لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا د روان مالي کال په 11 میاشتو کې 77 فيصده بجټ مصرف کړی


د خېبر پښتونخوا د خزانې وزارت ویلي، په روان مالي کال کې د 30 مې پورې د صوبې په بندوبستي ضلعو کې د بجټ 77 فيصده برخه خرچ کړی شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي حکومت په وخت په ټول بجټ مصرف کولو کې ناکامه شوی دی خو حکومتي چارواکي وايي چې لا هم د جون مياشت پاتې ده او امکان دی چې د بجټ نوره ډېره برخه هم په دې مياشت کې په پرمختيايي کارونو مصرف کړی شي.

د خزانې وزارت ویلي، د مالي کال 2020 او 21 د بندوبستي ضلعو د کليز ترقياتي پروګرام د پاره 165 اربه روپۍ ځانګړې کړی شوې وې، په دې 154 اربه روپۍ جاري شوې وې او 120 اربه روپۍ پکې خرچ شوي دي.

د صوبې په بجټ نظر لرونکی خبريال عرفان خان وايي د صوبې په ډېرو محکمو کې ټاکل شوی بجټ په وخت نه دی مصرف شوی کوم چې د حکومت په پېسو مصرف کولو کې ناکامي څرګندوي او د پرمختيايي کارونو د ځنډ سبب ګرځي.

"دا د حکومت او انتظامي چارواکو ناکامي څرګندوي چې څومره بجټ ورته ورکړل شوی هغه يې په وخت نه دې خرچ کړې".

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړا د کال 2021 د جولايۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه ويلي وو، د مالي کال 2021 او 22 د روانو او نوو پرمختيايي کارونو د پاره يي د ټول کال پېسې جاري کړي دي.

تېمور سليم جهګړا ويلي وو 120 اربه روپۍ يې د روانو پروژو، 16 اربه روپۍ يې د قبایلي ضلعو د کليز ترقياتي پروګرام او 28 اربه روپۍ يي د قبايلي ضلعو تيرعملي کولو پروګرام په مد کې جاري کړې وې.

څيړونکی عرفان خان وايي د قبايلي ضلعو دغه پېسې هم پوره نه دي خرچ کړی شوي.

د خېبر پښتونخوا د واکمنه ګوند تحريک انصاف د اسمبلۍ غړی ضياالله بنګش وايي روان مالي کال به تر جون د اخرې پورې روان وي، چې کومې پېسې پاتې دي د هغې ډېره برخه به هم دې يو مياشت کې په ترقياتي کارونو خرچ کړی شي او کمه برخه به داسې وي چې د مصرف کيدو نه پاتې شي.

"ځيني علاقو کې په ترقياتي کارونو کې څه مسلې وې چې د هغې له وجې فنډ خرچ کيده پاتې شي، نور صوبايي حکومت په اول ځل په جولايي کې ټول فنډونه جاري کړي وو چې روانو او نوو ترقياتي منصوبو ته پيسې په وخت ورسيږي".

څيړونکي وايي په صوبه کې د صحت، تعليم او نورو محکمو ته د ورکړل کېدونکو پېسو نه د څو چنده زياتو فنډونو ضرورت دی.

خو د حکومت بې پامۍ او انتظامي کمزورو له امله دوي ته ورکړل کېدونکی بجټ هم پوره او په وخت نه خرچ کېږي، چې ورسره د پرمختيا په عمل باندې بدې اغېزې پرېووځي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG