لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رانا ثناالله: د ضمانت په ختمېدو به عمران خان ونيول شي


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، د مخکني وزيراعظم عمران خان "د عدالتي ضمانت په ختمېدو به ورکړی شوې سيکورټي عمران نيازي په ښه طریقې سره ګرفتاره کړي"، خو د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) ويلي، "چې دغه کار ته به سخت غبرګون وويل شي".

د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله پرون ناوخته په ټويټر د عمران خان د ګرفتارولو خبره په داسې حال کې کړې چې عمران خان د اوږدې ايسارتيا نه وروسته پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (5 جون) د پېښور نه اسلام اباد ته ستون شوی دی.

عمران خان په 20 مې په ملتان کې جلسې ته په وېنا کې اعلان کړی وو چې په 25 مې به اسلام اباد ته لانګ مارچ کوي، او د ملتان نه بيا نېغ پېښور ته تللی وو.

او په 25 مې يې اسلام اباد ته لانګ مارچ کړی، غوښتنه يې کړې او حکومت يې د شپږو ورځو وخت ورکړی چې د عامو انتخاباتو کولو اعلان وکړي، کنه شپږ ورځې وروسته بيا په پوره تيارۍ سره لانګ مارچ کوي، خو بيا تراوسه د لانګ مارچ اعلان نه دی شوی.

او د 25 مې اسلام اباد ته د لانګ مارچ په مهال په پنجاب، اسلام اباد او په لاره کې د پوليسو او تحريک انصاف د پلويانو نښتې شوې وې.

د ځايي میډيا ترمخه اسلام اباد ته د لانګ مارچ وروسته په اسلام اباد کې د عمران خان اود ګوند د نورو مشرانو پرضد يې مقدمې جوړې کړی شوې وې چې د لانګ مارچ په مهال يې د قانون سرغړونې کړي دي.

وروسته بيا پاکستان تحریک انصاف ګوند پېښور هايکورټ ته خواست کړی وو چې عمران خان ته د ګرفتارولو نه وړاندې ضمانت ورکړي او په دوېم جون د پېښور هايکورټ عمران خان ته د 25 جون پورې ضمانت ورکړی چې هغه به نه ګرفتارولی کيږي.

عمران خان چې په دوېم ځل اسلام اباد ته لانګ مارچ نه دی کړی او پرون بيرته اسلام اباد ته ستون شوی، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په ټويټر ویلي، عمران خان ته هرکلی وايي چې اسلام اباد ته بيرته ستون شو، او هغه ته به د قانون ترمخه امنيت ورکوي.

خو نوموړي ويلي، "عمران نیازي په ملک کې د هنګامه ارايۍ، فتنه فساد، اړي ګړي جوړولو او په مرکز د وسله والو حملو د جرمونولاندې د دوه درځنو نه په زياتو مقدمو کې ملزم نومول شوی، په عدالتي ضمانت ختمېدو به عمران نیازي د قانون ترمخه د هغه امنيتي ساتونکو په لاس ګرفتار شي کوم چې د هغه د ساتنې دپاره ورکړی شوي دي".

خو د عمران خان اسلام اباد ته په بيرته ستنېدو چې د هغه د ګوند پي ټي ايي د کور کمېټۍ غونډه شوې، د غونډې وروسته د ياد ګوند يو مشر شاه محمود قرېشي مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، دا به ډېر کم عقلتوب وي چې عمران خان ګرفتار کړي.

هغه وويل، "رانا ثنا الله دهړکې کوي چې هغه د ملک پخوانی وزيراعظم او د ملک د مشهور ګوند د مشر(عمران خان) د نيولو اراده لري، د دې نه غټ بل سياسي کم عقلتوب به نه وي، او د دې به سخت غبرګون مخې ته راځي، د ګوند غړي به دا ونه زغمي، کور کمېټۍ فېصله کړې که داسې حرکت وشو نو سمدست به ورته غبرګون ويلی شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG