لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ډالر د روپۍ په مقابله کې بيا ګران شوی، يو ډالر 203 روپو ته رسېدلی


پاکستانۍ روپۍ د امریکايي ډالر په مقابله کې نوره بې قدره شوې او په ريکارډ کچه راغورځېدلې ده، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [7 جون] د روپۍ په مقابله کې د یو ډالر بيعه د 203 روپو نه سېوا شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د ډالر د کموالي، د ډالر د طلب او درامداتو د زياتوالي سره په راتلونکي بجټ کې د ايي اېم اېف لخوا په سختو شرطونو د عمل د وجې روپۍ د فشار سره مخ ده.

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، په ملکي کچه د زر مبادله ذخيره په ريکارډ کچه راکمه شوې او د تيلو نړيوالې کمپنۍ د پاکستان څخه د نړیوالو بېنکونو د ضمانت غوښتنه کوي او د پاکستاني بېنکونو ضمانتونو منلو ته تيارې نه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان سره د ډالرو کمی دی چې له امله يې د روپۍ قدر راکم شوی دی. هغه زیاته کړه د پاکستان حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] نه علاوه د نورو هېوادونو او ادارو څخه د پور اخستو خبرې روانې دي او هيله څرګنديږي چې دغه پور به ترلاسه شي او د روپۍ قدر به ښه شي.

د پېسو د اتحاديې ترمخه د پاکستان مجموعي غېر ملکي زر مبادله ذخيره دا وخت 16اربه ډالره ده او د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] غېر ملکي زر مبادله ذخیره نهه اعشاريه اووه اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي، د سياسي غېر یقيني صورت حال او اقتصادي چېلنجونو له امله پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې په ځای نه ټينګیږي.

اقتصاد پوهه خرم شهزاد وايي، په ګرده نړۍ کې ډالر ګرانيږي خو په پاکستان کې ورسره دا خبره اضافي ده چې دلته سياسي او اقتصادي چېلجونه دي، د جون پورې قرضونو بيرته ورکول دي.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل پاکستان درامدات کوي او په هغې کې نزدې څلورمه برخه يواځې تیل دي، دا غټه وجه ده چې درامدات کيږي او ګرانيږي، بل طرف ته د ايي اېم اېف سره خبرې روانې دي او بجټ هم په سر دی.

هغه زياته کړه، څو پورې چې د ايي اېم اېف او بهرنيو هېوادونو سره خبره نه وي شوې، ډالر به هم داسې روان وي. هغه وويل ښايي چې په میاشت، يوه نيمه کې حالات يو څه سم شي او ډالر بيا ځای له راشي.

دغه رنګ د اقتصادي چارو کارپوهه خبريال وکیل الرحمان هم په ملک کې د زر مبادله د ذخيرې د کموالي خبره کوي او وايي څو پورې چې د پاکستان د ايي اېم اېف سره پروګرام نه وي بحال شوی، د ډالر ګرانېده او بيا راکمېده به روان وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پرون راهسې ځینې ګنګوسې روانې دي چې حکومت اقتصادي اېمرجنسي لګوي او په هغې کې به بهرني اکاونټونه، روشن ډيجيټل اکاونټونه او سېفټي لاکرز تړي نو د دغو ګنګوسو له امله هم د روپۍ په مقابله کې ډالر نور ګران شوی دی.

هغه وويل د تيلو ګرانېدو او ډالر د قدر سېوا کېدو سره په ملک کې روانه ګراني ورځ تر بلې سېوا کيږي او نوموړی وايي دا ګراني به راروان کال هم داسې روانه وي.

په وروستيو کې د پاکستان حکومت د تيلو بيعې 40 فيصده او ګېس 45 فيصده سېوا کړي او په ملک کې د يو ليټر پټرولو بيعه نزدې 210 روپو ته رسېدلې ده، او د ايي اېم اېف لخوا حکومت ته دا شرطونه اېښودی شوي چې د بجټ خساره راکمه کړي او په راتلونکې بجټ کې د ماليې يا ټېکسونو شرحه سېوا کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG