤ‌ په ځانګړي ډول دترهګرۍ محکمې پولیس دترهګرۍ پېښو کې دلاس لرنې په تور دنیول شوؤ ملزمانو یا هم دنیولو په مهال پولیس سره مقابله کې دملزمانو د وژل کیدو دعوې کوي خو څېړونکي دا دعوې ډیرې باوري نه بولي اؤ وایي پولیس اکثره دعدالت پشي شا خپلسره وژنو ته دمقابلې نوم ورکوي.

په دې نزدې وختونو کې په خیبر پښتونخوا کې هم دترهګرۍ محکمې پولیسو دترهګرۍ پېښو کې په لاس لرنو دتورنو یو شمیر ترهګرو پولیس مقابلو کې د وژل کیدو دعوې کړې دي چې پکې دپېښور دکوچه رسالدار په ځانمرګي برید کې ککړ ترهګر هم شامل دي .

دمئ په ۱۴مه پېښور کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې یې دپېښور دقصه خوانۍ بازار په کوچه رسالدار کې دشیعه مسلمانانو په جومات دترسره شوي ځانمرګي برید پلان جوړونکی اؤ دهغه یو بل ملګری وژلي دي.

تر دې وړاندې په نهم مارچ هم پولیسو دعوه کړې وه چې د پېښور په کوچه رسالدار امام بارګاه د برید کوونکي د یو سهولت کار په شمول یې درې وسله وال وژلي دي.

په مارچ کې ترسره شوي دغه برید کې لږ تر لږه ۶۲ کسان وژل شوي اؤ د ۲۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG