لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبایلي ضلعو دبجټ کمولو پسر حکومتي اؤ مخالفو ګوندونو په یو بل تورونه لګولي دي


د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړا وايي د قبايلي ضلعو بجبټ د راتلونکي مالي کال د پاره وفاقي حکومت کم کړی دی.

د وفاقي حکومت چارواکي وایي د پاکستان تحريک انصاف صوبایي حکومت د قبايلي سیمو صوبه کې له ورګډیدو وروسته يو کال هم پوره بجټ نه دی مصرف کړی او د درغليو اطلاعات هم پکې مخې ته راغلي دي.

تېمور سليم جهګړا په ټوېټر ليکلي امپورټډ حکومت د قبايلي ضلعو ترقياتي بجټ د تېر کال د۵۴ بيلينه روپو مقابله کې ۴۰ بيلينه روپو ته راکم کړی دی.

پخواني وفاقي وزير اسد عمر په ټویټر لیکلي د قبایلي ضلعو د روان کال بجټ شپيته بيلينه روپۍ جوړيدو،د قبايلي ضلعو بجټ راکمول د سيکورټي خطر سېوا کولو په معنا عمل دی او دا د قبايلي اولس سره بې لوظي ده.

اسد عمر دغه ټويټ پښتو کې ليکلی دی۔

تېمور سليم جهګړا يو بل ټويټ کې ليکلي يوازې د خېبر پښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو د پاره د اېن ايف سي ايوارډ درې فيصده برخې سره سم قبايلي ضلعو د پاره بجټ ورکړی نورو دريوؤ صوبو يعني پنجاب،سند او بلوچستان دغه برخه نه ده ورکړي او په پي ډي ايم کې شامل ګوندونه يوازې د خبرو د لارې سياسې ګټو ترلاسه کولو پورې محدوده پاتې شوي دي۔

ددې ټويټ په جواب کې ورته وتلي خبريال سليم صافي ليکلي د اېن ايف سي اجلاس راغوښتل د عمران خان ذمه واري وه، په دريوؤ صوبو کې ستاسو حکومت ؤ،نو که صرف سند په اين ايف سي کې د درې فيصده برخې ورکولو نه انکار کړی ؤ نو مونږ به مجرم ګڼلی ؤ.

د تېمور سيليم جهګړا دې خبرو ته په ځواب کې د قبايلي ضلعې کرمې سره تعلق لرونکي د اوسني حکومت وفاقي وزير ساجد توري وايي د فاټا په خېبر پښتونخوا کې له ضم کيدو وروسته د تحريک انصاف حکومت ؤ د سل بيلنيه روپو کليز ترقياتي فنډ ورکولو وعده ورسره شوې وه يو کال هم پوره پېسې نه دي ورکړل شوي او چې کومې پېسې جارې شوي هم دي هغه نه دي خرچ کړي شوې،

هغه تور لګولی چې د پي ټي ایي حکومت د قبايلي ضلعو پېسې په نورو ضلعو کې لګولې دوي ځکه ورته پېسې کمې کړې دي.

"تير شوی کال يې وګورئ د فاټا بجټ په سوات کې کارول شوی، دا خلک د اعتبار وړ نه دی، کيدای شي مونږ دوي ته څلوېښت اربه هم ورنه کړو، زمونږ کوشش به دا وي چي دا پېسې سلو اربو ته ورسيږي او د اسلام اباد نه په قبایلي ضلعو کې مصرف شي"

څه ورځې وړاندې د سېفران د سینیټ د قایمه کميټۍ مشر سینیټر هلال الرحمان وزير اعظم شهباز شريف ته يو خط ليکلی ؤ چي د قبايلي ضلعو د بجټ څلور څلويښت بيلينه روپۍ په نورو ضلعو کې لګېدلي دي او حکومت دې ددغې پلټنې وکړي۔

صوبایي حکومت ددې خط په اړه لا هم څه نه دي ويلي.

د خېبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار مومند ډيوه ته وويل مخکې چې قبايلي ضلعو ته کومې پېسې راغلي هغه هم پوره نه دي مصرف شوي، د قبائيلي ضلعو په اربونو روپۍ غېبې دي، هغه دوي نورو ضلعو کې لګولي دي.

نوموړي وويل دده حلقې ته تر اوسه پورې يوه روپۍ ترقياتي بجټ هم نه دی ورکړل شوی.

"دا دريم بجټ دی چې مونږ يې پاس کوؤ، خو زما حلقې ته وګورئ يوه روپۍ ترقياتي بجټ نه دی ورکړل شوی، دا خو د دغه علاقې خلکو سره ظلم دی او بل اړخ ته دوي (صوبایي حکومت) ګيله کوي چې قبايلي ضلعو ته وفاقي حکومت پيسي کمې ورکوي"

څو ورځې وړاندي تېمور سليم جهګړا په پېښور کې يوې خبرې غونډي ته ويلي وؤ، په تېرو درېوؤ کالو کې په عمران خان ډيرې نيوکي شوي چې قبايلي ضلعو د پاره يې څه نه دي کړي خو د نوي حکومت راتلو سره د قبايلي ضلعو د روان مالي کال بجټ څلورمه برخه ورکول ودرول شوي دي۔

نوموړي د پي ټي اېم په ګوندونو هم نيوکې کړي وې چې د قبايلي ضلعو د بجټ د پاره غږ نه پورته کوي،

هغه ويلي وؤ په ريکارډ کچه يې د غه ضلعو ته بجټ زيات کړی،د ضم کيدو نه وړاندې دوه ديرش اربه روپۍ بجټ ؤ،دوي راوان مالي کال کې دغه بجټ اووه اويا بيلينه روپو ته رسولی دی،

هغه وایي دوي خپلو دريوؤ کالو کې د قباېلي ضلعو دکليز ترقياتي پروګرام بجټ څلور پنځوس بېلينه ته زيات کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د خزانې د محکمې د وېب پاڼې ترمخه روان مالي کال نهه مياشتو کې د قبايلي ضلعو يو سل اربه ،يوڅلويښت کروړه او پينځه اتيا لکه ترقياتي بجټ کې تر پينځه پنځوس اربه، نولس کروړه او اته پنځوس لکه روپۍ جاري شوي چې پکې څلور ديرش اربه او درویشت کروړه روپۍ خرچ شوي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG