لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي بل پارليماني غړي د ځانمرګي حملې ګواښ کړی


پخواني وزیر اعظم عمران خان ته د کوم زیان رسولو په سر، د هغه د ګوند پي ټي ايي د قامي اسمبلۍ غړي عطاالله د “خود کش” حملې ګواښ کړی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د کراچۍ څخه منتخب د قومي اسمبلۍ غړي عطاالله په يو ويډيوي بيان کې دړکه ورکړې، "که د عمران خان يو وېښته ته هم نقصان رسي، نو دا ملک چلوونکي دې سوچ وکړي چې نه به تاسو پاتې شئ او نه ستاسو بچي، تر ټولو لومړی به درباندې زه خودکش حمله کوم".

خو نوموړي بيا په يو بل ويډيوي بيان کې ویلي، د هغه بيان په غلط انداز وړاندې کول کيږي او هغه د عمران خان د ګرفتارۍ او هغه ته د نقصان خبره کړې وه، هغه ويلي، "ما خبره کړې وه که مونږ مجبوره کړی شو، مونږ به کشتۍ سوځوو او ستاسو خلاف به راووځو".

له دې وړاندې د مارچ په مياشت کې تحریک انصاف د حکومت د کشمیر د کمېټۍ مشر شهريار افريدي ويلي وو، "که خودکش حرام نه وی هغه به په ځان پورې بم تړلی او په پارلیمان کې به يې ځان ته چاودنه ورکړې وه".

او دغه رنګ خبره د تحریک انصاف د حکومت د هوابازۍ وزير غلام سرور خان هم کړې وه چې "خودکشي حرامه ده کنه هغه غواړي چې چرته د ملک او دين دښمنان ناست وي هغه پرې خودکش حمله وکړي".

عطاالله چې په خپله فېس بک پاڼه دغه ويډيو خپره کړې په کومه کې چې د خودکش حملې ګواښ کوي، وايي بابر اعوان د عمران خان د ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو که د عمران خان وېښته ته هم څه نقصان ورسېد، نو هغه ملک چلوونکو ته په مخاطب کولو سره ويلي، خودکش حمله به پرې وکړي.

خو وروسته يې په يوه بله ويډيو کې ویلي، هغه د عمران خان د ګرفتارۍ او هغه ته د نقصان په اړه ويلي، خو د هغه ويډيو ته ځينې خلک غلط رنګ ورکوي او زياته کړې يې ده، "که مونږ مجبوره کړی شو نو مونږ به کشتۍ سوځوو او را ووځو به، بيا به د ځان سوچ نه کوو، که مرو او ژوندي پاتې کيږي".

هغه ویلي "زمونږ سره بارود نشته چې خودکش حمله به کوي"، هغه د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او وزيراعظم شهباز شريف نومونه اخستي چې ملک تاسو چلوئ.

جرنلسټ او د بشري حقونو فعال وجاهت مسعود په ټويټر ويلي،

"د پي ټي ايي اېم اېن اې عطاالله د خودکش حملې دړکه ورکړې، لومړی سوال دا دی چې دا دړکه چاته ورکوي؟ ايا هغه د طالبانو په شان په خلکو، عبادت په ځايونو، او سرکاري دفترو خودکش حمله کول غواړي؟ دوېم دا چې ايا د خودکش حملو دړکه د ترهګرۍ په شان نه ده؟".

او يو بل تن شفيق احمد اېډوکېټ ویلي،

"د قتل يا د خودکش حملې دړکه ورکول د سزا قابل جرم دی او د مقدمې جوړولو دپاره يې نه صوبايي کابينې ته د منظورۍ ضرورت شته او نه د قومي اسمبلۍ د سپيکر نه د اجازت اخستو ضرورت شته خو سيند حکومت تراوسه پورې د عطاالله پرضد مقدمه نه ده درج کړې، ايا ټول قوانين د علي وزير او غريبو پښتنو دپاره دي؟".

عطاالله ځان ته اېډوکېټ/ وکيل ليکلي او د کراچۍ د قومي اسمبلۍ حلقې (اېن اې 50) نه د پارلیمان غړی منتخب شوی دی.

شهريار افريدي د خودکش حملې خبره هغه وخت کړې وه چې د دغه ګوند ځینې غړي د پي ټي ايي د حکومت مخالفه ګوندونو سره شامل شوي او د عمران خان پرضد د بې باروۍ د ووټ کارولو يې ويلي وو.

او هم دغه شان خبره د هوابازۍ وزير غلام سرور خان کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG