لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو صحافي ته د پاکستاني جرنیل له اړخه مخامخ د مرګ دړکه او په اړه یې غبرګونونه


واشنګټن - پاکستان کې په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلي کوم کې چې صحافیان، یو شمېر پخواني پوځیان په خپلو پوښتنو چلېنج کوي، مګر پخواني پوځیان ورته د څه جواب ویلو انکار کوي او یو صحافي ته د مرګ ګواښ هم کیږي.

د پخوانیو پوځیانو تنظیم (وېټرنز آف پاکستان) له خوا د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته پرون د ګل/دوشنبې په ورځ یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د پخوانیو جګپوړو پوځي افسرانو او د هغو د کورنیو په ګډون شاوخوا یو نیم سل کسانو برخه اخېستې وه.

په دې غونډه کې پخوانیو پوځیانو د حکومت نه غوښتنه کوله چې د انتخاباتو نېټه دې ژر تر ژره اعلان کړي، او دا هغه څه دي چې د پخواني وزیراعظم عمران خان ګوند، تحریک انصاف پاکستان مطالبه هم ده.

په دغو پخوانیو پوځیانو کې د پاکستان پخوانی ډېفنس سېکټري (ر) جنرل آصف یاسین ملک هم موجود و چې د صحافیانو په باور، خبریال اعزاز سید ته یې د مرګ دړکه ورکړې ده. په یوه وېډیو کې اورېدل کیږي چې اعزاز سید د ریټاېرډ جنرل آصف یاسین ملک نه دا پوښتنه کوي چې د پاکستان اوسني معاشي صورتحال له کبله جنرالانو ته په کار ده چې خپلې ځمکې واپس کړي او که نه؟

ويډیو کې لیدلی کیږي چې د دې پوښتنې په اورېدو آصف یاسین ملک کمرې/ټلیفون ته لاس اچوي او اعزاز سید ته وایي: "ته ولاړ شته د خپلې جنازې بند و بست وکړه."


اسلام آباد کې مېشت صحافي وسیم عباسي د دې ويډیو سره لیکلي چې: "آیا د یوې پوښتنې په سر داسې خبرې کول، فاشزم ندی؟"

په لندن کې یوې مېشتې پاکستانۍ شما جونجیو چې د مېډیا کارکنه ده، پخپل ټوېټر لیکلي: "هغه جرنیل چې د صحافي د پوښتنې ځواب نشي ورکولی، هغه به د ملک حفاظت کوي؟"

یو بل مشهوره خبریال او پېمرا پخواني مشر، ابصار عالم پخپل ټوېټر لیکلي چې:

"جنرال صاحب، د اعزاز نه، ستا د تکبر جنازه پورته ده. کاش ستا غوصه د آئین ماتوونکو خلاف وه، د هند خلاف وه، د امریکا خلاف وه چې ستا د پوزې لاندې یې بن لادن مړ کړ او ولاړ، او تا...؟ سیاست چې کوې، نو همت او برداشت پیدا کړئ."

د ویډیو په بله برخه کې جرنلسټ اعزاز سید د (ر) جنرل آصف یاسین نه په تکرار دا پوښتنه کوي چې په ۲۰۱۱ کال کې کله چې هغه د پېښور کورکمانډر و، او امریکاییانو په اېبټ آباد کې په اسامه بن لادن چاپه ووهله، نو ولې جنرل آصف یاسین د خپلې عهدې نه مستعفي نشو. په ویډیو کې لیدلی کیږي چې (ر) جنرل آصف یاسین نه غواړي په دې حقله هېڅ خبرې وکړي.

د وي او اې ډیوه خبریال رحمن بونیري د سکایپ د لارې خبریال اعزاز سید سره په همدې خبرو باندې مرکه کړې چې تاسو یې دلته لاندې اورېدلی او لیدلی شئ:

په یوه بله ویډیو کې پخواني پوځي (ر) جنرل علي قلي خان هم لیدل کیږي چې صحافیان کوشش کوي ورنه پوښتنې وکړي، مګر هغه د رسا جواب ورکولو نه ډډه کوي.

د پاکستان د پخوانیو پوځیانو تنظیم (وېټرنز آف پاکستان) په داسې مهال د انتخاباتو د ترسره کېدو دپاره اسلام آباد کې غونډه جوړه کړې وه چې نن سبا د انتخاباتو د نېټې ټاکلو مسئله د پاکستان په سیاست کې یوه اهمه موضوع ګڼل کیږي او تحریک انصاف ګوند ټینګار کوي چې په فوري توګه دې دا نېټه اعلانه کړی شي.

د پاکستان په پوخ وخت ناوخت دا تنقید کیږي چې دوی په سېوېلین او سیاسي چارو کې مداخلتونه کوي، مګر پوځ هرکله دا تورونه رد کړي او وایي سیاست د دوی کار ندی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG