په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې ويلي، افغان يوټيوبر اجمل حقيقي او د هغه نور ملګري يې د قراني ايتونو د سپکاوي په تور نيولي دي.
د طالبانو د استخباراتي ادارې په ټويټر يوه ويډيو خپره کړی شوې چې پکې اجمل حقيقي او د هغه سره درې نور کسان ليدل کيږي، چې درېو ته پکې هتکړۍ لاسو ته پرتې دي، او اجمل حقيقي پکې په دري ژبه کې خبرې کوي.
حقيقي په خپلو خبرو کې وايي، "چې د هغوي نه په يوه ويډيو کې د قراني ايت سپکاوي شوی او هغه تيار دي چې په دغه اړه د عدالت حکم ومني".
اجمل حقيقي چې د بنديانو جامې اغوستي ورسره د هغه بل ملګری غلام سخي هم په ويډيو کې ليدلي کيږي، دوی به وړاندې تفريحي ویډیو جوړولې او ماډلنګ به يې کولو او ويډيوز به يې په يو ټيوب او انسټاګرام خپرولې.
حقيقي په دغه ويډیو کې ویلي، "د افغان ولس، ديني عالمانو او اسلام امارت د حکومت څخه بخښنه غواړي".
د حقيقي او سخي يوه ويډیو چې خپره شوې او ډېره ليدل شوې او پکې د ذهني روغتيا په مسلو خبرې شوي دوی پکې په خندا په عربۍ ژبه کې ځينې خبرې کړې وې.
سخي هم د ټوقو يا تفريح په دغه انداز مشهور دی.
حقيقي د طالبانو د استخباراتي ادارې لخوا په خپره شوې ويډيو کې وايي، چې "زما پېغام ټولو يوټيوبرانو او په ميډيا فعالو ځوانانو ته دی چې د اسلامي اقدارو د هر ډول سپکاوي نه په سنجيدګۍ سره ډډه وکړي".
طالب چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ويلي چې نيول شوي يوټيوبران به کوم عدالت يا محکمې ته وړاندې کول کيږي.
خو د طالبانو استخباراتي ادارې چې د نيول شوو يوټيوبرانو ويډيو خپره کړې ورته يې لیکلي،
"په اسلامي حاکميت کې به هيچا ته اجازه ور نه کړي چې د قران د ايتونو او د پېغمبر اسلام مقدساتو ته سپکاوی وکړي".
د اجمل حقيقي يوټيوب چېنل چې په اکتوبر 2020 کې جوړ شوی د 16 ملينه نه زیات ځله کتل شوی دی. دغه ويډیو چې پوښتنې پرې را ولاړې شوي د يوټيوب چېنل څخه لرې کړی شوې ده.
په پینځم جون په يوه ويډيو کې حقيقي او سخي ليدل کيږي چې دوی پکې د قراني ايتونو په اړه بخښنه غواړي.
طالبان چې تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي دي د افغانستان زیات مطبوعات بند شوي او د دغه هېوادو څخه په سلګونو جرنلسټان بهر وتلي دي.
په طالبانو تور لګي چې په ازادو مطبوعاتو يې بندېزونه لګولي، جرنلسټان يې نيولي او وهلي ټکولي يې دي.
طالبانو تيره میاشت ښځينه اېنکرانې يا خبرونه ويونکې بې د مخ پټولو په ټيلي ويژن چېنل د ښکاره کېدو څخه منع کړي دي. او د طالبانو دغه ګام په نړيواله کچه غندل شوی دی.