لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول بوټو: نړۍ دې د افغانستان ګنګل کړل شوې پنګې ور خلاصې کړي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلې دي پرامنه افغانستان د نړۍ امن د پاره ضروري دی اؤ دافغان اولس ښېګړې د پاره به نړۍ ته د افغانستان ګنګل کړل شوې اثاثې خلاصول وي.

دپاکستان په سفر راغلې دجرمني دخارجه وزیرې وینا ده نړۍ ته به افغان طالبانو ته دا واضحه پیغام ورکول وي چې طالبان په غلطه دي.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو سره یو ګډ خبري کانفرنس ته د وینا په وخت د جرمني خارجه وزیرې انالینا بربوک وویل په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان د افغانستان نه دبهر ملکي وګړو په ویستلو کښې هم کردار لوبولی دی اؤ جرمني به په دې لړ پاکستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دجرمن خارجه وزیرې وینا وه نړۍ ته به افغان طالبانو ته دا واضحه پیغام ورکول وي چې دوي په غلطه دي اؤ افغان طالبانو افغانستان په شا بوتلو،

هغې ویلي "افغانستان کښې والدین پریشانه دي چې اولادونو ته خوراک څنګه پیدا کړي، جینکۍ د تعلیم نه محرومه ساتل کیږي، ټولنې نه د ښځو کردار ختم شو، په بې پلوه غږونو بندیز دی اؤ افغان طالبانو افغانستان په شا بوتلو"

هغې وویل نړۍ ته به افغان ولس مرسته کول وي ځکه چې په دې کښې د افغان ولس څه غلطي نشته چې طالبان ورباندې راغلل.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو دې خبرې کانفرنس ته وینا کې ویلې دي پاکستان پرامنه افغانستان غواړي اؤ اوس په افغان طالبانو هم لازم دي چې د نړۍ غوښتنې ومني.

بلاول بوټو وایي نړې د افغان طالبانو نه هیله لري چې دوي به بشري حقونه باوري کوي اؤ د ترهه ګرۍ نوغی به وباسي.

خو بلاول بوټو دا هم وویل چې د سیمې امن دافغانستان امن سره تړلی دی ځکه نړۍ دې د افغانستان ګنګل کړل شوې پنګې بیرته ورخلاصې کړي.

تیر کال په کابل د طالبانو له قبضې وروسته نړۍ د افغانستان نه بهر دافغانستان پرتې پنګې کنګل کړې وې.

دجرمني خارجه وزیرې د روس لخوا په ېوکراین دبرید غندنه هم کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د روسیې د برید تاوان د نړۍ امن ته دی خو د روس لخوا په ېوکراین د بندیزونو لګولو له وجې په ېوکراین کښې دخوراک بحران جوړ شوی دی اؤ نړۍ ته پکار دي چې ېوکراین سره داسې حالاتو کښې ودریږي.

پاکستان چې تر اوسه یې په ېوکراین د روسيې لخوا دشوی یرغل غندنه نه ده کړې، خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وویل د پاکستان دريځ اوس هم دا دی چې پاکستان به دهیڅ یوې نړیوالې شخړې برخه نه جوړیږي خو د ملګرو ملتونو د چارټر ترمخه پاکستان د ریاستونو په خود مختارۍ باور لري اؤ غواړي چې د روس اؤ ېوکراین ترمنځ دا شخړه د خبرو د لارې حل شي.

د پاکستان پخواني‌وزیراعظم عمران خان دفرورۍ په میاشت د روس سفر کړی ؤ اؤ ماسکو کې دعمران خان دموجودیت په مهال روس په یو کراین برید کړی ؤ.

هغه وخت هم پاکستان کښې داروپايي هیوادونو سفیرانو د پاکستان نه دا غوښتنه کړې وه چې په یو کراین د روس دیرغل پرضد باید رغنده دریځ وړاندې کړي خو پاکستان ویلي وؤ په دې لانجه کې ځان بې پلوه ساتي.

XS
SM
MD
LG