لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ټي ټي پي ځينې غوښتنې د قانوني پېچلتیاوو سره نورې هم اسانې نه دي


د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف ویلي، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې په ورګډولو ځينې تحفظات لري او د دغه علاقې پخواني حیثيت ته بوتلو غوښتنه يې کړې ده، خو ټي ټي پي ته ویل شوي چې دغه غوښتنه يې ځینې قانوني پېچلتياوې لري او د دې دپاره یې د ټي ټي پي نه درې مياشتې وخت غوښتی دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه بېرسټر سېف ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې مثبت لوري ته روانې دي، او شوې خبرې په ښه ماحول کې ترسره شوي دي.

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د 50 پورې مشران چې افغانستان ته تللي او د دوه ورځود خبرو وروسته په درېم جون بيرته راغلي وو، بېرسټر سېف د دغه جرګې برخه وو، هغه ويلي د ټي ټي پي سره شوي مذاکرات په حکومتي کچه نه بلکې د صوبې علاقايي مشرانو کړي او هغه [بېرسټر سېف] د دغه جرګې مرستیال وو.

د ټي ټي پي سرچينو ویلي، کابل ته تللې جرګې ته يې يو ليک ورکړی او په دغه لیک کې د نورو خبرو سره ويل شوي، چې دوی د قبايلي سیمې پخوانی ازاد حیثيت غواړي.

په ليک کې ویل شوي، "که د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې امن غواړي نو په هغه صورت کې ممکن دی چې قبايلو ته خپله هغه ازادي ورکړي".

د جرګې غړو هم دغه خبره تاييد کړې وه.

څيړونکی او خبريال حق نواز خان وايي، دغه غوښتنه منل دومره اسانه خبره نه ده ځکه چې د قبايلي سيمې په صوبه کې د ورګډېدو سره ډېر کارونه شوي هلته پوليس او انتظاميه په ځای کړی شوې ده اييني بدلون راغلی دی.

"زما په خیال څه داسې مينځنۍ لار به ورته را اوباسي، ځکه چې د هغوی بنیادي مسله هم دغه ده او که هغه خط تاسو وګورئ کوم چې جرګې ته ورکړی شوی وو په هغې کې هغو ډېر تفصیل ويلي دی د محمد علي جناح د وخت خبرې پکې شوي دي نو دا څيزونه داسې دي چې پيچيدګۍ پکې دي".

نوموړي وويل دا به اوس کتل وي چې مخکې څه کيږي ځکه چې د پاکستان حکومت په دغه اړوند په رسمي ډول تراوسه څه نه دي ویلي.

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتود څانګې استاز شانواز مشال وايي، د ټي ټي پي د دغه غوښتنې منلو دپاره به بيا اييني بدلون کيږي او د پارلیمان نه به کيږي کوم چې ډېر اسان کار نه دی.

"دغه غوښتنه ډېره اهمه او ډېره د خطرې خبره ده او د سيمې خلکو ته ترلاسه شوي حقونه به بيرته لاړ شي او فاټا به بيا د سيکيورټۍ کوهي ته وغورځيږي چې هلته به طالبانو ته یو غټ ځای مېلاو شي او دغلته چې پوځي عمليات به څنګه کېدل هغه به بيا تيرې ته لاړ شي دنيا به پرې نه خبريږي".

هغه وويل ممکنه ده د ټي ټي پي دغه غوښتنې ته به اوس هم د هغو خلکو ملاتړ ترلاسه وي څوک چې د فاټا د ضم کېدو خلاف وو، که هغه اسټبلشمنټ وي او که مولانا فضل الرحمان وي.

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وايي، د هغه د مالوماتو ترمخه کابل ته چې د ټي ټي پي سره خبرو له کومه جرګه تللې وه په دغه جرګه کې بيا د 20 پورې کسانو د ټي ټي پي سره ځانله ليدلي او په دغه اړه يې ورسره خبرې شوي او په دغو مشرانو کې ډېر بيا د فاټا په صوبه کې د ضم کېدو په حق کې وو د ټي ټي پي مشران يې په دغه خبره پوهه کړي دي.

"نو دا ګنې د هغوی يوه ډېره اهم مطالبه نه ده چې په خېبرپښتونخوا کې کومې قبايلي سيمې شاملې شوي دي او واپس د فاټا حيثيت بحال نه شو نو مذاکرات به ناکامه شي يا به هغوي د مذاکراتو نه اختلاف وکړي داسې نه ده".

خو نوموړی وايي د هغه د مالوماتو ترمخه ټي ټي پي ځکه د فاټا د ضم کېدو مخالفت کوي چې د دغه سيمې سره کومې معاهدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي او د سيمې د پرمختيا دپاره ورکړی شوې پېسې هلته نه دي کارول شوي.

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په درېم جون ویلي وو،"د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي او په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي".

هغې ويلي وو د ټي ټي پي لخوا د ډز بندۍ غځولو هر کلی کوي او زياته کړې يې وه دا ټولې خبرې د ايين په دايره کې کيږي، او کله چې دا خبرې پای ته رسي حکومت به يې منظوري ورکوي.

تير کال د اکتوبر په میاشت کې مخکني وزيراعظم عمران خان د ټي ټي پي د ځينو ډلو سره د خبرو کولو ويلي وو، او بيا د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د يوې میاشتې ډز بندي شوې وه، او د دغې وروسته بيا د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ډز بندۍ ختمېدو او د وسله والو پرضد د عملیاتو کولو ويلي وو.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG