لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت راتلونکي بجټ کې په تماکو دصوبایي مالیې شرحه زیاته کړې خو ګرونده ګر ورته تیار نه دي


د پاکستان مرکزي حکومت په راتلونکي بجټ کې په تماکو د صوبایي مالیې شرحه زیاته کړې ده خو په خیبر پښتونخوا کې کرونده ګر وایي په تماکو نورو ټیکسونو ورکولو ته تیار نه دي.

کرونده ګر وایي د تماکو مالیا صوبایي حکومت په کرونده ګرو نه مصرفوي او دا چې زیاتره دغه رقم حکومتي جیبونو ته لاړ شي.

دکرونده ګرو په وینا کله چې قدرتي افتونه راشي حکومت د کرونده ګرو بیا پوښتنه نه کوي او ورځ تر بلې په مالیا کې اضافه کوي.

دپاکستان دخزانې وزارت تیره ورځ د اقتصادي رابطه کمیټۍ په غونډه کې د راتلونکي کال 2022-23م دپاره د تماکو په سېس کې د 2.13% نه 2.67% پورې د زیاتوالي منظوري ورکړې، حکومت د وړاندې څخه په تمباکو 5.25% نه تر 6% پورې د تماکو د سېس په مد کې تر لاسه کوي.

مرکزي اقتصادي رابطه کمیټۍ د تماکو په مختلفو قسمونو د سېس یا مالیې په مد کی سلن 2روپۍ 13 پیسې نه 2 روپې 67 پیسې زیاتوالی راوستی دی خو په خیبر پښتونخوا کې کرونده ګرو دا زیاتوالی رد کړی دی .

د صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکي د تماکو کرونده ګر محمد علی ډاګیوال وي او ای ډیوه ته وایي د وړاندې نه چې صوبایي او مرکزی حکومت د کرونده ګرو څخه د تماکو پسر کومه مالیا اخلي هغه د کرونده ګرو او فصلونو په پرمختیا نه لګي او اکثره د حکومتی مامورینو جیبونو ته لاړه شي.

هغه وایي تماکو په خیبر پښتونخوا کی پیدا کیږې او د سیګرټو کارخانې اوس پنجاب او د ملک نورو برخو ته منتقل شوي چې دلته ترینه روزګارونه هم متاثره کیږي.

محمد علی غوښتنه وکړه چی د تمبکو دغه ټيکسونه دې د کرونده ګرو په پرمختیا ولګول شي.

"د تماکو سیس باید چی د زراعتو په څانګه کې ولګول شي او بله دا چې د تماکو د پیداوار کارخانې اوس پنجاب او کشمیر ته منتقل شوي، تماکو دلته ، مزدوران یې دلته او کارخانې په پنجاب کې، د پښتنو دا صنعت د یو سازش لاندې اوس نورو صوبو ته منتقل کیږي او وړاندې څخه په دې صوبه کې د کارخانو کمی دی"

د پاکستان دخزانې وایي په میداني علاقو کې د تماکو په فصل د وړاندې نه 5.25فیصدي سېس اخستل کیږي او په دې کې د 2.13% اضافې تجویز دی او غريزه سېمو کې د وړاندې په تماکو اخستونکي 6 فیصدي مالیا کې 2.45فیصدي اضافه تجویز کړی شوې ده.

په دی هکله مو د خیبر پښتونخوا د زراعتو د وزیر محب الله او د تماکو د بورډ سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو هغوی ډیوه ته څه ځواب نه دی ویلی.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ لري چی د تمبکو د سېس په مد کې اخستونکي مالیا هم په هغه سیمو کی د لارو او پلونو په پرمختیا خرڅ کوي چی ددغو سېمو د پیداوار دپاره منډهیو ته په تګ کې اسانتیاوې پیدا کړي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علی وایي تماکو د خیبر پښتونخوا د نقدو پیسو فصل دی او نوؤ ټیکسونو سره به د وړاندې نه زیات لګښتونو کې اضافه وشي او بې روزګاري به ورسره زیاته شي.

"په پیداوار لګښتونه دومره زیات دي لکه دڅرې، مزدورۍ،اوبو، مشینرۍ او خشاک په مد کی زیات خرڅونه کیږي او دې نوې مالیې سره به د کرونده ګرو امدن متاثره شي او بې روزګاري به پیدا شي"

کرونده ګر دعوه کوي چې هر کال د تماکو د پیداوار نه مرکزي حکومت ته د مرکزي ایکسایز ډیوټۍ په مد کې 150 اربه روپۍ او صوباېی حکومت ته 70 کروړه روپۍ امدن تر لاسه کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG