لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین د اوکراین په نویو ځایونو د بریدونو خبرداری ورکړی


واشنګټن - اوکرایني ځواکونو په دې وروستیو ورځو کې د لاسته راونو وروسته په سوېرو ډونیڅک سیمه کې ځینې ځایونه له لاسه ورکړي.

د یادې سیمې والي ویلي، "زمونږ دفاع کونکو دفاعي برید وکړ. دوی کابو نیمايي‌‌‌ ښار ازاد کړ خو اوس حالات زمونږ لپاره لږ خراب شول.‌"

د برتانیې د دفاع وزارت هم د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې په سوېرو ډونیڅک سیمه کې درنه جګړه روانه ده.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلينسکي په یو نادره سفر کې د اتور یا یکشنبې په ورځ له کېیېف څخه وتلی او د اوکراین ختیځو برخو ته تللی او له سرتېرو او کډوالو سره یې لیدلي دي.

زېلينسکي د اوکراین سرتېرو ته په یو ویډیو پیغام کې ویلي، " تاسو ټول د یوې بریا لایق استئ. دا تر ټولومهم څیز دي خو په هرې بیې هم نه."

د برتانیې د دفاع وزارت همدارنګه ویلي، د روس یو کروز توغندی د یکشنبې یا اتوار په سهار په کیېف کې په یوې ودانۍ لګېدلی او داسې ښکاري چې هدف یې د اوکراین لومړۍ کرښې ته د لویدیځ د پوځي وسایلو د کتار درول وو.

دا په کیېف باندې له یوې میاشتې زیاتې مودې راهیسې لومړی برید و.

د روسانو د دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې هغه ټانکونه ویجاړ کړي چې لویدیځو حکومتونو کیېف ته استولي وو.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری ورکړی ماسکو به په هغو اهدافو باندې بریدونه وکړي چې تر اوسه پرې برید نه دی شوی، کچېرې لویدیځ خپل پلان عملي کړي چې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکي توغندي‌ ورکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ ویلي وو چې امریکا به د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کیېف ته نوې وسلې واستوي په کومو کې چې څلور د منځني‌ واټن راکټي سیستمونه، هیلې کوپټرې، د ټانکونو ضد وسلې، رادار، تکتیکي موټر او پرزجات شامل دي.

امریکا ویلی، درې اونۍ وخت به ونیسي چې د دې وسلو کارولو لپاره اوکرایني سرتېري وروزي.

واشنګټن دا هم ویلي و چې له کیېف څخه یې باور ترلاسه کړی وو چې د روس په خاوره به یې نه کاروي.

پوتین په یوې تلوېزیوني مرکه کې ویلي، د اضافي وسلو په لېږلو کې دا دومره ګډوډي زما په خیال یو یواځې یو هدف لري، چې دا وسلواله شخړه دومره اوږده کړي څومره چې امکان ولري.

پوتین وویل، که اوکراین اوږده واټن ویشتونکي توغندي ترلاسه کړي نو ماسکو به مناسبې لارې وسنجوي او د ویجاړي لپاره به له خپلو وسایلو کار واخلو چې مونږ یې زیات لرو. مونږ به په هغو اهدافو باندې بریدونه وکړو چې تر اوسه مو نه دي کړي.

بل پلو د اوکراین د اټومي کارخونې چلونکي انرګوتم ویلي، د پیوډینوکرینسک اټومي کارخونې باندې چې د کیېف په ۲۲۰ میلو کې پرته ده یو کروز توغندی لګېدلی.

په ورته وخت کې ناټو د امریکا په مشرۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ په بالتیک سمندر کې د دوو اونیو سمندري تمرینونه پیل کړي چې له ۱۶ هېوادونو څخه تر ۷۰۰۰ زیات سمندري سرتېرو پکې برخه اخېستې.

په دې ډله کې د فنلېنډ او سویډن هېوادونو هم برخه اخیستې کوم چې له ناټو سره د یوځای کېدو هیله لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG